تاند- په جاپان کې د کورني حیوان په تېره بیا سپي ساتل او د هندواڼې او خټکي اخیستل ډېر ډېر ګرانه تمامېږي.

په دغه هیواد کې یو ډول خټکي ۲۴ زره ډالره بیه لري چې تر یوه موټره ګرانه دي.

همداراز تر کورني سپي موټر ارزانه دی؛ له همدې کبله یو شمېر جاپانیان غوره بولي چې حیوان شکله روباټ په کور کې وساتي.

د دغه هیواد اتومات ماشین غُرفې، له درستې نړۍ سره توپیر لري ځکه چې حتي پیاز هم پکې پلورل کېږي.

په ځینو رستورانونو کې د خوړو او مېوو پلاستیکي نمونې اېښودل شوي. دا پلاستیکي ماډلونه هوبهو خوړو ته ورته والی لري.

د جاپان تشنابونه، چې په ټکنالوژۍ سمبال دي، د ډېرو لپاره له هغو څخه کار اخیستل پېچلي او ستونزمن کار دی.

په یو شمېر تشنابونو کې داسې وسایل اېښودل شوي چې د انسان ادرار سمسدتي معاینه کوي او ورته وايي چې څومره شکر یا قند لري او یا یې د وینې فشار څومره دی.

په جاپان کې تر مځکې لاندې رېلګاډي ځانګړي کسان لري چې سپرلۍ رېلګاډي یا ټرین ته په زوره ټېل وهي.

نور په ویدیو کې وګړورئ؛

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *