د هیواد د خپلواکی د بیرته تر لاسه کولو او ګټلو د اتل غازی امان الله خان د ارواښاد زوی فاتحه د کندهار د دولتی ادارو د مشرانو له خوا د سلګونو دینی عالمانو ،د سولی ولایتی کمیټی رئیس ،  سپین ږرو او ځوانانو په ګډون د زمری میاشتی په ۲۹ نیټه د خرقی مطهری په جامع جمات کی واخیستل سوه .

په پیل کی د دینی مدرسو د زده کونکو له خوا د قران عظیم الشان تلاوت او د ختم مراسم تر سره سول او د  الله پاک له دربار څخه هغه روح ته دعاوی وسوی .

وروسته دولتی مشرانو په وار سره د اعلحضرت غازی امان الله خان د افغانستان د ازادی د لاری د اتل د میړانی او مبارزو په اړه خبری وکړی هغوی یادونه وکړه ، له بده مرغه هغه د هیواد د خدمت لپاره پاته نه سو او که د دښمنانو د دسیسو قربانی سوی نه وای اوس به موږ یو پرمختللی هیواد درلودای او هم به د جهالت دوره ختمه سوی وای چی د هغه کورنی غړی اوس هم د هیواد څخه بهر د کډوالی شپی سبا کوی او د خپل پلرنی ټاټوبی څخه دباندی په حق رسیږی ، چی څو ورځی وړاندی د هیواد د خپلواکی ګټولو اتل زوی د خپل هیواد څخه دباندی په یو بهرنی هیواد کی له دی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی او هلته ښخ سوی دی هغه دی الله پاک وبخښی ، د کورنی غړو او دوستانو ته دی لوی خدای ج د زړه صبر ورکړی .

دغه راز ویناوالو د افغانانو د ټولو بدمرغیو عامل تپل سوی اوږده جګړه وبلله پر افغانانو یی ږغ وکړ چی د دغی جګړی د پای ته رسولو لپاره د ملی یووالی لاسونه سره ورکړی تر څو د جګړی اور له منځه ولاړ سی .

بیا د فاتحی مراسم د قران مجید د ایاتونو په تلاوت سره پیل او د ارواښاد د روح د خوشحالی په خاطر دعاوی وسوی او د غرمی تر ۱۱ بجو پوری یی دوام وکړ چی د کندهار ښار په سلګونو ښاریانو د فاتحی په مراسمو کی ګډون وکړ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *