سید اصغر هاشمي

په خاکه کې د څپرکیو وېشنه

اکثره علمي او تحقیقاتي لیکنې د دې لپاره په برخو او څپرکیو ویشل کېږي چې د کار ساحه او برخې یې څرګندې وي. که چېرې لیکوال ته کوم نوی سرلیک مخې ته راشي نو کولای شي چې په خپل ځای کې ذکر کړي او همدارنګه کولای شي چې که کوم سرلیک یې خوښ نه وي ختم یې کړي.

د موضوع انتخاب او همدغې موضوع ته خاکه جوړول او په برخو برخو ویشل یې د نیم کار پوره کول دي. د خاکې څپرکي بايد معلوم وي، دا چې اول څپرکى، دویم څپرکی او په همدې ترتيب د څپرکيو راوړل په خپل ځاى د څېړنې خاصه تجربه غواړي. د څېړنې د اصلي موضوع، د څپرکیو سره معنوي رابطه او د سر لیک د اصلي متن سره رابطه ضروري ده، ترڅو د موضوع د عنوان په لوستلو د څېړنې اصلي روح سره لوستونکى بلد شي، دغه شان د څپرکيو تر منځ معنوي رابطه هم مهمه ده، د هر څپرکي لوی سر ليک د عنوانونو سره د معنا له مخې رابطه ولري.

د خاکې ترتيب او جوړول، د څپرکيو په خپل ځاى راوړل او د عنوانونو ترتيب او تنظيم په څېړنې کې مهم دى.

د يوې څېړنې د موضوع څپرکي، لوى او واړه سرليکونه، ترتيب او تنظيم او اشارې له دې امله اړين دي، چې څېړونکى د هغې له مخې د منابعو په لټه کې کېږي، عبارتونه لټوي او اقتباسونه نقل کوي، له دغسې ترتيب او تنظيم پرته د اړوندو عباراتو تلاش زښت زيات ستونزمن دى.

په خاکه کې د ځاى د موقيعت له مخې هر فصل(څپرکى) پرخپل ځاى راغلی وي او په هرڅپرکي کې هر لوى او وړوکى سرليک پرخپلو ځايونو کې راغلي وي.

د څپرکیو ترتیب او تنظیم

د خاکې له مهمو ځانګړنو یوه برخه د څپرکیو ترتیب دی. محقق باید په دې پوه شي چې لومړی څپرکی کوم او همدارنګه په ترتیب سره تر پایه پورې څپرکي یو د بل پسې څنګه راوړي.دی باید دا علمي صلاحیت ولري چې په هر څپرکي کې کوم سرلیکونه راوړي. هرڅپرکی له بل څپرکي سره معناییزه رابطه ولري او د څپرکیو تر پایه پورې دغه رابطه موجوده وي.

د لویو سرلیکونو علمي رابطه

که خاکه څپرکي ولري او هر څپرکی بېلا بېل لوی معنا لرونکي سرلیکونه ولري نوباید د څپرکیو معنوي اړیکو سربیره هر لوی سرلیک د بل لوی سرلیک سره معناییزه رابطه ولري.که چېرې محقق(د حمزه بابا په شعرونوکې د معنا له مخې عرفاني شعرونو شننه) ترسرلیک لاندې موضوع تحقیق ته غوره کړي نودی دې د حمزه په شعرونو کې یوازې او یوازې همدغې برخې کار وکړي او همدارنګه د دې په موضوع کې د حمزه بابا د شعرونو د ټاکل شوې موضوع اړوند سرلیکونه وي او د دې موضوع پر شاو خوا وګرځي او د موضوع نه باید خارج نه شي. هر سرلیک د عنوان سره علمي رابطه ولري.

د کوچنیو سرلیکونو رابطه

په خاکه کې د څپرکیو سربیره د لویو سرلیکونو تر منځ محتواییزه رابطه هم اړینه ده او همدارنګه د کوچنیو سرلیکنو اړیکه له لویو سرلیکونو سره او همدارنګه له کوچنیو سرلیکونو رابطه هم اړینه ده.

د لوی سرلیک(عنوان) له موضوع سره رابطه

د څېړنې عنوان بايد د ټولې څېړنې نماينده ګي وکړي او د محتوا او منځپانګې له مخې له ټول متن سره معنوي تړاو ولري.

د سرليک الفاظ بايدکم وي او که د عنوان د الفاظو په کمولو د عنوان معنا ته زيان پيدا کېږي، نو ښه داده چې الفاظ کم نه شي د عنوان له الفاظوڅخه د موضوع محتوا څرګندیداى شي. د څېړنيزو موضوعاتو سرليکونه د تخليقي موضوعاتو له سرليکوو سره کاملاً توپېر لري. ځينې داسې شعري ټولګي او يا منثوري مجموعې شته دي چې د سرليک په لوستلو يې نشو څرګندولى، چې شعري ټولګه ده او که نثري ټولګه. په نثري ټولګو کې داسې نمونې هم شته، چې له سرليکونو يې دا نه شو ثابتولى چې ناول، رومان او که لنډه کيسه ده، خو د تخليقاتو برعکس د تحقيقاتو سرليکونو ښکاره، واضح، څرګند او د اصلي متن سره يې معنايي رابطه وي. د کميت په لحاظ د څېړنې کالبونو ته بايد بېلا بېل سرليکونه ورکړل شي.

د (مقالې، رسالې، کتاب، مونوګراف، تيزس او ډيزرټيشن) لويوالى او پراخوالى ځينې وخت سره توپېر لري نو له همدې امله د سرليکونو په انتخاب کې دقيقت پکار دی.

د تحقيقې مقالې لپاره محدود سرليک انتخابول سم کار دی، خو د ډيزرټيشن لپاره لوى او پراخ سرليک غوره کول مهمه خبره ده.

د ښه څېړونکي د څېړنې سر ليک باید د اصلي متن نماينده ګي وکړي او د سرليک په لوستلو کې د اثر تصوير مخې ته راشي.

ډېر داسې کتابونه شته چې لوی سرلیک د منځپانګې سره معنوي تړاو نه لري، د شير افضل خان بريکوټى(د پښتو شعر و ادب تاريخ) تر سرليک لاندې اثر ليکلى، د دې اثر سرليک د منځپانګې سره علمي رابطه نه لري. سرليک یې پراخ او لوى دى او د کميت په لحاظ د پښتو ادبياتو(لرغونې، دويمې او درېيمې)  دورې د شعر او ادب پر تاريخ بحث ولري، چې د لرغونې دورې او دويمې دورې ادبياتو بحث په کې په نشت حساب دى، څېړونکى بايد هېڅ کله د اثر لپاره داسې موضوع انتخاب نه کړي، چې عنوان دې نيمګړتياوې ولري.څېړنه د خپل عنوان سره مطابق او عنوان د څېړنې سره موافق وي، هسې نه چې د موضوع عنوان يو شى او څېړنه د بل شي نه حکايت وکړي.

منهج البحث کې د عنوان په هکله داسې راغلي دي:

د څېړنيزې موضوع سرلیک د هر بل ډول اثر سرلیک په څېر په دقت وټاکل شي، یو ښه سرلیک د کار اهمیت او ارزښت لوړوي، ډېر لوستونکي او علاقمندان مطالعې ته جلبوي، شاید تر اوسه پورې ډېر په زړه پورې عنوانونه مو لیدلي وي، که څه هم د ټول کتاب د مطالعې لپاره مو وخت نه درلوده نو شاید چې د کتاب عنوان ستاسو په ذهن کې ژوندی پاتی شي او د هغې د مطالعې ذوق مو ژوندی پاتې شي.کله چې عنوانونه په مسلکي مهارت سره وټاکل شي، نو هغه څوک چې د کتاب د لوستلو سره ډېره کمه علاقه لري، هغه هم دې ته متوجې کوي چې کتاب ولولي نو په څېړنه کې د لوی سرلیک اړیکې د خاکې سره اړینه ده او همدارنګه موضوع د خاکې سره علمي تړاو ولري.(۵)

په پای کې د دې خبرې یادونه اړینه بولم:د موضوع خاکه باید د لوی سرلیک سره، له څپرکیو سره، له لویو سرلیکونو سره، له کوچنیو سرلیکونو سره، هر څپرکی د بل څپرکي سره، لوی سرلیک له ټولو لویو سرلیکونو سره، هر لوی سرلیک له ټولو کوچنیو سرلیکونو سره، کوچني سرلیکونه یو د بل سره ټول ځنځیري معنوي رابطه ولري.

