تاند- د پروان والي ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو په شمول ګڼ شمېر وسله وال طالبان تېره شپه د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د بې پېلوټه الوتکو او افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د پروان والي محمد عاصم عاصم نن (یکشنبه) ازادي راډیو ته وویل، د صفر یو قطعې ځواکونو د بهرنیو پوځیانو په هوايي ملاتړ د جبل السراج ولسوالي په عزت خېل سیمه کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د دوو قوماناندانو په شمول یو شمېر طالبان ووژل شول.
عاصم وايي، د شېراغا او مقیم په نومونو طالب قوماندانان په یوه کور کې راغونډ شوي ول چې د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شول او څو ساعته یې له افغان ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړ.
د پروان والي همداراز وايي چې دا کسان په یوه زېرزمینۍ کې مورچې نیولې وې او بالاخره افغان ځواکونو د هوايی ملاتړ غوښتنه وکړه چې د هوايي برید په نتیجه کې له منځه یووړل شول.
ده د وژل شویو کسانو شمېر ونه ښود، خو ویې ویل چې د وژل شویو کسانو زیات دی.
د پروان والي وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې درې افغان امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.
راپورونه وايي چې په هوايي برید کې ملکیانو ته هم زیان اوښتی خو تراوسه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.