حکمتیار

د حزب اسلامي افغانستان مشر وايي، يو شمېر ګوندونو د )ملي تفاهم مجمع(  له جوړيدو سره مخالفت کړی او همدا لامل دی چې ددغې ناستې جوړيدل له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.

د حزب اسلامی مشر انجينر ګلبدين حکمتيار د دوشنبې په ورځ د بيلا بيلو ولايتونو د ځوانانو یوې ډلې سره په خبرو کې وويل، موږ تر اوسه په دې نه يو توانيدلي چې داسې يوه غونډه جوړه کړو او لامل يې دا دی، چې ځينې کسان د دې غونډې له جوړيدو سره مخالفت کوي.

نوموړي زياته کړه، هغوی چې د دې غونډې له جوړيدو سره مخالفت کوي، په جنګ کې خپلې ګټې لټوي او غواړي چې دا جنګ دوام وکړي او له دې لارې لا ډير امتيازات ترلاسه کړي.

ښاغلي حکمتيار وويل، موږ غوښتل چې د دې مجمع له لارې په خپلو کې د جګړې په پای ته رسولو، د سولې د ټينګښت په لارو چارو، د راتلونکو ټاکنو په ترسره کېدو، له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو د بهير په پېل کېدو او د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړو او يوې پریکړې ته ورسيږو .

د حزب اسلامي امير وويل، موږ ټولو خواوو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه او هڅه مو دا وه چې د روژې په مبارکه مياشت کې سره راغونډ شو، خو داسې ښکاري چې ځينو لورو زموږ بلنه ونه منله او تر اوسه د دې مجمع په جوړيدو نه يو توانيدلي.

خو ښاغلي حکمتيار زياته کړه، که په دې ټولو مسايلو په اوس وخت کې توافق ته نه شو رسیدلی، نو لږ تر لږه ټول لوري بايد د ټاکنو په هکله يو پریکړې ته ورسيږي او هغه داسې چې ټاکنې په خپل وخت ترسره شي، شفافې او عادلانه وي او پايلې يې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.

ده زياته کړه د واک د انتقال تر ټولو غوره او مشروع لاره په خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدل دي او ملت بايد خپل برخليک په خپله وټاکي .

ښاغلي حکمتيار زياته کړه، ځينې کړۍ د جګړې پر دوام ټينګار کوي او د سولې له هڅو سره مخالفت کوي، خو ملت دا کسان پيژندلي او د هغوی د شعارونو تر اغيز لاندې نه راځي.

په دې کتنه کې اسدالله شهاب او اسماعيل خطاب د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د سولې، ثبات او امنيت په ټينګښت کې يې د ښاغلي حکمتيار هڅې وستايلې.

نوموړي وويل، ځوانان ستاسو تر شا ولاړ دي او د هېواد د مهمو مسايلو په هکله ستاسو د ورستيو دریځونو ننګه او ملاتړ کوي.

دغه راز محمد اسماعيل خطاب په خپلو خبرو کې د حزب اسلامي د ټولو غړو لپاره د يوه ډيټابیس سیستم په جوړولو ټينګار وکړ او په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. پای

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست

مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *