پرون د جمعې په ورځ د کابل په خیر خانه کې د شیعه ګانو په یوه جومات یا تکیه خانه باندې د  داعش ډلې څلور تنو حمله وکړه چې په نتیجه کې یې لسګونه شیعه ګان مړه او ژوبل شول.

دلته دوی لمونځونه او عبادت کوي. د عبادتځای لاندې منزل کې نارینه او بر منزل کې ښځې عبادت کوي .دوی د جمعې په ورځ عبادت ته را یو ځای شوي وو چې حمله ورباندې وشوه او مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې چې رسنۍ یې داعش بولي په غاړه واخیست.

داعش چې ځان یوه اسلامي ډله بولي او د دوی په وینا د قرآن او سنت د اتباع بیرغ یې پورته کړی دی. ادعاء لري چې هر عمل باید د قرآن او سنت د اصولو مطابق ترسره شي او له دې ماوراء بل مسلک او مذهب د اهتمام وړ نه دی.

راځئ د کابل پروني برید ته د قرآن او سنت په رڼا کې کتنه وکړو چې آیا قرآن او سنت د دغسې حملو جواز ورکوي او که یې د دفع کولو او مخنیوي هڅه کوي.

د داعش ډله د خپلو سختو نظریاتو له امله د سلفي فکر په هغه منهج باور لري چې شیعه ګان ورته مسلمانان نه معلومیږي. نو که بالفرض و التقدیر دغه شیعه ګان له هغه جملې نه وي چې مسلمانان نه دي آیا د دوی په عبادتخانه باندې حمله کول او د عبادت کوونکو وژل د قرآن او سنت له نظره روا دي او کنه ؟

د کافرو عبادت کوونکو وژل د قرآن کریم له نظره

د الله تعالی کتاب قرآن کریم په ښکاره دا حکم کوي چې دجهاد په لړ کې د کافرانو عبادت کوونکي له وژلو څخه په امن دي او وژل یې الله تعالی تیری یا له حد څخه تیریدل بولي.

الله تعالی په سورة البقره کې د جهاد له امر سره یوځای د اعتداء یا له حد څخه د تیریدلو نهی هم کوي الله تعالی فرمایي: وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ۱۹۰. ژباړه : او د الله په لار کې له هغو سره وجنګیږئ چې درسره جنګیږي خو تیری مه کوئ، بې شکه الله تعالی تیر کوونکی نه خوښوي.

د دې آیت په تفسیر علامه ابن کثیر داسې لیکلي: وقوله: ( ولا تعتدوا إن الله لا يحب المعتدين) أي: قاتلوا في سبيل الله ولا تعتدوا في ذلك ويدخل في ذلك ارتكاب المناهي كما قاله الحسن البصري من المثلة ، والغلول ، وقتل النساء والصبيان والشيوخ الذين لا رأي لهم ولا قتال فيهم ، والرهبان وأصحاب الصوامع ، وتحريق الأشجار وقتل الحيوان لغير مصلحة ، كما قال ذلك ابن عباس ، وعمر بن عبد العزيز ، ومقاتل بن حيان ، وغيرهم .

د تفسیر لنډه ترجمه دا ده چې د الله تعالی ددې قول په اړه چې وایي (ولاتعتدوا یعنی تیری مه کوئ) د رئیس المفسرین ابن عباس، حسن بصری، عمر بن عبدالعزیز،مقاتل بن حیان او نورو سترو مفسرین رأیه داده چې الله تعالی وایي چې په جهاد کې مثله مه کوئ، په غنیمت کې غلا مه کوئ، ښځې، ماشومان، او سپین ږیري چې په جګړه کې ونډه نلري مه یې وژنئ، د کافرانو عبادت کوونکي او هغوی چې د دوی په عبادت خانو کې اوسي مه یې وژنئ، ونې او حیوانات له منځه مه وړئ.

تفسیر ابن کثیر ته زموږ علماء کرام مشائخ له تفسیر الطبری نه وروسته د دوهم تر ټولو معتمد تفسیر په نظر ګوري چې د الله تعالی مراد او مطلب یې ښه فهمولی. بناء ددې آیت له مخې الله تعالی مسلمانان مأمور کړي چې په جهاد کې به له حد نه تجاوز نه کوي او تفسیر وایي چې د کافرانو د عبادت کوونکو او په عبادت ځایونو کې ناست خلک تر برید لاندې مه نیسئ. نو که د اسلامي دولت ( داعش) کسان په شیعه ګانو باندې هغه تر ټولو سخت حکم وکړي یعني کافران یې وبولي بیا یې هم د عبادت کوونکو او امام باړو یا مساجدو په نښه کول د قرآن دحکم له مخې جائز نه دي. نو بناء ویلی شو چې پرون د کابل په خیرخانه کې د داعش لخوا د الله تعالی دغه حکم چې ( ولاتعتدوا) تر پښو لاندې شو چې دا یوه عظیمه ګناه ده او د طالبانو د ویاند لخوا د دغې ګناه او اعتداء څخه برأت اعلان شو چې زما په نظر د اسلام له هدایاتو سره سم عمل و.

د کافرو عبادت کوونکو وژل د نبوي حدیثو له نظره

دا چې نبوي احادیث د قرآن تشریح ده او یا هم د علماء کرامو په اصطلاح خفی وحی ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کوم ارشادات کړي د الله تعالی په لارښوونه یې کړي دي (و ماینطق عن الهوی. ان هو الا وحی یوحی. النجم ۳ – ۴ ژباړه: او ( رسول الله ) له هوسه نه غږیږي دا له وحی پرته بل څه نه دي چې ورته رالیږل کیږي)

نو بناء رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم په مختلفو احادیثو کې امر کړی چې د کافرانو عبادت کوونکي مه وژنئ.

عن بريدة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يقول : ” اغزوا في سبيل الله ، قاتلوا من كفر بالله ، اغزوا ولا تغلوا ، ولا تغدروا ، ولا تمثلوا ، ولا تقتلوا وليدا ، ولا أصحاب الصوامع ” . رواه الإمام أحمد .

وعن ابن عباس قال : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا بعث جيوشه قال : ” اخرجوا بسم الله ، قاتلوا في سبيل الله من كفر بالله ، لا تغدروا ولا تغلوا ، ولا تمثلوا ، ولا تقتلوا الولدان ولا أصحاب الصوامع ” . رواه الإمام أحمد.

د لوړو ذکر شویو او ګڼو نورو احادیثو ګډ مفهوم هم دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د الله تعالی په لاره کې جهاد کوئ  خو په غنیمت کې غدر او مثله مه کوئ، ماشومان، ښځې او د کافرانو د عبادت خانو خلک مه وژنئ.

نو که څوک له دې الهي امر سره سره بیا هم په خپل مزاج او قوت باندې مغرور وي. د بیلابیلو پلمو په اساس جذباتي فتواګانې لګوي. د مخالف لوري د ماشوم، ښځې، عابد او هر چا وژل ځان ته جائز بولي، نو د دې معنی دا ده چې دغه کس د الله تعالی د حکم په قصه کې نه دی د الله تعالی خبرې ته غوږ نه نیسي نو ځکه یې حدود پایمالوي. خو ګورئ څوک چې د الله تعالی حدود پایمال کړي هغه یوازې له ځان سره ظلم وکړ.دی به خوشاله وي چې دښمن مې مات کړ مګر کیدای شي الله تعالی سرچپه نتیجه ورباندې مرتبه کړي او دده په زیان څه پیښ شي.

الله تعالی فرمایي: وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا (1) الطلاق. ژباړه:او څوک چې د الله له حدودو تیری کوی نو یقینا پر خپل ځان یې ظلم کړی. ته نه پوهیږئ! ښایي له هغه وروسته الله تعالی څه بل کار راپېښ کړي.
صدق الله العظیم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *