د برما د دفاعي چارو سرقوماندان د پاکستان پوځي چارواکو سره په کتنه کې

تاند – د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې له اوږدې مودې راهیسې د برما له پوځ سره د وسلو او مهماتو مرستې کوي.‌

د پاکستان ډان ورځپاڼې د روان /۲۰۱۷/ کال د فبرورۍ په ۸مه د جینز د دفاعي چارو د مجلې له قوله راپور ورکړ، چې پاکستان او برما په یوه داسې تړون کار کوي چې له مخې به یې پاکستان د برما پوځ ته ۱۶ وزره JF-17 الوتکې جوړې کړي.

https://www.facebook.com/AzadPakhtoonQabayel/videos/1300496506725932/

بي بي سي پښتو وېب سایټ د شنبې په ورځ / د ۲۰۱۷ د سپتمبر ۲مه/ لیکلي،‌ چې په برما کې د روهینګیایي مسلمانانو په وژلو کې د برما پوځ لاس لري،‌ او زیاتوي چې، «د روهنجیا مسلمانانو او میانمار پوځ تر منځ نښتو کې تر اوسه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.»

د برما یا میانمر هېواد د اطلاعاتو د وزارت د یوې خبرپاڼې په اساس، د روان کال د می په ۸مه د برما د دفاعي خدمتونو قوماندان مین اونګ هلینګ د پاکستان دوره وکړه او د دغه هېواد له پوځي او ملکي چارواکو سره یې وکتل څو د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکارۍ چټکې کړای شي.‌

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ تر دې مخکې هم د برما پوځ سره د بېلابېل ډول وسلو او مهماتو مرستې کړي او یو شمېر نور یې د پیسو په مقابل کې ورکړي دي.‌

د برما لیبراري د یوې مفصلې لیکنې په اساس،‌ پاکستان او اسراییلو په بېلابېلو وختونو کې له برما سره د ګڼ شمېر وسلو مرستې کړي  دي.

د دغې لیکنې د معلوماتو له مخې، پاکستان په دې لړ کې په یو ځل برما ته ۱۵۰ ماشینګن، ۵۰ زره مرمۍ، او ۱۲۰ بمونه ورکړي دي.

د برما لیبراري وېب سایټ د معلوماتو په اساس، د برما حکومت ته د پاکستان د پوځ له خوا په ورکول شویو وسلو کې هغه وسلې هم شاملې وې چې نړیوالو د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې له افغان مجاهدینو سره د مرستې لپاره رالېږلې وې خو د پاکستان پوځ په برما خرڅې کړې.

برما لیبراري وېب سایټ لیکي، چې د برما د پوځیانو په موټرو لګېدلي ماشینګنونو هم هغه دي چې پاکستان ورکړي دي.‌

په ورته وخت کې ویل کیږي چې په برما کې وژل شوي او وژل کیدونکي روهینګیایان یو شمېر له اصله پاکستانيان او نور یې بنګالیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر تحلیلګران وایي،‌ چې د روهینګیایي مسلمانانو په راولاړولو او تربیه کولو کې هم د پاکستان جماعت اسلامي ډلې،‌ چې ویل کیږي،‌ د پاکستان له پوځ او پوځي استخباراتو سره نژدې اړیکې لري، لاس درلود.

د پښتونخوا یو وتلی ژورنالست بهروزخان لیکي، «د پاکستان پوځي او د جماعت اسلامي شريک اسلامي “جهاد” خو روهينګيا دې ځاې ته راورسول چې نن يې څوک په انساني بنياد هم مرستې ته تيار نه دي. يو مسلمان هېواد هم د دې مسلمانانو خپل وګړي ګرځول خو پرېږده چې مهاجر قبلولو ته تيار نه دی. د پاکستان خو لا جايز شهريان /اتباع/ هم منلی کيږي او د جماعت اسلامي د کليمې وروڼه او د “جهاد” د سنګرونو برادران هم دي. هغه د اردوغان جماعت اسلامي ترکي هم بنګله ديش ته وايي چې روهنګيا ته په خپل ملک کښې ځاې ورکړه او دعوه يې لا د اسلامي خلافت ده.»

ښاغلی بهروزخان لیکي، «روهينګيا په کال ۱۹۴۸کښې د برما د ازادۍ نه بغاوت اوکړو او د پاکستان د رياست او په بنګال کښې د جماعت اسلامي په مرسته يې د اراکان سيمه چې د روهينګيا ټاټوبی منل کيږي د مشرقي پاکستان برخه اوګرځوله او وسله وال “جهاد” يې پيل کړو. دغه جهاد د کال ۱۹۶۰ پورې په زور کښې و خو بيا وزپلی شو او وروستو د برما پوځي حکمرانانو روهينګيا د برما د شهريت نه محروم کړل. که پاکستان او جماعت اسلامي يې غم خوري او کنه خو د روهينګيا مسله انساني ده او د بقا ملاتړ يې د بشري حقونو سره مرسته ده.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *