جنرال کین

تاند- امریکايي جنرالان وايي د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي چې تېره شپه ولسمشر ټرمپ د هغې په اړه توضیحات ورکړل، د تروریستانو د ملاتړ د بس کولو لپاره پر پاکستان فشار راوړلی شي.

متقاعد جنرال جک کېن نن /سې شنبه/ له فکس بیزنس تلویزیون سره په مرکه کې وویل، دا ستراتیژي پر پاکستان نور فشار راوړلی شي چې د تروریستي ډلو له ملاتړ او پناه ورکولولاس واخلي.

ټرمپ تېره شپه له ډېر انتظاره او ځنډ وروسته د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژي رڼا واچوله.

راپورونه وايي چې د ښاغلي ټرمپ وینا ۱۷ ملیونه او ۵ سوه تنو په ژوندۍ بڼه واورېده.

جنرال کین، چې پخوا د امریکا د پوځ مرستیال لوی درستیز و او اوس د جنګي مطالعاتو د انستیتیوت د بورد ريیس او د سیاسي چارو شنونکی دی، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي ستايي ځکه چې د ده په باور درې هیوادونه یعني افغانستان، پاکستان او هند پکې شامل دي او د دې خبرې اهمیت په دې کې دی چې په دې سیمه کې د نړۍ په سلو کې ۸۰ ترهګر اوسي او له بلې خوا هند اوپاکستان دوه اتومي قدرتونه دي.

جنرال کین د ولسمشر ټرمپ دا خبره ډېره مهمه او حساسه وبلله چې پر پاکستان یې د تروریزم د ملاتړ د بس کولو ږغ وکړ.

جنرال کین وویل« نه انکارېدونکي اسناد شته چې د پاکستان پوځ د طالبانو استخباراتي، مالي، تسلیحاتي، لوژیستیکي، د عملیاتو د څارنې، د روزنې او د منابعو د تامین په برخو کې ملاتړ کوي چې دا ډله د امریکايي او ناټو ځواکونو پر ضد اغېزمن بریدونه وکړي او دا په داسې حال کې ده چې پاکستان داسې ښيي چې ګواکي زموږ متحد هیواد دی.»

جنرال کین وویل چې پاکستان دا د پاروونکی چلند له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې جاري ساتلی دی. خو ولسمشر ټرمپ ورڅخه وغوښتل چې باید نور دا ډول چلند پای ته ورسول شي.

د متقاعد جنرال کین په وینا دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر په ښکاره له پاکستانه دا ډول غوښتنه کوي.

جنرال کین د دې پوښتنې په ځواب کې؛ چې امریکا په څه ډول پر پاکستان فشار راوړلی شي ځکه چې امریکا له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان ته مرستې کمې کړي دي، وویل«فکر نه کوم چې د مرستو کمېدا به پر دوی ډېر اغېز ولري ځکه چې دا کمی ممکن چین ورپوره کړي خو انزوا اغېزمنه ده، باید د پاکستان له لوري د تروریستانو د ملاتړ اسناد افشا شي او وشرمول شي. کله چې هیلري کلنټن د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه ما د پاکستان د ملاتړ شواهد وروښودل، هغې وویل چې په دې پوهېږي خو څه وکړي؛ ما ورته وویل دا اسناد د دوی مخ ته کښېږده، ویې شرموه؛ پرېږده چې (پاکستانیان) په دې پوی شي چې موږ په هر څه خبر یوو.»

ده پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره یوازې د ناټو غړي او متحد هیوادونه کافي وبلل چې پاکستان په نړۍ کې منزوي کړي.

جنرال کین وايي«پاکستان تل داسې فکر کړی چې امریکا د افغانستان په برخه کې ډېره جدي نه ده او دا هیواد ورته لومړیتوب نه لري او اوباما غواړي چې له افغانستانه ووځي او زموږ نه جدیت د دې سبب شو چې دوی د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي خو زما په باور ولسمشر ټرمپ فرصت لري چې دوی ته قناعت ورکړي چې حقیقت دغسې نه دی.»

یوه بل امریکايي جنرال او د سیاسي چارو مبصر اولیفر نورت هم ورته نظر لري، وايي، ولسمشر ټرمپ پاکستان ته په ښکاره وویل چې نور بس ده.

اولیفر نورت

نورت د ښاغلي ترمپ د څرګندونو په دفاع کې وویل«په بیړه د ځواکونو ایستل د نه منلو دي، هدف واضیح شو چې په عزت د امریکایانو وتل دي، د ځواکونو د ایستلو لپاره یې مهالوېش یا قید و شرط ونه ټاکه، پاکستان ته یې د طالبانو د ملاتړ په خاطر د خبرداري په توګه ګوته ونیوله خطر یې تشخیص کړ او دی به زموږ له متحدانو په ځانګړي ډول هند څخه مرسته وغواړي. ده هند ته بلنه ورکړه او دا به پر پاکستان فشار راوړي.»

جنرال نورت په ځانګړي ډول د ولسمشر ټرمپ له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د مهالوېش د نه ټاکلو او د لېږل کېدونکو ځواکونو د شمېر د نه معلومولو ملاتړ وکړ.

اکثره امریکايي جنرالان انتقاد کوي چې اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان کړ چې په نتیجه کې یې طالبان او پاکستان لا زړه ور شول او حملو ته یې زور ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *