تاند- په پلازمېنه کابل کې د نامسوولو وسله والو ترمنځ د شخړې په نتیجه کې لږترلږه ۴ تنه ووژل شول.
د کابل د پولیسو ویندوی نن /چهارشنبه/ وویل، دا شخړه تېره شپه د کابل د سلیم کاروان سیمې په افغان خیبرهوټل کې د واده په ترڅ کې وشوه.
ویندوی همداراز وویل چې د دې پېښې په تړاو ۳ تنه نیول شوي دي.
ده د پېښې نور جزییات څرګند نه کړل خو ویې ویل چې تحقیقات روان دي.
په ځینو مواردو کې په معمولي مسایلو د افغانانو ودونه او خوښۍ په غم اوړي. ګومان کېږي چې دا شخړه به هم د ناوې او زوم د کورنیو ترمنځ د لانجو په نتیجه کې شوې وي.