ارشیف

تاند- راپورونه وايي چې په کونړ ولایت کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د کونړ امنیه قوماندان وايي چې افغان طالبانو ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستاني طالبانو پر جماعت الاحرار ډلې برید کړی دی.

جنرال جمعه ګل همت رسنیو ته وویل، نښته د سرکاڼو ولسوالي په ننګه سیمه کې، چې د دیورند پر کرښه پرته ده، شوې ده.

جماعت الاحرار د پاکستاني طالبانو هغه څانګه ده چې د پاکستان د اکثرو حملو مسوولیت په غاړه اخلي او د پاکستان حکومت تور لګوي چې دا ډله په افغانستان کې پناهځایونه لري.

د کونړ امنیه قوماندان وايي چې د دواړو طالب ډلو ترمنځ په نښته کې د افغان طالبانو قوماندان ضابط جلیل وژل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي هم د افغان طالبانو د دغه سیمه ییز قوماندان وژل کېدا تاییدوي.

تراوسه پورې افغان طالبانو د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال هم د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالي کې د جماعت الاحرار او افغان طالبانو ترمنځ ډیورند کرښې ته څېرمه جګړه شوې وه چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ۱۴ تنه ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *