قانون جوړونکي مو قانون ماتوونکي دي، قانون پوهان مو قانون نه مراعاتوي، زورواکي خو قانون نه پیژني او عام ولس بیا د قانون په اړه دومره معلومات نه لري، په داسې حال کې چې قانون او د هغې پلي کول د بشریت او په یوه مملکت کې د ټولنې یوه لویه اړتیا شمیرل کیږي او له قانونه پرته ژوند کول،په ځنګل کې د ژوند کولو په مانا دي.
هر وګړی په ټولنه کې له څو ډوله قوانینو سره تړاو لري چې په ترڅ کې یې ټولنیز قوانین او اصول هم دي، اقتصادي اصول او قوانین هم، سیاسي او بشري هم، نو ددې ټولو قوانینو په پام کې نیولو سره هر هیواد د خپلې ټولنې لپاره پر داسې یوه قانون کار کوې چې په هغې کې پورته یاد شوي ټول قوانین په پام کې نیول شوي وي چې د ټولنې وګړو لپاره یې د اساسي قانون تر تامه لاندې تصویبوي، تر څو په هیواد کې شته وګړي له هغې نه په استفادې د ژوند چارې پر مخ بوزي.
د قانون مراعات او قانون ته درناوی په ټولنه کې د مثتب بدلون او ډیری پرمختګونو سبب ګرځي او نه مراعت کول یې نه یوازې د ټولنې د وروسته پاتې کیدو سبب ګرځي بلکه قانون ماتوونکی مجرم ګڼل کیږي چې د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو لخوا ورته سزا ټاکل کیږي.
خو قانون ماتوونکي څوک دي؟ آیا قانون ماتوونکيو ته سزا ورکړل شوې ؟
په افغانستان کې قانون ماتوونکي په درې ډوله دي: لومړی هغه اشخاص دي چې له قانونه خبر نه دي دویم هغه ډله کسان دي چې په قانون پوه دي خو له خپلې دولتي یا غیر دولتي دندې څخه په ناوړه ګتې اخیستنې سره قانون ماتوي او دریم هغه ډله کسان دي چې د هیواد اساسي قانون په ځان نه مني . له بده مرغه په افغانستان کې تر ډیره لوړ پوړي اشخاص له قانون نه سرغړونه کوي او په بیلابیلو وختونو کې په بیلابیلو بڼو قانون ماتوي، خو تر اوسه په لوړه کچه قانون ماتوونکي چې دولتي یا غیر دولتي دندې لري، نه کله د قانون په ماتولو تورن شوي او نه په جرم محکوم شوي دي چې همدا د دې لامل شوی تر څو د عام ولس په ذهن کې هم قانون ته د درناوی احساس پای ته ورسېږي.
دویمه ډله اشخاص بیا قانون له دې کبله ماتوي چې له قانون څخه خبر نه دي، پداسې حال کې چې له قانون څخه بې خبري هم یو جرم بلل کیږي، خو له بده مرغه بیا تر ډیره پر عام ولس باندې قانون پلي کېږي او په کلونو کلونو په سزا محکومیږي او یا هم نغدي جریمه کیږي.
دا پداسې حال کې چې د قانون په مراعات سره هیڅ وګړی، هغه که لوړپوړی چارواکی وي او که یو عام وګړی، نه کمیږي او نه د شرم خبره ده بلکه برعکس په ټولنه کې د هغې درناوی نور هم زیاتیږي. خو له بده مرغه قانون یوازې پر هغه کسانو پلي کیږي چې په ټولنه کې د یو عادي شخص په توګه ژوند کوي.
نو که وغواړو چې د خپل هیواد قانون ته درناوی وکړو او پر نورو یې ومنو، باید لومړی یې په خپل ځان پلی کړو او درناوی ورته وکړو بیا پر نورو. په دې سره به مو نه یوازې دا چې قانون مراعات کړی وي بلکه د هیواد پرمختګ هغه که په سیاسي ډګر کې وي ، که په اقتصادي ډګر کې، که په ټولنیز ډګر کې وي او یا هم د ژوند په نورو اړخونو کې، د چارو په پرمختګ کې به یوه لویه لاسته راوړنه ولري.