د ملګروملتو امنیت شورا

تاند- د ملګروملتو امنیت شورا په هرات کې د امریکا پر کونسلګرۍ د جمعې د ورځې حمله، چې وسله والو طالبانو یې مسوولیت په غاړه واخیست، په کلکه وغندله.

د ملګروملتو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې، چې تېره شپه ناوخته یې خپره کړه، ویلي:«امنیت شورا د دې وحشیانه عمل د قربانیانو له کورنیو، د افغانستان له حکومت او خلکو سره ژوره خواخوږي څرګندوي او په پېښه خواشیني ده.»

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د ملګروملتو د امنیت شورا غړي پر دې سربېره د دیپلوماتیکو او کونسلي استازو پر ضد د تشدد هڅه، چې د بېګناه انسانانو ژوند ته خطر پېښوي او د دغو استازو د عادي کار مخه نیسي، په سختو ټکو غندي.

له حملې وروسته وسله والو طالبانو وویل چې دا برید دوی کړی دی خو د هرات ځیني چارواکي وايي چې افغان طالبان د داسي حملې توان نه لري.

په هرات کې د امریکا پر کونسلګرۍ یوه اوونۍ وروسته له دې برید وشو چې یو شمېر مظاهره چیانو په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله وکړه.

د ملګروملتو امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې عامو خلکو، ملي امنیتي ځواکونو، دیپلوماتیکو ځایونو، نړیوالو پوځیانو او په افغانستان کې نړیوالو مرستندویانو ته د طالبانو، القاعده او نورو غیرقانوني ډلو له لوري پېښېدونکې ګواښونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي.

د ملګروملتو د امنیت شورا غړیو په دې ټینګار کړی چې په دې تروریستي حملې کې لاس لرونکي او تنظیموونکي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي او له ټولو دولتونو یې په کلکه غوښتنه کړې چې نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا اړوندو پرېکړه لیکونو ته له خپلو ژمنو سره سم په دې برخه کې له افغان چارواکو سره فعاله همکاري وکړي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې هیڅ راز تروریستي هڅه د افغانانو په مشرۍ د سولې، په افغانستان کې د دیموکراسۍ او ثبات لور ته د پرمختګ، چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوي، مخه نه شي نیولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *