تاند- افغان چارواکي وايي، د هغې بې پېلوټه الوتکې یا ډرون په اړه څېړنې کوي چې نن /یکشنبه/ سهار له ایران سره د افغانستان په پوله کې خلکو ولیده.

د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وویل، د هرات ولایتي ادارې راپورونه ترلاسه کړي چې د افغانستان پر خاوره یوه مشکوکه بې پېلوټه الوتکه لیدل شوې او اوس د هرات ولایتي اداره په دې اړه تحقیقات کوي چې دا الوتکه د چا وه.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې دا الوتکه د ایران وه او وروسته له دې چې افغان سرحدي ځواکونو پرې ډزې وکړې، د ایران خوا ته وتښتېده.

د ایران حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې پخوا ایران څو ځلې ویلي چې د افغانستان له خاورې امریکايي بې پېلوټه الوتکې ورغلي دي او یوه یې سلامته نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *