دا خبر شېبه په شېبه تازه کېږي
داعش ډلې د کابل د نننۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست. د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې خبري ویبپاڼې (اعماق) څو شېبې وړاندې ولیکل چې د کابل حمله د دوی کسانو کړې ده.
تر دې وړاندې وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي وو.
د وروستي ترهګر په وژلو د امام زمان په جومات او تکیه خانه کې تروریستي برید پای ته ورسېد. ویل کېږي چې په جومات کې دننه ۵ چاودنې شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې د ۳ پولیسو په شمول ۱۳ تنه مپه دې برید کې شهیدان شوي. د دانش په وینا په دې برید کې ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.
پولیس وتوانېدل چې ۱۰۷ تنه وژغوري.
اسوشیتید پریس خبری اژانس وايي چې لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل دي.
روبټرز: د کابل د امان زمان پر جومات په حمله کې ۱۴ تنه وژل شوي
رویټرز خبري اژانس وايي چې لږترلږه ۱۴ تنه وژل شوي دي خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه پورې د ۲ تنه وژل کېدا او د ۱۴ تپي کمېدا تاییدولی شي.
له امام زمان تکیه خانې او جوماته یوه تن رسنیو ته په ټېلفون کې ویلي چې وسله والو حمله کوونکو په جومات کې ۶۰ تنه یرغمل کړي دي. خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې امنیتي ځواکونو اکثره یرغمل شوي کسان ژغورلي دي.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې په جومات کې د حملې په مهال څومره کسان موجود ول.
د کابل د پولیسو چارواکي وايي چې جومات یا تکیه خانې ته ۴ تنه انتحاري بریدکوونکي ننوتي ول چې ۳ یې وژل شوي خو یو لا هم پاتې دی او ګڼ لمونځ کوونکي یې یرغمل کړي دي.
شاهدان وايي چې همدا شېبه پنځمه چاودنه وشوه. ګومان کېږي چې دا چاودنه به وروستي انتحاري حمله کوونکي کړې وي چې په تکیه خانه کې یې یو شمېر کسان یرغمل کړي دي.
د کابل د خیرخانې مېنې پر یوه جومات د انتحارګرو برید دوام لري
تاند- شاوخوا ۴ انتحارګرو نن ماسپښین د کابل د خیرخانې مېنې د نجارانو د کلا په یوه جومات باندې په داسې حال کې برید وکړ چې ګڼ لمونځ کوونکي پر لمانځه ولاړ ول.
لومړني راپورونه وايي چې یوه بجه او ۲۰ دقیقې د (امام زمان) جومات مخته چاودنه وشوه، ورپسې ۳ تنه انتحارګر جومات ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو یې ډزې پیل کړې.
له لومړنۍ چاودنې نژدې یو ساعت وروسته د بلې چاودنې ږغ واورېدل شو. ګومان کېږي چې بل انتحارګر به ځان چاودلی وي.
پولیس او خاص ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له حمله کوونکو سره په جګړه بوخت دي.
تراوسه پورې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي ځکه چې لا هم انتحاریان مقاومت ته دوام ورکوي.
ویل شوي چې جومات د شیعه ګانو دی ځکه باور کېږي چې برید به د اسلامي دولت وسله والې ترهګرې ډلې کړی وي.
پر شیعه ګانو عموماً داعش ډله بریدونه کوي. خو تراوسه کومې وسله والې ترهګرې ډلې د برید په اړه څه نه دي ویلي.