د امريکا اولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي چې پاکستان ته په ميلياردونو ډالر ورکوو خو هغه ترهګرو ته پناه ورکوي . ټرمپ وويل چې نور په پاکستان کښې د ترهګرو په ځالو او پټنځايونو خوله نشي پټولي . هغه تور پورې کړ چې پاکستان زياتره هغه کسانو ته پناه ورکوي چې انتشار خوروي . ټرمپ خبرداري ورکړ چې څوک د تروريزم او توندلارو ملګرتيا کوي مونږ به په هغوي اقتصادي بنديزونه لګوؤ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم خبرداري ورکړو چې که پاکستان خپله پاليسي بدله نه کړه نو دوي به يي د ملګري هيواد حيثيت ختم کړي . ده اووئيل چې پاکستان ترهګرو ډلو ته حفاظتي پټنځايونه برابروي ځکه يي په پاکستان باندې په باور کولو کښې کمي راغلي .
بل خوا د ټرمپ د څرګندونو ته د پاکستان دولتي او عسکري مشرتابه سخت عکس العمل ښودلي. د دغه هيواد لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د کابينې غونډې ته اووئيل چې دې د امريکا نوې ستراتيژۍ انديښمن کړي ؛ د پاکستان لوي درستيز جنرال قمر جاويد باجوه اسلام آباد کښې امريکايي سفير ډيوډ هيل ته ويلي چې مونږ ته د امريکا د هيڅ ډول مالي يا عسکري مرستې ضرورت نشته.
د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير اووئيل چې د امريکا د اولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د پاکستان د تروريزم ضد جګړه کښې قربانيانې له نظره غورځولو پاکستاني اولس مايوسه کړی خو د دې باوجود به پاکستان خپله خاوره د چا خلاف استعماليدو ته ورنکړي.
د دغه هيواد وتلي سياستوال او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم پاکستاني رسنيو ته د ډانلډ ټرمپ د خبرو په ځواب کښې ويلي چې امريکا په هغه هيواد تور پورې کړ چا چې د تروريزم ضد جګړه کښې په لوي شمير ځاني او مالي تلفات ورکړي . عمران خان دا هم اووئيل چې پاکستاني پوځ او اولس متحد دي او د امريکا له اخطار وروسته د پارلمان خصوصي غونډه رابلل پکار دي تر څو امريکا ته په يو اتفاق پيغام ورکړل شي .
بل خوا چين هم د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرو ته غبرګون ښودلي او وئيلي ئې دي چې پاکستان د تروريزم ضد جګړه کښې ډيرې قربانئ ورکړی . د چين دبهرنيو چارو د دفتر وياند (هو چيننګ) وئيلي چې نړی بايد د پاکستان د تروريزم ضد کوششونه په مکمله توګه تسليم کړي.
د سرچينو له مخې پاکستان د رد عمل په توګه سخته ځوابي حکمت عملي جوړه کړې او د روسيې ، چين او نورو هيوادونو سره ئې د نيغ په نيغه رابطې کولو فيصله کړې ده.
فکستان لکه فاحشه ښځه د مېړونو او لونډانو په بدلولو کې مهارت لري. که امریکا او انګلیس نه خفه شي ، مخ چين او روس ته اړوي ، خو له خپله بدعملي نه اوړي.
پاکستان رښتیا وايی د هغو تروریستانو په ځپلو کې قربانۍ ورکړي دي چې د پاکستان ضد دی. هغه ګروپونه چې په افغانستان کې وژنې او تخریبات کوي او په پاکستان کې مېشت دي، پاکستان ته ترویستان نه ښکاري.مړو ته يی شهیدان وايي.