تېره ورځ مې دفېسبوک په تندي يو په زړه پورې سرليک ترسترګوشو، خوډېرخواشينی يم چې هغه ګړۍ يو تېلفون راته راغی، له يوه دوست سره په خبروبوخت شوم…

کله چې مې بيا د فېسبوک پاڼه راواړوله دغه په زړه پورې ليکنه مې ترګوتو نکړه، ولې دومره پوه شوم، چې خبره دفاطمه سلطان ده اوپه دې تړاو يو شمېرانګېرنې لااوس هم دزمان په خړودوړو کې تتې پرتې دي اوچايې له مخې پلو نه دی پورته کړی !؟                

ماڅوکاله دمخه د امان اله پېرته يوه نوې کتنه، ترسرليک لاندې يوه ليکنه تاند خپرونې ته لېږلې وه، او همدغه کیسه کې د سټیوارټ ري له کتاب Fire in Afghanistan نه راغبرګه کړې وه.

د کيسې رښتنی انځور او نچوړداسې دی:  هغه مهال چې پاچا امان اله وغوښتل، چې يوپلاوی دمحمد ولي خان دروازي په استازيتوب، له افغانستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو د پراختيا او پرمختيا لپاره يوشمېربهرنيوهېوادونوته واستوي …نوددغوهېوادونوپه لړکې يوهم دامريکې متحده ايالات وو، چې افغاني پلاوی په کا ل نولسوه يوويشت ۱۹۲۱ دجولای په شپږويشتمې ۲۶ نېټې د امريکې له جمهورريس هاردينګ سره وليدل. د دې ليدنې رښتنې موخه د افغانستان دخپلواکۍ په رسمېيت پېژندل وو، ولې بيا هم د يو شمېر نورو هېوادونو په څېرله امريکې سره اړيکې ټينګې نه شوې !؟  په دې تړاو يوشمېرلاملونه شته، ولې په دغه لړکې يولامل هم دانګرېزانو بې شرمانه لاسوهنه وه چې نه یې غوښتل افغانستان نړيوال سياسي اودېپلوماتيک باورترلاسه کړي . .  .

محمد ولي خان چې کله د جولاې په دويمه نېټه مخ په امريکا وخوځېد، دجولاې په يولسمه يې په نيويارک کې ډاګيزه کړه، چې افغانستان غواړي له امريکا سره دوستانه دېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي …محمد وليخان په اولسمه نېټه درسنېيو له لارې دکابل اوواشنګتن داړيکوپه تړاو ووېل، د امريکايي سوداګروپانګونه ددواړو هېوادونو لپاره ګټوره ده، د افغانستان لاسي صنعت په دې لړکې دافغانستان غالۍ دبېلګې په توګه يادولی شو،چې ښايي دامريکا ولس ته دپام وړوګرځي .  

برتانويانوته دا د ځغم وړنه وه چې افغانستان نړيوال باور ترلاسه کړي. نوځکه يې دفاطمه سلطان په نوم يوه مېرمن، چې دشاه شجاع له کورنۍ سره یې تړاودرلود، له خپلودرې زامنوسره له برتانوي هند نه امريکاته واستوله شوه…دې مېرمنې له ځان سره د درياې نورپه نوم (55 قيراطه) يوالماس هم درلود، چې په برتانوي پاسپورت سانفرانسيسکوته ورسېده .  نوموړې له خپلو درې زامنوسره، چې دمشرزوې نوم يې شهزاده

محمدهاشم، چې نولس کلن وو، دويمي يې شهزاده محمد عظيم(   17)کلن اودرېيمي يې محمد اکبروو،چې دولس کلن وو. دوئ دبرتانوي جنرال کونسل له خواله تاوده هرکلي سره مخ شول اوبيا له هغه ځايه د ده په مرسته نيويارک ته ولېږدول شول. . . مېرمن فاطمه دجنرال قونسل په سپارښتنه ديوه چاله خوا د نيويارک ټايمزورځپاڼې ته وروپېژندله شوه…نيويارک ټايمزدجولاې نهمه نېټه؛ يوه افغانه شهزادګۍ له درې زامنوسره؛ترسرليک لاندې وکښل: فاطمه سلطان ،چې دپاچا امان اله خورکېږي،له خپلودرې زامنوسره،چې دنړۍ دويمه درجه الماس هم ورسره دی پرون له سانفرانسېسکونه نيويارک ته راورسېده، ښايي دامريکا له جمهورريس سره وګوري.

فاطمې له يوې خواپه يوه قيمتي هوټل چې والدورف استوريا نومېده استوګنه کوله. له بلې خوابريتانوي سفيرهڅه کوله،چې دامريکې له جمهورريس هاردينک سره دملاقات زمينه برابره کړي…دامريکا په ټولورسانيوکې ددې په کالېيو، ګاڼو، د دې اود دې داولادونو په کړووړو خبرې روانې وې…په داسې حال کې چې ددريانورالماس يې په غاړه کې بړک وبړوک جوړکړی وو،دنيويارک د ښاروال جان ايف هايلن په ميلمستيا کې ګډون وکړ…

دامريکا خلکوته دپوښتنې وړخبره داوه، چې له يوې خوا فاطمه سلطان ځان دپاچاخورګڼي اوله بلې خواچې محمد ولي خان دپاچا استازی وو،دهغې له پېژند ګلوې نه انکارکوي.خوله هغې چې پوښتنه وشوه ايامحمد ولي خان پېژنې؟ فاطمه سلطان وويلې نيکونه مويوبل سره وروڼه ول…حال داچې دوئ په قوم کې هم شريک نه ول. دا چې يوشمېر کسان پخپلوليکنوکې دمحمد وليخان له نوم سره دشهزاده اويا د سردارکليمه دمختاړي اويا د وروستاړي په بڼه ليکي سمه نه ده…داچې دوئ پخپلوکې يود بل سره نه پېژندل امريکانوته دپوښتنې وړ و…!؟

ترډېره بريده بريتانوي ښکيلاک خپلې موخې ته ورسېد. لکه چې نيويارک ټايمزدجولاې په ديارلسمه ګڼه کې،؛دافغانستان سلطنتي کورنۍ دوه غړي يوبل سره نه پېژني؛ترسرليک لاندې،سپيناوي لپاره دانګرېزانواوامريکي چارواکواومسولينوسره خبرې وکړې اوددوئ څرګندونې خپرې کړې .په دغه لړکې انګرېزانوځواب ورکړ،چې دغه مېرمنې يوه رښتنې شهزادګۍ ده،خودافغاني پلاوي په تړاو يې بې خبري وښوده …!؟سره ددې هم دامريکا دبهرنيوچارووزير،جمهورريس ته سلاورکړه،چې محمد ولي اوپلاوی خپل حضورته وغواړي،هغه ووچې له پلاوي سره يې دجولاې په شپږويشتمې نېټې وليدل،خوله دې دمخه يې له فاطمه سلطان سره په سپينه ماڼۍ کې هم ليدلي ول…کله چې پلا وي دپاچاامان اله ځانګړی ليک هاردينګ ته وسپاره ،هغه ورته په ځواب کې وليکل : زه هيله مند يم،چې دامريکا اوافغانستان ترمينځ اړيکې دوستانه وي …خوښ يم چې په دې برخه کې له پاچاسره همکاري وکړم،ولې مجبوريم،چې دديپلوماتيکواړيکودټينګښت لپاره دامريکا کانګرس بايد پرېکړه وکړي .

بريتانوي چارواکو ورته توطېي په يوشمېراروپايي هېوادونوکې هم ترسره کړې وې،چې موږ ايټالېيه اوجرمني دبېلګې په توګه يادولی شو. دوی ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به دوسلو او پيسومرسته کوي. ولې انګرېزانو ګواښ وکړ، چې د برتانوي هند له لارې افغانستان نشي کولی چې خپل هېواد ته وسلې راوړي .                                    

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *