عمل ولسي ټولنې د يوې راټوليدنې پرمهال، چې پکي قومي مخورو مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو، خويندو، د سياسي ګوندونو استازو او دولتي مسوولينو ګډون کړی و خپل شتون اعلان کړ.
په ياده غونډه کې په هېواد کې د سولې پر راوستو او پر وړاندې يې د خنډونو په له منځه وړلو د ګډونوالو له لوري هر اړخيزې خبرې وشوې.
د يادې ټولنې رئيس انجنير ګل اغا حسني صاحبزاده ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د ټولنې اهداف وړاندې کړل، چې د اسلام په چوکاټ، د علم په رڼا او د سولی په فضا کی یو موټی خپلواک او پرمختللی افغانستان غوښتونکي دي.
سترجنرال وحيدالله سباوون، ديني عالم بحرالدين جوزجاني، سیدفضل الله واحيدي او یو شمېر نورو ګډونوالو په خپل وار خبرې وکړې، د سولې په ترسره شويو هڅو ا و د حزب اسلامي سره د امضاء توافقنامې څخه ملاتړ څرګندولو تر څنګ د طالبانو سره د سولې او هېواد د روانو ناخوالو، او ستونزو څخه د وتو په برخو کې خپلې طرحې وړاندې کړې.