په اسلام اباد کېد افغانستان د سفارت لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ نقشه

تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره پرون /یکشنبه/ د افغانستان د خپلواکۍ له ۹۸ یمې کالیزې سره په یو وخت کېښودل شوه.

د افغانستان د سفارت لپاره پر نوې ودانۍ، چې ویل کېږي، د نړۍ په هیوادونو کې به د افغانستان تر ټولو ستر سفارت وي، ۱۷ ملیون ډالره لګېږي.

دا ودانۍ به، چې د جوړولو چارې یې یوه چینايي کمپنۍ په غاړه لري، په ۲ کلونو کې بشپړه شي.

د بنسټ اېښودو په مراسمو کې د افغان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیراحمد اندېشه، د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي او په اسلام اباد کې د بهرنیو هیوادونو د سفارتونو دیپلوماتان حاضر ول.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي اندېشه وویل«دا به په نړۍ کې د افغانستان تر ټولو لوی سفارت وي او دا مسله د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.»

د افغانستان سفیر ډاکتر زاخېلوال هیله څرګنده کړه چې د سفارت ودانۍ به په دوو کلونو کې د افغانستان د خپلواکۍ تر سلمې کالیزې پورې بشپړ شي. ده وویل چې د سفارت لپاره مځکه ۵۰ کاله پخوا د افغانستان حکومت پېرلې وه.

د سفارت د ودانۍ د جوړوونکې چینايي تعمیراتي کمپنۍ انهوۍ (Anhui Construction Engineering Group) یوه مسوول غونډې ته وویل، د افغانستان د سفارت مځکه ۲۳۸۰۰ متر مربع ده چې پکې به د سفارت د ودانۍ ترڅنګ د سفیر هستوګنځی، د دیپلوماتانو کورونه، د کونسلګرۍ برخه او نور ضروري ځایونه جوړ شي.

دې چینايي کمپنۍ په اسلام اباد کې د چین، منګولیا، سیرلایون، توګو او وینزویلا د سفارتونو ودانۍ هم جوړې کړي دي.

د سفارت د ودانۍ لپاره د اسلامي معمارۍ نقشه په پام کې نیول شوې خو مدرن عماصر پکې شامل دي.

نوی سفارت د اسلام اباد په دیپلوماتیکه ساحه کې جوړېږي. د افغانستان اوسنی سفارت په یوه کرايي ودانۍ کې دی.

د سفارت د ودانۍ د بنسټ اېښودو په مراسمو کې پښتنو مشرانو محمود خان اڅکزي، افراسیاب خټک او بشرا (ی) ګوهر هم ګډون درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *