د اته څلویښت میلیونه، پینځه سوه درې زره، اووه سوه شپاړس افغانیو په ارزښت د مالدارانو او کروند ګرو د اقتصادي کچې د لوړاوي په موخه د چرګانو د روزنې، د اوبو د ذخیرو او د څلورو ټراکټورونو د ویش پروژې چې لومړنۍ چارې یې سرته رسېدلې وې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر او ور سره راغلي پلاوي، په ملي او ولایتي شورا کې د لغمان د خلکو د منتخبو استازو، د ولایتي ادارې د یو شمېر مسولینو، قومي مشرانو او ځوانانو په لاسونو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې یوه هم د کارډیف ( CARD-F ) موسسې په مالي تمویل د ( ۷۵۰۰۰ ) زره غوښینو چرګانو د روزنې په موخه د ۱۵ لویو فارمونو پروژه ده، چې د مالدارانو د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې ( ۴۶۵ ) کورنۍ ترې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

په یاده پروژه ټولټال نهه دیرش میلیونه، اووه سوه اووه اویا زره او درې سوه افغانۍ لګښت شوی، چې په یاد رقم کې څلویښت سلنه د فارم دار او پاتې ۶۰ د کارډیف موسسې سهم دی.

د یادو درې پروژو له جملې یې دوه نورې پروژې یې بیا د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروژې ( NHLP ) اړوند د اوبو د  ۸  بابه  ذخیرو د احداث او دغه راز کروند ګرو ته د څلورو ټراکټورونو د ویش پروژې دي، چې مالي تمویل یې نړیوال پراختیايي بانک کړی دی.

د اوبو د ۸ بابه ذخیرو د احداث په پروژه ټولټال اووه میلیونه، دوه سوه دوه نوي زره او شپاړس افغانۍ لګښت شوی دی، چې په دې ۳۵ سلنه یې د باغدار سهم دی او هره ذخیره د لس جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې به مستقیمه توګه ۸۰ تنه ترې ګټه پورته کوي.

همدارنګه په څلورو ټراکټورونو په مجموعي توګه یو میلیون، څلور دیرش زره او څلور سوه افغانۍ لګښت راغلی چې په دې کې ۲۵ سلنه د کروند ګر سهم او پاتې نور د NHLP سهم دی. له دغې پروژې څخه په مستقیمه توګه څلور تنه او په غیر مستقیمه توګه زر کورنۍ ګټه پورته.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ښاغلي ضمیر ګټې اخیستنې ته د یادو پروژو د سپارلو پر مهال له کروند ګرو او مالدارانو وغوښتل څو د خپلو کورنیو د اقتصادي ژوند د ښه والي په موخه له دغو پروژو په درسته توګه پالنه او ساتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *