سيدشاه خروټى ||
په بريتانيا کې شااوخوا يو نيم لک افغانان ژوند کوي او که ووايو چې په اروپا کې برتانيا مېشت ځوانان تر ټولو فعاله دي نو مبالغه به نه وي. غونډې کوي، مشاعرې جوړوې،د افغانستان په حق کې لابنګ کوي، د افغانستان لپاره لاريونونه کوي او کله هم چې پر افغانستان يا افغانانو بده ورځ راغلي دوى ځان نه دى سپمولې.
د ډېرى هېوادوالو په شان ژوند له هيواده بهر کوي خو زړونه يې په افغانستان کې دي. د افغانستان اته نويمې خپلواکۍ ورځ د لمانځلو لپاره هم د بريتانيا په مختلفو ښارونو کې غونډې جوړې شوي وې چې لومړۍ غونډه د اګست په نولسمه په مانچسټر کې د ځوانانو لخوا ترتیب شوه چې په سلګونو کسانو ګډون پکې وکړ.

درېيمه غونډه د افغان سوشل کلب لخوا په لېوشم سيمه کې وشوه. په دريو سره غونډو کې د افغانستان د خپلواکۍ په هکله، د غازي امان الله خان او د هغه وخت د حالاتو په هکله وېناوي وشوې او دا ورځې په سندرو، ډولونو او اتڼونو ولمانځل شوې.
څلورمه غونډه د لندن په هانسلو سيمه کې د افغانستان سفارت لخوا جوړه شوې وه. شاوخوا دوه سوه کسانو ګډون پکې وکړ، ډيپلومات آصف نورزي او سفير سيد طيب جواد د خپلواکۍ په هکله او د غازي املن الله خان په اړه لنډې ويناوي وکړې او وروسته افغان هنرمندانو لکه لطيف ننګرهاري او نورو د خپلواکۍ سندرې وويلې او ځوانانو اتڼونه وکړل.
د يادونې وړ ده چې په مختلفو ورځو او پر مختلفو ځايونو کې د خپلواکۍ ورځ لمانځل څه نا څه د افغان مدني فعالانو ترمنځ د ډيالوګ کموالى، د نظم نشتون او د اروپا بوخت او سربداله ژوند دى چې خلک ډېر بوخت وي او هرځاى ته رسيدګي نشې کولاى خو د خوښۍ ځاى دا دى چې دا لومړى ځل دى چې افغان سفارت د خپلواکۍ ورځ لمانځله.
د اختر په مناسبت نن (د سپټمبر۳) په لندن کې د افغان ميله په نوم په زرګونو افغانان ځوانان، سپين ږيري، خويندې او ماشومان د لندن په يوه پارک کې سره يو ځاى کېږي، يوځاى اختر لمانځي، د افغانستان نامتو سندرغاړې سندرې وايې، وړ وړ مېوې او خوراکونه به انتظام شوى وي، د ماشومانو د ساعتېري بيل ځاى جوړ وي، پېغلې په نکريزو لاسونه سره کوي او ځوانان په اتڼونو له وطنه او خپلوانو د لېري والې غم غلطوي او پر دې ډول اختر لمانځي.
په راتلونکې کې به انشاالله دا ډول غونډې نورې هم منظمې شي خو د افغان مدني فعالانو او ټولنو يوځاى کول او له هغوى په سمه توګه کار اخيستل د افغان سفارت دنده ده چې ټول راټول کړي او د وطن د ګټو لپاره او د افغانانو د يووالي لپاره کار ترې واخلي.
اختر مو بختورشه