نبي الله پیرخېل ||
هسې پښتنو ته څو چې یو بل ونه زغمۍ او د یو بل قدر ونه کړي او خپلو منځو کې سره جوړ نسي همداسې به بدبخته ګرځو او هر څوک به یې پر موږ زده کوي:
زموږ شهید پلار جان څه نه وه چې د خپلو خلکو لپاره یې ونه کړل، د قوم او خلکو د حق په غوښتلو په سر طالبانو لاسونه ور وتړل او په روژه کې په سره ګرمۍ کې په کانتینر کې بندي کړ، خو همت یې له لاسه ور نکړ د طالب وحشیانو له بنده خدای را خلاص کړ، بل ځل یې بیا له موټره ښکته کړ، کوچنۍ خور مې هم ورسره وه، هغې ورته ژړل او د ده یې لاسونه ور وتړل خو بیا یې هم میړانه وکړه، زړور او په رښتیا پښتون وه، ځان یې خلاص کړ اوهغه طالبان چې ده ته یې لاره نیولې وه هغه یې وځپل او په تیښته بریالي سول.
په پلار مې خپل کلی چې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د الوخیلو کلی دی زیات ګران وه، هلته یې ښکلي کلا جوړه کړې وه او د نورو سیاسي فعالیتونو ترڅنګ به له خپلو بزګرانو سره په باغ کې په کار بوخت وه، هغه هیڅوخت نه غوښتل چې له کلي لاړ سي.
خو بالاخره یوه ورځ را ورسېده چې موږ نامرده دښمن ته خلکو یوازې پرېښودو مجبور سو چې کډه د غزني ښار ته راوړو، کلي کې مو کور، باغ او ټوله شتمنۍ همداسې پرېښوده، په ښار کې هم زموږ خدای بخښلی پلار جان په ارام کې نه کېښناست، مبارزې ته یې دوام ورکړ، شخصي کار یې ونه کړ بلکې د قوم او خلکو د خدمت لپاره به یې له هر ظالم او خائین سره شخړه وه چې د مظلوم ولس حق مه خورۍ او لږ رحم پر وکړي.
هغه به تل له کلیو خلک را غوښتل او له هغوی سره به یې په دې بحث کاوه، چې څنګه کولای سو چې خپلو اولادونو ته ښه د زده کړو زمینه برابره کړو، په کلیو کې د بیارغونې پروژې پلي کړو.
د خاورې او دین دښمنانو زموږ د پلار دا ډول کړنې نسوای زغملی او نامرده دښمن زموږ پلار جان په ډېره ناځوانۍ را شهید کړ، هو زموږ پلار شهید سو، ولسمشر د دې موضوع د څیړلو لپاره هیئت را ولیږل او ماته یې په ټلیفون ډاډ راکړ چې په غم مو موږ در شریک یو.
نور بیا چا دا غم راسره ونه ژړل، نور بیا چا زموږ اوښکې را پاکې نه کړي، نور بیا چا ددې موضوع پوښتنه ونه کړه، زه ګیله نه کوم او نه ځانته کوم امتیاز غواړم له چا نه غواړم چې زموږ اوښکې دي را پاکې کړي، زه هم د هغه پلار زوی یم، دومره همت لرم چې د ځوان پلار مرګ وزغمم او دومره کمزوری هم نه یم، خو ګیله مې داده چې موږ ولي هر څه د ځانښودنې لپاره کوو، موږ د پښتنو د حقونو غوښتنه کوو، هغه چې د پښتنو د حق څخه د دفاع په لاره کې سر نذرانه کړي، بیا یې څوک نوم هم نه اخلی.
زه وایم راځئ تللې دی لوی رب وبخښي او د ژوندیو په ژوند قدر وکړو، تر څو موږ هم قدرمن سو، تر بي ځایه ځانښودنې او اپلتو تیر سو او خپلو خلکو ته په رښتیني توګه کار وکړو.