الیس ویلز

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې ایلیس ویلز سفر د پاکستان د حکومت په غوښتنه ځنډول شوی دی.

ټاکل شوې وه چې اغلې ویلز د اګست له ۲۸/ دوشنبې څخه د پاکستان سفر پیل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلام اباد ته د اغلې ویلز د سفر بله نېټه به د دواړو خواوو په مشوره وټاکل شي.

پاکستان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او د افغان طالبانو د ملاتړ په خاطر د امریکايي چارواکو له پر له پسې فشارونو سره مخامخ دی.

امریکايي مشرانو ویلي چې نور په پاکستان کې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پناهځایونه زغملی نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي و چې ایلیس ویلز به د اسلام اباد ترڅګ د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې، او د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ته سفر وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې ایلیس ویلز تر دې وړاندې د روان اګست په لومړیو کې هم پاکستان ته تللې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *