لیکوال: عبدالله واحدیار
د بریالیتوب لوړ او هسکو څوکو ته غځېدلې لارې له ناکامیو، ناهلیو، لویدو او پرځېدو څخه تیریږي؛ خو د مثبت فکر خاوندان او هوډمن انسانان د ژوندانه له ناخوالو او سختیو سره لاس او پنجه نرموي او د هغو په وړاندې د غره په شان دریږي او مقاومت کوي، وايي چې هټلر له چا سره د لاس ماتولو لوبه کوله، کله چې دواړو سره پنجه ورکړه دواړو هڅه وکړه چې د مقابل لاس څملوي په پای کې د هټلر د حریف لاس مات شو؛ نو له هټلر څخه یې پوښتنه وکړه چې څنګه ده هغه ورته وویل چې که تا یوه شېبه جیغه نه وای کړې، ما چیغه کوله؛ نو د ژوند د ناخوالو په وړاندې مقاومت کول د مثبت فکر د خاوندانو ځانګړنه ده (هغوی چې په خپل بري ایمان لري)
تهامس ايډیسن په دنیا کې تر ټولو لوی مخترع دی، ده له زرو څخه زیات شیان ایجاد کړي، ګروپ او وچه بيټرۍ هم د ده له اختراعاتو څخه دي، د ګروپ جوړولو په وخت کې نوموړی له زر ځلې زیات ناکام شوی، یوه خبریال د ملنډو له مخې ورته وویل! ګرانه!؟ ته خو زر ځلې ناکام یې او بیا هم لګیا یې تهامس ایډیسن چې د ډېرې مثبتې رویې څښتن وو ورته وویل: زه زر ځلې ناکام شوی نه یم، بلکې ما ته په زرو داسې لارو چارو علم حاصل شوی د کومو له وجې چې ګروپ نه جوړیږي.
په دنیا کې لویه کامیابي له ناکامیو وروسته تر لاسه کیږي، د لوی مغلیه سلطنت بنسټ ايښودونکی بابر اوه ځلې ناکام شو، د امریکا کامیاب ترین جمهور رئیس چې له نوم سره یې زیاتره کسان اشنا دي ابراهام لنکن په سیاست کې اته ځلې ناکام شو؛ خو خپل کوشش یې پرې نه ښود او په پای کې د امریکا جمهور رئیس شو.
ناکامي د کامیابي لومړی شرط دی، کامیابي له ناکامیو څخه را منځته کیږي، د کامیابي لاره له ناکامیو څخه تیریږي، د درمیانه درجې کامیابي عموماً له دریو ناکامیو څخه وروسته حاصلیږي او لویه کامیابي له اوو ناکامیو څخه وروسته، په لومړي ځل کوشش کې تقریباً کامیابي ناممکن وي؛ نو د کامیابي د کوشش کولو په وخت کې دا خبره په ذهن کې وساتی چې په لومړي کوشش کې کامیابي سخته ده او کامیابي له ناکامي څخه وروسته تر لاسه کیږي.
په دنیا کې یوازې هغه خلک لویه کامیابي لاسته راوړي کوم چې حوصله او جرئت لري، په دنیا کې ډیر لوی لوی اختراعات او اکتشافات را منځته شوی؛ خو دا ټول له بیشماره ناکامیو وروسته شوي، د هرې اختراع داستان له ناکامیو څخه ډک دي، دا خبره په ذهن کې وساتی چې تاسو هم د کامیابي سفر له ناکامي څخه پرته نشي تر سره کولی، هره ناکامي عارضي وي تر څو چې تاسو هغه مستقله نه کړئ تاسو تر هغه وخته نه ناکامیږی تر څو چې کوشش پرې نږدي.
کامیابي کله هم یقیني نه وي او ناکامي کله هم مستقله نه وي، له ناکامي څخه مراد دا نه دی چې تاسو نن ورځ نشي کامیابیدلای، یعنې په یوه خاص وخت کې؛ نو ناکامي په اصل کې تاخیر دی، له ناکامي څخه دا هم نه ده مراد چې تاسو خپل کوشش پریږدی، بلکې دا ترینه مراد دی چې تاسو سخت محنت وکړی، له ناکامي څخه دا نه ده مراد چې تاسو هیڅکله نشي کامیابیدلای، بلکې دا ترینه مراد دی، چې په دې کې یو څه وخت ته ضرورت شته، انسان په هغه صورت کې ناکاميږي چې خپل کوشش پریږدي، یا دا چې تاسو له خپلو ناکامیو څخه عبرت وانخلئ.
کامیاب خلک له ناکامي څخه نه ویریږي، هر کس یو وخت ناکامه کیدلی شي، ناکامي په اصل کې د غلطي نوم دی، یعنې هیڅوک ناکامه کیدلی نشي بلکې کومه غلطي ترینه وشي. په دنیا کې له هر انسان څخه غلطي کیدلی شي، البته احمق سړی خپله غلطي نه مني، د غلطي نه منلو په ځای له هغې څخه سبق زده کړئ، غلطي له تاسو عقلمند، توانا او صابر جوړوي، همدا شان ناکامي تاسو د کامیابي لپاره تیاره وي، څوک چې تیاری ونه کړي هغه ترقي نشي کولای، د مثبت سوچ او فکر خاوندانو ته ناکامي زحمت نه بلکې رحمت دی.