خاقان عباسي

تاند- د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي نن /دوشنبه/ وویل، پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي ځکه چې د پاکستان امنیت د افغانستان له امن سره تړلی دی.

ده وویل، افغانستان ته د سولې په راتګ کې د پاکستان لویه ګټه نغښتې ده.

پاکستاني چارواکي له کلونو راهیسې د افغانستان سوله او ثبات د ځان په ګټه بولي او وايي، د افغانستان په سوله کې همکارۍ ته تیار دی خو افغانستان او نړیوال متحدان یې وايي چې پاکستان عملاً د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي.

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو په زغرده وویل چې پاکستان په خپله خاوره کې طالبانو او نورو سختدریځو ډلو ته، چې په افغانستان کې جنګېږي، پناهځایونه ورکړي دي.

خاقان عباسي، چې په اسلام اباد کې د بریتانیا له سفیر (لوی کمیشنر) توماس ډریو سره خبرې کولې، وویل، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ژمنې د تروریزم پرضد د پاکستان مبارزه او په دې لاره کې د پاکستاني ځواکونو قربانۍ ثباتوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان صدراعظم او د بریتانیا سفیر په خپله کتنه کې د افغانستان پر حالاتو اوږدې خبرې وکړې.

خاقان عباسي تر دې وړاندې پرون وویل چې په پاکستان کې د طالبانو او نورو تروریستانو پناهځایونه نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *