ملګرو را ته ليکلي چې تا د امريکا په ځای برعکس طالب ته د امريکا نه ماتولو پيغور ورکړی.
ښه غوږ شه ګلابه!
هو دا پيغور مو طالب ته ورکړی. هغه طالب ته چې له جګړې پرته په بل څه باور نلري. د ټولې ستونزې حل يوازې او يوازې جنګ ورته ښکاري. هو هغه طالب ته چې له افغانستانه يې مجرمينو، بهرنيو فراريانو او عرب لوچکانو ځاله جوړه کړې وه.
هغه چې د دوبۍ په فاحشه خانو کې به يې له ګناهونو زړه تور شو، افغانستان ته به راتلل. دلته به يې ځانونه شهيدانول تر څو د شبابو او کبابو ګناهونه يې ومينځل شي.
هو هغه طالب ته چې د يوې سپږې (اسامه) په سر يې ټول پوستين ته اور واچوه.
هغه طالب او هغه امارت چې اميرالمومنين (؟) ته يې د وخت ۱۰۰۰ تنه جيد علما را ټول شو. مشوره يې وکړه. لمن يې ورته ځولۍ کړه چې د دې هېواد خير په دې کې دی چې اسامه دې پخپله خوښه له دې وطنه وځي او يا دې هم دريم اسلامي هېواد ته وسپارل شي.
خو ملاعمر يې د خپل زوم د سر په قېمت ټول وطن په امريکايي بي ۵۲ لوټه لوټه کړ. هغه طالب چې د امريکا سره د ډغرو او ټکرو چيغې يې وهلې په يوه مياشت کې يې ۳۴ ولايتونه ورته پرېښودل. په موټر سايکل راغلي طاالبان په موټر سايکل بېرته وتښتېدل.
له کوېټې له را کوچېدلی تحريک په وزيرستان کې تم شو. روغ جوړ حکومت وتښتېده. ملت يې یک تنها د امريکا او د ټلوالې لنډغرو ته پرېښود. بېرته يې له کويتې فتواوې را شروع کړې. استاد ياسر به يې ويل چې د کابل اوسېدونکي اهل النار دي. ځکه چې د امريکا د ملاتړې ادارې لاندې ژوند کوي.
ښه سړيه، تېښته تا وکړه، فراري ته شوې، نه غازي او نه شهيد ته شوې، ملامت او کافر زه شوم؟ خبره خو دا ده چې دې ملت سره طالب تاريخي ناځواني کړې. ځکه چې د امريکايي يهودو په وړاندې يې دفاع ځنې ونکړای شوه؟ په اوه کاله کې يې دومره څه بود نکړای شو چې يوه مياشت د کوم بهرني يرغل مخه ونيسي؟ د بودا په بې زبانه مجسمو يې ۱۰۰۰ ټنه بارود استعمال کړل.
کله چې امريکا راغله د يوې مرمۍ درک يې نه و؟ پوښتنه دا ده چې هغه پاکستان چې ته يې د مسعود خلاف (چې مسلمان و، افغان و، کليمه يې ويله) جګړه کې حمايه کولې، ولي يې امريکا ته لاس تړلی وسپارلې؟ د هغه وخت د پاکستان د کورنيو چارو وزير معين الدين حيدر او د علماو ډلې مشر مولانا شېرعلي شاه يې ولې امريکا ته د تسلېمېدو خواستونه درته کول؟ هغه چې مات يې کړې. حکومت يې در ړنګ کړ. له هوايي ډګرونو يې ۵۰۰۰۰ د جنګي الوتکو پروازونه وشو.
زولانه يې ور وسپارلې. د پودريانو په قېمت يې ستا د شيخ الحديثان خرڅ کړل. بېرته يې ولې غېږې ته وغورځېدې؟ ولې يې بيا وسله درکړه؟ ولې يې زما مرګ تا ته روا کړ.
حال دا چې زه دې د وطن يم. سبق مې درڅخه ویلی. توده ډوډۍ مې تر جوماته در وړې. کله يې چې په جنګي کلا کې وژلې او ګوانتانو ته کشولې. درباندې ژړل مې. خو هغه چې وژلی يې، ذليله کړی يې، لوڅ کړی يې، پلورلی، هغه دې دوست دی. زه دې دښمن ګڼلی يم. ايا د دې جګړې په ټوله سيناريو، ټولو اړخونو، ګټې او تاوان، حال او ماضي دې فکر کړی؟ ايا کله د دې جګړې په انجام پوهېدلی يې؟ ايا جګړه هدف دی؟ که هدف ته د رسېدلو يوه وروستۍ وسيله؟ او بيا مو په دې فکر کړی چې هماغه هدف له نورو لارو ممکن دی که نه؟
که وېره دا وي چې مونږ مستعمره يو نو مستعمره خو د اسيا نيمه وچه هم وه. د ديوبند او حقانيې علما هم و. ۲۰۰ کاله پرنګي پرې واک وچلاوه. داسې واک چې له واکمنه نيولې تر ادنی عسکره ټول يې خپله پرنګيان و. وواياست په ۲۰۰ کلنه مستعمره کې مسلمانانو کومه جګړه کړې؟ که له مستعمرې وېره دا وي چې خلک به مذهب په کې تغير کړي.
مسلمانان به يهود او نصارا شي. نو بيا خو بايد هند او پاکستان ټول اوس نن عيسايان و. په داسې حال کې چې د عيسويت د تبليغ لپاره ځانګړي مشنري سکولونه هم جوړ و او ادارو په خپلواکۍ دغه چاره په مخ بووله. کله چې هلته دا چاره ممکنه نشوه نو زما په وطن کې به څنګه ممکنه شي؟ برعکس د استعمار په دوره کې تر ټولو ډېرې مدرسې او ديني علومو د ترويج لپاره د هندوستان په تاريخ کې تر ټولو ډېره کار د پرنګيانو په دوره کې وشو.
وجه يې دا وه چې هغوی هدف خپل خلک او خپل دين ژغورل و. هغه د پرنګي سره د جګړې له لارې ممکن نه و او نه د پرنګيانو او مسلمانانو زور د مقايسې وړ و. نو نورې لارې يې خپلې کړې. سوله ايزه مبارزه، عدم تعاون، د خلکو په سياسي شعور کار کول، له خپلو خلکو سره نژدې اړيکې ساتل او له دسيسو خبرول.
ايا د دغې اوسنۍ طالبي ډولي جهاد نمونه د مسلمانانو په ټول تاريخ کې راښودلی شئ؟ دا کوم جهاد دی چې په ۱۶ کاله کې دې يواځې ۵۰۰۰ امريکايان وژلي وي او تر ۳ لکو ډېر دې خپل غريب بېچاره مسلمانان؟ مسجدونه دې ړنګ کړي وي. قران شريفونه دې سوځولي وي. په محراب کې دې بم ايښی وي. په جنازه، په حجره، په روغتونو او ښوونځيو دې بريدونه کړي وي.
که په نهايت کې امريکايان يرغلګر هم وبولو. راځئ حساب وکړو. ايا مات مو کړل؟ دا زمونږ د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه ده. ولې مونږ ونشوای ګټلی؟ حال دا چې دلته کله هم بهرنيانو دومره ډېره موده ژوند نه دی کړی. که ولس واقعا له طالب سره و، نو ولې دا يو نيم مليون مامورين په حکومت کې کار کوي؟
درې نيم مليونه پوځ پرې سر ورکوي؟ علما، قومي مشران، ليکوالان، ځوانان او هره طبقه يې ننګه کوي؟
کيسه اصلا داسې ده. چې د دې اوسنۍ غميزې او دې فاسدې استخباراتي جګړې څخه د خلاصي يواځينۍ لاره د همدې مات ګوډ، لاسپوڅي (؟)، خيرات خور، په فساد کې ډوب او بې کفايته حکومت ننګه ده.
بله هيڅ چاره او بله هيڅ نسخه نه تر سترګو کې کېږي. که همدا حکومت تقويه شي. همدا اردو حمايه شي. همدا ديموکراتيک سستم ومنل شي. سوله راځي. اقتصاد رشد کوي. په بهرنيانو تکيه کمېږي. د بهرنيانو پاتې کېدو ته جواز نه پاتې کېږي. په نهايت کې مونږ خپلواکه کېږو.
ارزښتونه، خاوره، عقيده هر څه مو ژغورل کېږي. د دې جګړې دوام او له امريکا څخه د خلاصون لار جګړه نه ده. بلکې برعکس تباهي زمونږ ده. که طالب مري. که د ملي اردو عسکر. کونډه او يتيمان يې دې حکومت ته پاتې دي. په اوږد مهال کې به د دې ولس يوه لویه برخه له ذهني ټراما کړېږي. کور زمونږ نړېږي او د نړۍ له سيالۍ مونږ پاتې کېږو.
هو دا پيغور هغو طالبانو ته راجع کېږي چې د جګړې اور تود ساتي. هغو ته چې هدف يې په جګړه کې خپلې ګټې نغښتل او د پرديو موخو ته کار کول دي. هغوی ته چې د استعمار د موخو لپاره په شعوري او يا لاشعوري ډول کار کوي. د سياست، سياسي مبارزې، سياسي شعور او خبرو په چل نه پوهېږي.
هغوی چې امريکا يې ماته نکړه خو خپل خلک يې دانه دانه کړل. هغوی ته چې وتلې امريکا يې بيا را جګړې ته را وغوښته او هغوی ته چې د امريکا سره جګړه د شوروي په ټوپک کوي. په افغانستان کې اسلامي ديموکراسي کفر ګڼي خو د کميونيزم په ملګرتيا وياړي.
i am sorry for that Afghans still they not under stood thalibs are afghans/
brothers majority of talibs are pakistani,a few are brainwash afghans,
thay killing our elders/they burn schools/they destroyed the dams.
killing children,students,teachers/passengers……….
this things is too far from human sensation,real afghans will never do this/
thank you