د طالبانو د ملا محمد رسول ډله وايي، که لاره ور خلاصه شي، دوی چمتو دې چې برما ته د جګړې لهپاره لاړ شي او هلته د دوی په خبره، تر ظلم او وحشت د لاندې مسلمانانو ننګه وکړي.
دغې ډلې تاند ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دوی نور پر برمايي مسلمانانو باندې د برما د ديکتاتور او ظالم پوځ او حکومت ظلمونه نه شي زغملای او چمتو دي چې د هغه ځای له مسلمانانو سره مالي او ځاني مرسته وکړي.
د اسلامي امارت د عالي شورا په دغه اعلاميه کې پر بنګهدېش غږ شوی دی چې طالبانو ته لاره ورکړي چې تېر شي او برمايان د هغوی د حکومت له “ظلمونو” وژغوري.
“زموږ په زرهاوو شجاع او دلېر مجاهدين د برما د مظلومانو مسلمانانو د دفاع په خاطر منتظر دي او له مسلمانو هېوادنو او بيا خصوصا د بنګلهدېش له حکومت څخه غوښتنه کوو چې موږ ته د جهاد لاره ازاده کړي او زموږ کمک او همکاري وکړي چې د برما مظلومان د ظالم او جابر حکومت له ظلم څخه خلاص کړو.”
په خبرپاڼه کې پر اسلامي نړۍ او د بشر د حقونو پر سازمانونو هم غږ شوی دی چې نور دې نو د برما پر مسلمانانو زړه وسوځي او د خپل شعار درناوی دې وکړي.
سَر کِشت کَسا
کشته شوه خِیله کو؟ها