مطبوعاتې خبرپاڼه
یک شنبه د ۱۳۹۶ کال د زمري ۵ مه – کابل، افغانستان
د هرات د برښنا رسونې د دریوو مهمو پروژو تړون لاسلیک شوو
د افغانستان برښنا شرکت له دریوو مختلفو کمپنیو سره د هرات ولایت څلورو ولسوالیو ته د درې مهمو پروژو د برښنا رسونې تړون، چې په مجموعي توګه له ۱۶ میلیون امریکایي ډالرو څخه زیات ارزښت لري لاسلیک کړ.
د هرات د برښنا رسونې شبکو د مهمو پراختیایي پروژو تړون دافغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوي رئیس ښاغلي انجنیر امان الله غالب د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، د اوبو او انرژۍ د وزیر، ملي شورا او ولایتې شورا د درنو غړو، رسنیو او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې M/s Aster State Corps (JV) [Indian- Afghani] ، M/s Atlas Afrooz Shargh, [Iran] او M/s Ofoghe Alborz Industrial Group, [Iran] له کمپنیو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړ.
په یادو پروژو کې د هرات ولایت د اوبۍ، کروخ، چشت شریف او پشتون زرغون ولسوالیو ( ۱۵۶۶۲) پیرودونکو ته د ۱۰ میګاواټه برښنا انرژۍ په ظرفیت د څلور بابه برښنا کوټونو، ډیزاین، نصب، منتاژ او جوړل، د ۲۵ کیلومتره په اوږدوالي د ۱۱۰ کیلوولټ برښنا مزي غځول او د ۰.۴/۲۰ کیلوولت توزیعي شبکې لپاره د اجناسو چمتو کول دي.
نوموړي پروژې په مجموعي توګه ۱۶۲۶۹۵۲۹(شپاړس میلیون او دوه سوه نهه شپیته زره او پینځه سوه نهه ویشت) امریکایي ډالره لګښت لري، چې د نړیوال پراختیایي بانک له بلاعوضه مرستو څخه تمویلیږي. لومړی او دوهمه پروژه به هر یوه د تړون د عملي چارو له پیلیدو وروسته د ۱۸ میاشتو په لړ کې او دریمه پروژې به د ۹ میاشتو په لړ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د افغانستان برښنا شرکت هوډ لري، څو ګرانو هیوادوالو ته د هیواد لرې او نږدې سیمو ته د برښنا انرژۍ چمتو او ورسوي، چې د پورته پروژو تړون یې ددې شرکت د برښنا رسولو او توسعوي شبکو یوه بیلګه ده.
د ماهیپر برښنا بند هر کال درې نیمې میاشتې پرچاو وي
د ماهیپر برښنا بند چې پر مټ یې ۵۸ میګاواټه برښنا تولیدیږي، هر کال د اوبو د کمښت له امله درې نیمې میاشتې پرچاو وي.
د تولیدوي برښنا یاد بند په درې نیمو میاشتو (چنګاښ، زمري، وږي او د تلې میاشتې تر۱۵مې) نیټې پورې د اوبود کمښت له کبله برښنا نه تولیدوي.
ددې برښنا بند مشر انجنیر محمد صدیق عزیزي وایې: ” مونږ هر کال د یادو درې نیمو میاشتو پارچوۍ څخه په ګټې اخستنې سره، خپل ماشینونه ترمیموو او د تلې په میاشت کې د کابل سیند د اوبو د را ډېرېدو سره سم ياد ماشینونه یو بل پسې چالانوو.”
عزیزي زیاتوي: “د میزان میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې درې واړه توربینونه فعالیږی او ۵۸ میګاواټه برښنا تولیدوي، چې ورسره سم د کابل ښار په برښنا باندې مستقیم اغېز لري.”
نوموړی وایي، چې د ماهيپر د تولیدي برښنا بند له یادو درې نیمو میاشتو پارچاوۍ پرته د کال په ۸ نیمو میاشتو کې په نورمال ډول برښنا تولیدوي، چې تر ډيره ورسره د کابل ښار د درنو ښاریانو د برښنا د پارچاوۍ ستونزه را کمیږي.
د یادولو وړ دی چې د ماهیپر د تولیدي برښنا بند د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند په ۴۰ کیلو مترۍ کې پروت دی چې الماني شرکت له خوا په ۱۳۴۵ لمریز کال کې یې په فعالیت پیل وکړ چې د دریو توربینونو په لرلو سره یې هغه وخت په اعظمي ډول ۶۶ میګاواټه برښنا تولیدوله.
یک شنبه د ۱۳۹۶ کال د زمري ۵ مه – کابل، افغانستان
په کندز کې د وارداتي برښنا تخریب شوې پایه جوړه شوه او د برښنا د مزو تړل یې دوام لري
د افغانستان برښنا شرکت د لوړ ولتاژ او کندز برښنا تخنیکي او فني ټیمونو د پرله پسې هڅو سره وتوانیدل چې د کندز په الچین سیمه کې د جنګ له امله تخریب شوې د برښنا پایه و دروي. دغه راز په یاده سیمه کې د برښنا د پرې شویو مزو د تړلو لړي په شدت سره دوام لري او ډیر ژر به د بغلان، پروان، کابل او میدان ښار برښنا عادي حالت ته را وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برښنا شرکت د غوره رهبرۍ او مدیریت په لرلو سره توانیدلی چې د کابل برښنا د ازبکستان د وارداتي برښنا له مزي څخه برابره او د کابل د درنو ښاریانو د برښنا ستونزه تر یوه بریده هواره کړي.
د افغانستان برښنا شرکت د یو خپلواک او بې پلوې شرکت په توګه تل هڅه کوي څو ټولو ګرانو هیوادوالو ته په وخت، معیاري او بې پرې خدمتونه وړاندې کړي او له تاسو درنو هیوادوالو څخه هم په ډیر درنښت هیله کوو، چې د افغانستان برښنا شرکت د بنسټونو په ساتلو او جوړولو کې چې د ټولو ګډه (ملي) شتمنې ده همکار او مرسته کوونکي اووسئ.