اونيزه تحقيقي غونډه
نېټه: 1396/06/2 چې 2017/08/24
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر
د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د اونيزو تحقيقي غونډو په دوام اونيزه تحقيقي غونډه وکړه، چې د ډيورنډ فرضي کرښې تاريخي او حقوقي واقعيت موضوع ته ځانګړې شوې وه.
د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره غونډه پيل شوه، د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس ډاکتر عبدالله هيواد راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل، دډيورنډ فرضي کرښې په تړاو يې د خپلو هڅو يادونه وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، تل هڅه کوو، چې موږ د ډيورنډ فرضي کرښې او همدارنګه ګاونډيو هيوادونو ته د بهېدونکو اوبو د سالم مديريت په ستراټيژي باندې کار ګوو، تر څو په دې برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړو.
ورپسې اغلې مرجان غوري خپل پريزنټېشن د غونډې برخه والو سره شريک کړل، اغلې غوري د ۱۹۱۹زيږديز کال چې د افغانستان له خپلواکۍ سره برابر دی، خپلې خبرې پيل کړې.
د ۱۹۱۹ زيږديز کال د خبرو مهم ټکي چې افغانستان په داخلي او خارجي سیاست کې خپلواک دی، همدارنګه د افغان او انګليس ترمنځ دريمه جګړه، د بريتانيا په سیاسي او اقتصادي پاليسي کې بدلون، په وزيرستان او مومندو کې انګلیس نظامي شتون
د افغان او انګلیس د دریمې جګړې موخه د روالپنډۍ د سولې خبرې چې د اګست میاشتې په اتمه نېټه د افغان پلاوي احمد علي خان او د انګريزانو په استازولۍ H. Grant په غاړه وې.
د ډيورنډ فرضي کرښې د موافقتنامې تاريخي واقيعيت
د طالبانو رژيم له سقوط څخه وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال چې د 2012زيږديز کال د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو خپل نظر وړاندې کړی و، چې ګواکې د ډيورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړيواله رسمي پوله ده.
افغان دولت يې په اړه توند غبرګون وښود، ډيورنډ فرضي کرښه د افغانانو لپاره ځانګړی تاريخي اهميت لري، افغان دولت د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو ټولې څرګندونې چې ډيورنډ فرضي کرښې حقوقي حثیت ته صدمه رسوي، بې اعتباره بولي او په کلکه يې ردوي.
اغلې مرجان غوري د ډيورنډ فرضي کرښې په حقوقي، سیاسي او تاريخي اړخ هم پراخې خبرې درلودې، چې د ګډونوالو له لوري وستايل شوه.
ورپسې د ازاد بحث لړۍ شروع شوه، ګډونوالو وويل چې د مارتمر ډيورنډ او امير عبدالرحمن خان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښې مواقتنامې هيڅ داسې لاسوند شتون نه لري، چې وښيي، دا سند لاسليک شوی دی.
ځينو نورو بیا په خپلو خبرو کې وويل د پرنګي دا خبره به هم ومنو، چې د ډيورنډ فرضي کرښې موافقتنامه لاسليک شوې ده، د انګريزانو ټولې معاهدې او تړونونه سل کاله د اعتبار وړ دي، خو اوس د ډيورنډ فرضي کرښې څخه پوره ۱۲۴ کلونه اوړي.
مازيګر ناوخته غونډه د دعايې په کولو سره پای ته ورسېده.