د تحقیق فزیکي او معنوي جوړښت پلی کول په څېړنه کې خپل ارزښت لري، ځینې لیکوال په شکلي خوا او ځینې بیا په محتوا تاکید کوي.

خاکه د څېړنې په پيل کې د دې لپاره جوړيږي چې په تحقیق کې د لیکوال سره په عملي کار کې مرسته کوي او دې ته د چراغ حیثیت لري.

د څېړنې په کارونو کې خاکه زیات ارزښت لري، د څېړنې څپرکي، لویي او وړې برخې او همدارنګه اصلي او فرعي سرلیکونه پکې موجود وي.

په تحقیق کې مخکې له مخکې مواد او مراجع پیدا کول، د هغو فهرستونه کتل او د نویو عنوانونو د پیدا کولو په هکله کوښښ کول د دې لامل کېږي چې محقق د تحقیق لپاره نوې او په زړه پورې خاکه جوړه کړي.

ښې خاکې لپاره نوي سرلیکونه مهم دي او نوې فرضيي پکې اثبات ته رسېدلي وي، محقق مجبوره دی د ځانګړې موضوع په هکله اثار مطالعه او موادو ته په انتقادي نظر او د شک په نظر وګوري ترڅو چې دی د نويو سرلیکونو د پيدا کېدو په کار کې کامیابه شي.

د ښې خاکې په جوړولو کې د انتخاب شوې موضوع په هکله لیکل شوي اثارو خاکو مطالعه ضروري کار دی.

۱. د لیکلړ د څپرکیو، لویو او وړو سرلیکونو تر منځ منطقي تسلسل مهمه ده، د هر فصل لویو او وړو سرلیکونو لپاره دې په زړه پورې او جذاب عنوانونه غوره شي. ښه به دا وي چې هرڅپرکی او یا د موضوع هره لویه برخه په ځانګړي مخ کې پیل شي.

۲. په لیکلړ کې د اصلي موضوع لوی عنوان د فصلونو له عنوانونو سره معنایي اړیکه ولري، د ټولو لویو او وړو سرلیکونو سره هم معنوي تړاو ولري.

د هر څپرکي منځپانګه د بل څپرکي منځپانګې سره، د هرڅپرکي لوی عنوان د خپلو لویو او وړو سرلیکونو سره، ټول څپرکي له ټولو سرلیکونو سره او ټول سرلیکونه له ټولو څپرکیو سره د ځنځیر په شکل په معناکې سره رابطه ولري.

۳. د هر څپرکي لوی عنوان د محتوا سره او هر لوی او وړوکی سرلیک د موضوع د منځپانګې سره متناسبه او علمي اړیکه ولري.

۴. د لیکلړ په لیدلو او لوستلو سره لوستونکی د اصلي موضوع محتوا انځورکړي او په دې پوه شي، چې موضوع د څه شي په اړه لیکل شوې ده.

د خپلې ماسټرۍ دورې تيزس(پوهنليک) خاکه د مثال په ډول راوړم، ترڅو چې لوستونکيو ته په ښه ډول واضح شي.لکه:

د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولیزه څېړنه

ليکلړ

پيلېزه

سريزه

د څېړنې طرحه

د څېړنې هدف

د څېړنې ارزښت

د څېړنې پوښتنې

د څېړنې شالید

د څېړنې مېتود

د ګل پاچا الفت پېژندنه

کورنۍ، زوکړه او ټاټوبی

زده کړه، ژبې او دندې

نمانځنې او سفرونه

او نور….

اثار

الف: تحقيقي اثار

ب: تخليقي اثار

الف: منظوم اثار

ژباړې

او نور….

د ګل پاچا الفت شاعري

الف: پښتو شاعري

ب: فارسي شاعري

ت: منظومې ژباړې

او نور….

د استاد الفت د شعرونو ځانګړنې

ګل پاچا الفت ادبي، سياسي او ټولنيز شخصيت

الف: ادبي شخصيت

ب: سياسي شخصيت

ت: ټولنيز شخصيت

ګل پاچا الفت د پوهانو له نظره

الف: د داخلي پوهانو له نظره

ب: د بهرني پوهانو له نظره

مړينه

د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګه

ستاينه

مرثيه

فلسفي شعرونه

الف: اضدادو فلسفه

ب: عدم تشدد فلسفه

او نور….

ټولنيز نظرونه

الف: انسان دوستي (هيومانېزم)

ب: مساوات

او نور….

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې غندنې

د خانانو او ملکانو غندنه

 غلامۍ غندنه

منفي ديموکراسي غندنه

او نور…..

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې پيداګوژيکي نظرونه

الف: ښوونيز او روزنيز نظرونه

ب: فردي تفاوتونه

ت: د محيط تاثيرات

ث: والدينو پالنه او مينه د اولاد لپاره

او نور…

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې د هېواد د پرمختګ لپاره اړين توکي

زيار او زحمت

اتفاق

او نور…

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې د هېواد د وروسته پاتې کېدو لاملونه

ظلم او زياتی

رياکاري

ناپوهي

او نور…

د ګل پاچا الفت د شعرونو جوليز جوړښت

 غزل

الف: بې رديفه غزلې

ب: رديف لرونکي غزلې

قصيده (بوللـه

څلوريزه (رباعي)

الف: بې رديفې څلوريزې

ب: رديف لرونکې څلوريزې

دوه ييزه (مثنوي)

مستزاد

ازاد شعر

منظوم داستان

پايله

مناقشه

وروستۍ نتيجه ګيري

وړانديزونه

ماخذونه (۶)

پورته راغلې خاکه اووه څپرکي لري او هرڅپرکى يې لوى او واړه سرليکونه لري.

د تېزس عنوان (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه اوجولېزه څېړنه)  د محتوا سره معنوي تړاو لري، هر څپرکى د بل څپرکي سره او د هر څپرکي سرليکونه د لوى او واړه سرليکونو سره د معنا له مخې رابطه لري. په خاکه کې د ځاى د موقيعت له مخې هر فصل (څپرکى)  پرخپل خپل ځاى راغلي دي او په هرڅپرکي کې هر لوى او وړوکى سرليک هم پر خپلو ځايونو راغلي دي.

 د شکل او فورم له مخې د يو څېړنيز اثر لپاره چې کوم سرليکونه اړین دي، په تيزس کې راغلي دي.

د څېړنې بنسټونه

(د تحقیق فن او لارې چارې)

لیکلړ

پيلیزه

سریزه

د موضوع طرحه

دموضوع هدف

دموضوع ارزښت

د موضوع پوښتنې

د موضوع شالید

د موضوع مېتود

په تحقیق کې ابتدایي موضوعات

د څېړنې ډولونه او مېتودونه

د څېړنې جولېز جوړښت

د څېړنې معنوي جوړښت

له نورو علومو سره د څېړنې اړیکې

د څېړونکي او څېړنې خصوصیات

د څېړنې د سرته رسولو مراحل

د څېړنې مواد او ځایونه

پایله

مناقشه

وروستۍ نتیجه اخیستنه

وړاندیزونه

ماخذونه

دغه اثر کې د څېړنې فزیکي اومعنوي جوړښت په نظر کې نیول شوی او له پیله تر پایه کوښښ شوی چې د تحقق حق سم ادا شي. د ښې پوهیدنې لپاره اثر ته مراجعه وکړی.

لوی عنوان له ټولو څپرکیو سره، هر څپرکی د بل څپرکي سره او د هر څپرکي لوی او کوچني سرلیکونه په خپلو کې او همدارنګه دنورو څپرکیو لویو او کوچنیو سرلیکونو سره معناییزه اړیکه لري. د موضوع د اوږدوالي لپاره یوازې د هر څپرکي یادونه شوې ده او د سر لیکونو یادونه پکې نشته.

د شعر تیوري

پیلیزه

سريزه

د موضوع طرحه

د موضوع هدف

د موضوع ارزښت

د موضوع پوښتنې

د موضوع تاريخي شاليد(پس منظر)

د موضوع ميتود

شـعـر پېژندنه

د شعر لنډه تاريخچه‌

شـعـر پېژندنه

شعر د خوشحال خان په نظر

شعر د رحمان بابا په نظر

شعر د حميد مومند په نظر

شعر د کاظم خان شيدا په نظر

شعر د علي خان په نظر

د شعر اساسي توکي

خيال (تخيل)

١. مبتکر خيال

٢. مصور خيال

٣. مفسر خيال

اند (فکر، مفکوره)

د فکر او خيال توپير و تړاو

١.پروت فکرو خيال

٢.نيغ فکرو خيال

ولوله (احساس يا عاطفه)

د ولولو، عواطفو او احساساتو حقيقت

تول، وزن، بهر او اهنګ

د شعر فرعي توکي

په شعر کې هنري ارزښت او ښکلا

شعر کې تمثيل

شعر کې ساده ګي

په شعر کې حقيقيت

شعر کې جوش

په شعر کې تاثير

د اعشى د شاعرۍ تاثير

د شاعرۍ ګټې او تاوانونه

د شاعرۍ ګټې

د شاعرۍ تاوانونه

ناشعوري (راغلې)  او شعوري (راوړې)  شاعري

تحت الشعوري شاعري

طبيعي (فطري)  شاعري

د شعر او نظم توپير او تړاو

د شعر او نظم اړيکې

کلاسيکه شاعري

د پښتو ژبې لومړنى شاعر

د نوې شاعرۍ ډولونه

ازاد شعر

آزاد نظم

مونډي شعرونه

بشپړ ازاد شعر

سپين شعر

منثور شعر

هايکو

پايله

وروستۍ نتيجه اخيستنه

وړانديزونه

ماخذونه(۷)

د شعر تیوري اثر د شعر په تیوري سیستماتیک ډول بحث لري.لوی عنوان له څپرکیو سره، هر څپرکی د نورو څپرکیو سره، د هر څپرکي لوی او کوچني سرلیکونه دنورو څپرکیو سره معناییزه رابطه لري.

پايله: خاکه د څېړنې هغه نقشه ده چې د تحقیق علمي ماڼۍ پرې له پیله تر پایه ابادیږي. هره څېړنيزه موضوع خاکې ته ضرورت لري او خاکه علمي کار ته لارښوونه کوي.

خاکه باید د څېړنې د کار له پیله مخکې جوړه شي او قدم په قدم عملي شي. ښه خاکه د ښې لیکنې نمایندګي کولای شي، ځکه چې د خاکې هر څپرکی، لوی او کوچنی سرلیک په اصلې موضوع کې موجود وي او د هر عنوان تحلیل او تفسیر څېړنې لاری او لوری ورکوي.

په دې مقاله کې د خاکې پر اهمیت بحث شوی او لیکوالو ته لارښوونه شوې چې د څېړنې لپاره علمي خاکه جوړه کړي ترڅو چې علمي کار سم پر مخ ولاړ شي.

ماخذونه

۱.عبدالمالک همت: د مقالې لیکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود (دویم چاپ) ، صحاف نشراتي موسسه، ۱۳۸۸ ل کال، ۴۴ـ ۴۵ مخونه

۲.پروفیسرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ)  نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۹۹ مخ.

۳. دوکتور فخرالدین قانت: د علمي څېړنو او پلټنوتګ لاره، پيښور، ۱۳۸۵ ل کال، ۳۱ مخ.

۴.پروفیسـرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ)  نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۱۰۰ مخ.

۵.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د څېړنې بنسټونه، یار خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۱۵۲مخ.

۶.پوهنیار سیداصغر هاشمي:د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولیزه څېړنه، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۴ ل کال، د ـ ط مخونه.

۷.پوهنیار سیداصغر هاشمي:د شعر تیوري، هاشمي خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۵ ل کال، الف ـ ب مخونه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *