ارشاد رغاند

د پاکستان حکومت بالآخره ومنله،چې د وسله والو طالبانو د مشر ملامحمد عمر مرستیال ملاغني برادر به له بنده خوشې او د دوی په اصطلاح په دې سره به له افغان سولې بهیر سره یوه لویه مرسته وکړي.

د ملابرادر د خوشې کیدو غوښتنه له څو کلونو راهیسې افغان حکومت او ځینې سیاسي کړۍ او شنونکي بیا،بیا کوي.

ولې ملابرادر؟

د افغان حکومت د ملابرادر د خوشې کیدو لپاره دا دی،چې هغه د وسله والو طالبانو په لیکو کې یولوړپوړی او بانفوذه کس دی.

د هغه په اړه وېل کیږي،چې ترنیول کیدو مخکې یې هم افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی و او کیدای شي د نیول کیدو اصلي هدف یې هم له دې کاره د هغه مخ اړول وي.

د ملابرادرپه اړه دا دلایل ښایي سم او د منلو وړ وي،خو باید هېرنه شي چې د هغه له نیول کیدو څخه تراوسه پورې د افغانستان د نورو شرایطو په شان د وسله والو طالبانو خپلمنځۍ اړیکې،جوړښتونه او د نفوذ مراجع هم ترډېره حده بدل شوي دي.

نېمګړی سنجش

د افغان حکومت دغه پرله پسې غوښتنه له یوه نېمګړي سنجشه کم نه شي ګڼل کیدای،دوی له زیاته وخته د ملابرادر د خوشې کیدو غوښتنه کوي،خو پاکستاني چارواکو کله د نه او کله د نورو غولونکو او بوختونکو  ځوابونو په ورکړې سره افغان حکومت پرپاکستان د نیوکو او نورو برادر اړوندو څرګندونو بوخت ساتلی دی.

د برادر ترڅنګ افغان حکومت او د سولې عالي شورا یې پاکستان ته تېرکال پخپل سفرکې له پاکستاني چارواکو څخه د دوی له زندانونو  د وسله والو طالبانو د ځینو نورو مشرانو او مخکښو څېرو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

په هغه سفرکې یو اوږد لیست پاکستاني چارواکو  ته وسپارل شو،چې وېل کیږي د دې لیست په ترتیب کې هم ځینو برلاسو ډلو او اشخاصو د هغو وسله والو مشرانو نومونه ځای کړي وو،چې دوی سره یې پخوانۍ تنظيمي اړیکه او ښه روابط لرل.

د هغه لیست مطابق او څه د پاکستاني چارواکو پخپله خوښه یوه ډله طالب مشران له پاکستاني زندانونو په داسې حال کې خوشې شول،چې افغان سولې شورا یې د خوشې کیدو د اصلي غوښتونکې مرجع په توګه ترخوشې کیدو وروسته له حاله ناخبري ښوده.

 د دغې شورا د نړیوالو اړیکو مشاور اسماعیل قاسمیار خو لا ځینو رسنیو ته پردې هم اندېښنه وښوده،چې ښايي خوشې شوي طالب مشران بیرته د جګړې لیکو ته ستانه او سولې ته د ګټې پرځای زیان رامنځته کړي.

د پاکستان اوږده لاسونه

افغان حکومت چې پاکستان ډېروخت د افغانستان د بې ثباتۍ ترټولو لوی عامل او هڅونګی ګڼي،ګومان کوي چې د ملابرادر له خوشې کیدو سره به د دې هېواد لاسونه را لنډ او په افغانستان کې روانه جګړه او ډېرې نورې ستونزې ورسره حل شي.

خو دا تصور او هیله ډېره غلطه او ناممکنه ځکه ښکاري چې د پاکستان لاسونه،طرحې،امکانات او  وس د افغانستان په چارو کې ډېرپیاوړی او د نوو لوبو د رامنځته کولو ترحده ښکاري.

مخکې چې په قطرکې له وسله والو طالبانو سره د امریکا د خبرو هڅې ګړندۍ شوې وې،داسې راپورنه خپاره شول،چې د وسله والو طالبانو په منځ کې د دې خبرو پرسر اختلافات زیات شوي او د فدایي محاذ په نوم له خبرو سره د مخالفې یوې سخت دریځې ډلې د جوړیدو هڅه روانه ده.

هغه راپورنه که ریښتیا وي نو خامخا به پاکستان د جګړې د دوام او خپلو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره پرنوو لارو،ډلو،اشخاصو او جوړښتونو فکر کړی وي او هره شېبه یې له دریځ نرمیدو سره د نوې لوبې د پیل امکان کیدای شي.

افغان حکومت باید محتاط وي،چې پخپل رنګ کې کوټ ونه خوري،پاکستان سره په سیاسي لوبه کې باید یوازې یو انتخاب،یوه غوښتنه او یوه لاره زموږ تکتیک نه وي.

په دې لوبه کې د خپلو نسبي ګټو لپاره باید افغان حکومت د بهرنیو اړیکو د مسلکي کدرونو او ظرفیتونو له علمي مشورو،طرحو او پالیسیو څخه ګټه اخیستل خپل یو عملي لومړیتوب وټاکي،کنه پراخو کمزوریو ته په کتوسره یې په دې لوبه کې د ګټې پرځای د نورو زیانونو وېره زیاته ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *