تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د چین خاص استازي د افغانستان لپاره د پاکستان هلې ځلې وستایلې.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین ځانګړي استازي دینګ شي جین نن /دوشنبه/ ماسپښین د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې له مرستیالې وزیرې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.
پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس وايي چې د چین خاص استازي د پاکستان پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د سولې او ثبات د هلوځلو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي وویل چې د افغانستان لانجه پوځي حللار نه لري او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پر پروسې تاکید کوي.
ده یو وار بیا وویل چې نړیواله ټولنه باید د تروریزم د ځپلو لپاره د پاکستان هلې ځلې تایید کړي.
چین تر دې وړاندې وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ وویل چې د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه نور نه شي زغملی، د پاکستان ملاتړ وکړ او ویې ویل چې باید د تروریزم پر ضد د پاکستان پر قربانیو سترګې پټې نه شي.
مېرمن جنجوعه په سیمه کې د سولې او ثبات د ګډ هدف لپاره د پاکستان او چین ترمنځ د نژدې همکارۍ غوښتنه وکړه.
چین او پاکستان اندېښنه لري چې ممکن امریکا د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پر ضد پوځي اقدام وکړي.
د پاکستان صدراعظم یوې امریکايي خپرونې بلومبرګ ته ویلي چې حکومت یې د تروریزم پر ضد د جګړې ملاتړ کوي خو اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه جګړه پاکستان ته خپره شي. او هیڅوک نه پرېږدي چې د افغانستان جنګ د پاکستان په خاوره کې وکړي.