تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې یو لوی افغان سوداګر پرون (یکشنبه) د حیات اباد د سیمې په کارخانو بازار کې ووژل شو.
شاهدان وايي چې نامعلومو وسله والو تېر ماښام په کارخانو کې پر حاجي هُنرجان شینواري د خپلې پلازا مخته ډزې وکړې.
دوی وايي چې حمله کوونکي پر موټرسایکل سپاره ول.
هنر شینواری حیات اباد روغتون ته یووړل شو خو روغتون ته تر رسېدو مخکې یې سا پرې کړې وه.
حاجي هنرجان شینواری د خیبر ایجنسۍ په لنډیکوتل یا لوړاګي کې اوسېده.
د ده مړی نن سهار په افغانستان کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
پولیس وايي چې دوسیه یې ثبت کړې او تحقیقات یې پیل کړي دي.
ډېر شمېر افغان سوداګر په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې اوسي او هر څه موده وروسته د هغوی د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.