آغاملوک سهار ||

له تیرو څلورلسو کلونو را په دیخوا په افغانستان کي تر ۲۴ میلیونه زیات سیم کارټونه ویشل سوي، چې یوازي شاوخوا اووه میلیونه سیم کارټونه له شخصي کمپنیو سره راجسټر دي.

د مخابراتي کمپنیو له پیل تر ننه د اړیکو او انټرنیټ بیه نظر نورو هیوادونه ته ډیره لوړه ده، په تیره بیا د کمپنیو په خپل منځ کي او بهرنی هیوادونه دا بیه له پیل تر ننه  لوړه ساتلي، ددوی دلیل په پیل کي داوو چې په نورو هیوادونو کي مخابراتي پایو د ساتلو لپاره امنیتی کسانو ته اړتیا نشته خو موږ  څلور پنځه ګارډه هری پایې ته ځانکړي کوو، برق هلته عام دی خو موږ دلته جنراتورونه یښی دی او دیته ورته نور مسایل بهانه کوي، خو اوس چي په کابل او نورو ولایتونو کي برق سته خو غږیزه او نورې بیې هغه دي.

 مخابراتو خدمتونو په پیل کي باید د مخابراتو وزارت  یو RTMS(Real time Management System)  چې د موبایل ټول ترافیک کنټرول کړی جوړ کړی وای،له مخابراتي شرکتونه سره باید وصل کړي واي، خو تر اوسه لا نسته. ددي سیستم دنده داده چې هر مخابراتي شرکت څومره  پیردونکي لري، څومره کریډيت مصرفیږي، څنګه مصرفیږي، په کوم کوم ځایونو کي مصرفیږي…

خو اوس دا سیستم نسته،د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي د کار په پیل کي رسنیو او ولسی جرګي ته په درواغو  RTMS یو سیستم نمونه وښودله خو وروسته چې ولسمشر دده په دي ناوړه کار وپوهیدل نو وحیدي یې له دندي لیري کړ.

  د مخابراتي شرکتونو د فعالو مشتریان شمیر او چې څومره میاشتني کریډیت مصرفیږي، څنګه مصرفیږي، یوازې او یوازې هغه مخابراتي شرکت ته معلوم دي. د مخابراتي خدمتونه د څارني لپاره په مخابراتو وزارت کي د اترا په نوم یوه اداره شتون لري، ددي ادارې دنده هم له مخابراتی خدمتونه څارنه ده، خو دا اداره  اوس هیڅ داسي معیارونه، او سیستم نلري چې د مخابراتي شرکتونه دقیق څار وکړي. یوازي یوه څو نفري ټیم کله کله مخابراتی شرکتونو ته ورځی او هلته مخابراتی شرکت ورته هغه توضیحات ورکوي کوم چې د مخابراتی شرکت په خوښه وي.

د فساد ضد ادارې او په ولسی جرګی کي د مواصلاتو او مخابراتو کمیسون تل وایې چې مخابراتو وزارت په فساد کی غرق دي، ددوی په وینا د اترا اداره د فساد زړه ده.

اوس مخابراتی شرکتونه د خپلو مشتریان راپور چې شمیر نظر اصلی ارقامو ته په ډيره کمه اندازه د ایکیسل شیت فایل له لاري مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوژې وزارت ته لیږی، او د مالیې ۱۰٪  پیسې د مخابراتو وزارت په اکوونټ کي مالیې وزارت ته لیږی.

د ولسي جرګي د مواصلاتو او مخابراتو کمیسون څو ځله رسنیو ته ویلی چې د لس سلنی مالیې سیستم په حداکثر ډول تر ۳۰٪ فیصده شفاف دی، یعني تر ۷۰٪ فساد شتون لري. اوس مخابراتو وزارت اعلان وکړ چې له ۲۲ میاشتو وروسته ۱۰٪ مالیې له لارې د دولت خزانې ته ۶ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانی راټولي سوی، خو که RTMS دا سیسټم موجود واي دا مالیه په سل سلنه شفاف ډول اخیستل سوي وای نو له ۲۲ میاشتو وروسته به شاوخوا ۲۲ میلیارده افغانۍ مالیه راټولي وې.

په مخابراتی شرکتونو د عمومی عوایدو او TDF  او دینه ورته نور مالیات هم د دولت له خوا شته، د څارنی د یو واقعی سیستم د نشتون له امله له پیل نه تر ننه مخابراتي شرکتونه دا مالیه په کمه اندازه د دولت خرانې سپاري، ورسره مخابراتی شرکتونه له مشتریانو د جوایزو په نوم یا دی شمیري ته زنګ ووهه مشورو، موسیقی، ټوکي وواوري، او دیته ورته نورو اعلاناتو له لارې له خلګو ډیری پیسې ټوله وي، خو د یاد سیستم د نشون له کبله مخابراتو وزارت اوس ددي ډول مسایلو د کنټرل لپاره هیڅ نسي کولاي.

اوس که ولسمشر یا مخابراتو وزارت په رښتیا غواړي چې دا سیستم شفاف سي نو یاد سیسټم زر تر زره راوړي او له شرکتونو سره دي وصل(configuration) کړي چې دا ټرافیک په دقیق ډول معلوم سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *