پوهنیار سیداصغر هاشمي

د څېړنيزې موضوع د انتخاب شرایط

د څېړنې د سرته رسولو په مراحلو کې يو اساسي کار د محقق لپاره د ښې موضوع پيدا کول دي، خو د موضوع پيدا کول او انتخابول د هر چا لپاره اسان کار نه دى.

ډیرمحققان دا ستونزه او شکایت لري چې د تحقیق لپاره ښه موضوع پیدا کولای نه شي، د داسې څرګندولو لویه ستونزه دا ده چې د هغوی مطالعه ډېره سطحي وي، د داسې موضوعاتو اصلي لامل دا دی چې ژورو موضوعاتو ته پاملرنه نه شي کولای. پر کومو موضوعاتو چې کار شوی وي د بیا نوي کار توانایي ورسره نه وي او د نوي موضوع پیدا کول ورته لا ستونزمن کار وي، ځکه نو له نورو مشوره اخلي چې په کومه موضوع کار پیل کړي.

د ښې موضوع انتخاب او غوره کول د کار په تکمیل کې مهم اصل دی او هغه محققین کامیاب وي چې موضوع یې په خپله خوښه انتخاب کړې وي.        

د موضوع د انتخاب لپاره څېړنې لارښود کې غلام عباس داسې وايي:(که چېرې محقق د موضوع په انتخاب کې د خپل دوست او یا رهنما سره مشوره وکړي، نو حتمي خبره ده چې مشوره ورکونکی به د خپلې علمي سویي اړوند او یا د خپل علمي ذوق مطابق موضوع انتخابوي نوځکه به د محقق لپاره زیاتې ستونزې پیدا کېږي.) لیکوال زیاتوي: د تحقیق لپاره د مناسبې موضوع پیدا کول اسانه کار نه دی، که محقق د خپلې خوښې موضوع، د خپل علمي صلاحت برابر موضوع، د خپل ذکاوت سره سمه موضوع او داسې موضوع پيدا کړي چې مینه ورسره ولري نو په حقیقت مهم او نیم کار یې پای ته ورسېد. (۱)                                                              

د محقق لپاره د تحقیق په وخت کې د ښې موضوع ټاکل داسې مثال لري، لکه یوڅوک چې په خپل ژوندکې د ځان لپاره ملګری او دوست انتخابوي، دا طبیعي خبره ده چې هغه به داسې ملګری انتخابوي چې د ده په خوښه وي او داسې ملګری به هېڅکله د ځان لپاره انتخاب نه کړي چې د ده هم نظره او هم فکره نه وي نو په همدې شان د موضوع غوره کول او د هغه سره مینه او رغبت درلودل همدا مثال لري. لکه څرنګه چې د ملګري په انتخاب کې خوښه یوازې د خوښونکي ده، دغه شان د موضوع د انتخاب حق هم یوازې او یوازې د محقق صلاحیت او دنده ده.(۲)

هاشمي(د لیکوالۍ هنر)کې د موضوع د انتخاب په هکله د پورته لیکوال د خبرې په تاييد داسې وايي:(پر څېړونکي لازمه ده چې د موضوع ټاکنې پر مهال له یوې خوا خپله علاقه، تخصص، مسلک، معلوماتي پانګه، امکانات او وسایل او له بلې خوا د ترڅېړنې لاندې موضوع علمي او ټولنیز ارزښت او نورو ته ګټه په پام کې ونیسي او د اړوندې موضوع په هکله د نویو او زیاتو باوري معلوماتو په وړاندې کولو د خلکو پوهه او معلومات زیات کړي.(۳)                                                                                           

ختیځ او لویدیځ پوهان د څېړنيزې موضوع د انتخاب په هکله یو ډول نظریات لري او په اتفاق سره وايي چې د موضوع انتخاب د څېړنې لپاره بنسټیزه مسله ده.

د تحقیقاتي موضوع انتخاب د نیم کارکول دي، یعنې د ښې موضوع پیدا کول او د هغه په هکله هر اړخېز معلومات درلودل د علمي کار نیمه برخه کېدل دي. محقق ته ضروري ده داسې موضوع انتخاب کړي چې علاقه او مینه ورسره ولري، یادې داسې موضوع انتخاب کړي چې مخکې له مخکې د موضوع اړوند مواد او مراجع ورسره وي چې د کار په جریان کې ورسره مرسته وکړي.(۴)

څېړونکى د تحقيق په هر ډول(مقاله، رساله، کتاب، مونوګراف، تيزس او ډيزرټيشن) کې د خپل علمي صلاحيت په نظر کې نيولو سره موضوع انتخاب کړي او د هر څېړنيز ډول کميت د موضوع سره رابطه ولري. ډيزرټيشن کې يوه موضوع جدي څېړل کېږي او د کيفيت او کميت په لحاظ هم د نورو تحقيقي ډولونوسره فرق کوي.

د ډيزرټيشن او مونوګراف د موضوع انتخاب د کمیت له مخې سره توپېرلري.هر څېړونکي ته اړینه ده، چې د تحقيق لپاره داسې موضوع انتخاب کړي، چې مینه ورسره ولري.(۵)

د محقق لپاره د موضوع په انتخاب کې د کار کولو(څېړنې) علمي او فکري قوت او صلاحيت مهم دى. علم درياب دى او يو انسان د نړۍ په ټولو علومو نه شي پوهېداى د يوې ځانګړې څانګې په هکله هم يو محقق نه شي کولى چې په ټولو خواوو يې پوه شي.

د پښتو ادبياتو يو لارښود نه شي کولاى، چې ادبپوهنه، ژبپوهنه او ادب تيوري په برخه کې د ښې څېړنې صلاحيت ولري، نو له همدې امله محقق بايد په يوې خاصې برخې تحقيق کولو ته زړه ښه کړي، ترڅو چې د موضوع د انتخاب ښه حق ادا کړي.

موضوع ډېره محدوده او کوچنۍ نه وي او نه ډېره لويه وي، د هر تحقيقي ډول په نظر کې نيولو سره موضوع انتخابول سم کار دی.

په مقالې کې محدوده موضوع د تحقيق لپاره انتخابېږي، خو د کتاب موضوع د مقالې په پرتله پراخه وي.

د علمي مقالو، رسالو، کتاب، مونوګراف، تېزس(پوهنلیک) او داسې نورو تحقیقاتي جوړښتونو د موضوع د انتخاب توپير په محدودیت کې دی، یعنې د دې اکاډمیکو کالبونو کیفیت تحقیقي وي خو په کمیت کې یې توپير حتمي دی.(۶)

ځينې وخت د محقق له خوا داسې موضوع انتخاب شي، چې د مودې د کمښت او علمي صلاحيت نه درلودو له کبله د څېړنې حق ښه ادا کولای نه شي او په پايله کې د(څېړنې) ښکلي او ډېره غوره بڼه نه رامنځته کېږي.

که څېړونکى(پښتو ادب کې د غزل تاريخي بهير) موضوع تحقيق لپاره غوره کړي.

ـ ایا مادي او معنوي صلاحيت د موضوع په برخه لرم او کنه؟

ـ موضوع ډېره لويه او پراخه ده. ایا په ټاکلي زمانې وخت پای ته رسولای شم او کنه؟

که چېرې همدا څېړونکى(د حمزه بابا په غزلونو کې تصوف)تر سر ليک پر ټاکل شوې موضوع څېړنې ته زړه ښه کړي، سمه به وي.

د څېړونکي استعداد، ذکاوت، د موضوع سره مينه، ځانګړي علمي صلاحيت، د موضوع لنډوالى او اوږدوالى د منابعو درلودل او داسې نورې خبرې په نظر کې ونيسي او په څېړنې دې کار پيل کړي.

څېړونکى بايد د موضوع سره مينه ولري او په خپله يې پيدا او انتخاب کړي، هېڅکله دې د نورو په خوښه موضوع ته د کار کولو لپاره زړه نه ښه کوي، خو د موضوع د انتخاب نه وروسته کولى شي چې د ځينو علمي مشرانو، استادانو سره خپله موضوع شريکه کړي، مشوره له داسې پوهانو سره وکړي، چې په ځانګړي انتخاب شوې موضوع په برخه کې وکولای شي ځوان څېړونکي ته ښې مشورې ورکړي، چې د څېړنې په ارزښت، د هغه د نوښت او ښايست، د څېړنې د چمتو کېدو، ممکنه وخت او همدا راز د ماخذونو د تر لاسه کولو د امکان وخت او ښودنې په هکله ښه معلومات ولري.

د موضوع په انتخاب ختيځ پوهانواو لويديځ پوهانو خپل نظريات ورکړي دي، چې د اکثرو نظريات يو شان دي.

د موضوع د انتخاب په هکله پیاوړی محقق ډاکټر ګیان چند داسې وايي:د موضوع د انتخاب په هکله په درېیو برخو فکر کول ضروري دي:

۱.موضوع دې څنګه وي؟

۲.موضوع دې څنګه نه وي.

۳.موضوع دې څنګه وڅېړل شي؟

سر محقق محمد فاضل وايي:

ژباړه:(په حقیقت کې څېړنه سیستماتیکه او اساسي پلټنه ده چې د محقق په ذهن کې خطور کوي او په دوو برخو ویشل کېږي:

ـ هغه څېړنې چې نوې خبرې او نوې فرضیې اثبات ته رسوي او له ابتکار او نوښته ډکې وي او څېړونکی د نویو موضوعاتو د ثابتولو لپاره په هڅو کې وي چې دغه موضوعات د اکثرو خلکو لپاره نوې او پټې وي.

ـ هغه څېړنې چې نورو لیکوالو پرې کار کړی وي خو د ده کار د ځینو هغو موضوعاتو سپړنه وي چې د مخکنیو محقیقینو په علمي کارونو کې پټ پاتې وي. په یوې موضوع څو کسان کار کولای شي خو د هر یوه د کار ترتیب او تنظیم او همدارنګه د کار طرز او ارایه باید توپير ولري.(۷)

په افغانستان کې د څېړنې لپاره ښه زمينه، د ښې موضوع د پيدا کېدو په برخه کې شته، دلته اکثره موضوعګانې نوې دي او په ډېرو موضوعاتو کار شوى نه دی.

د څېړونکي موضوع بايد د څېړنې د محتوا او منځپانګې سره معنوي تړاو ولري. هر څېړونکى او ليکوال دې د څېړنې د موضوع د انتخاب او د کار له پيل څخه له مخې لاندې پوښتنو ته ځواب ووايي.

۱. انتخاب شوې موضوع په ټاکلي زماني واحد کې پاى ته رسولى شم او که نه؟

۲. د موضوع په هکله علمي ذکاوت او صلاحيت لرم او که نه؟

۳. انتخاب شوې موضوع لپاره اول لاس او دویم لاس منابع لرم او که نه او یا پيدا کولای شم او کنه؟

۴. موضوع ډېره اوږده او يا ډېره لنډه خونه ده.

۵. د موضوع په هکله علمي استعداد او ذکاوت لرم او که نه؟

۶. د موضوع سره مينه لرم او که نه؟

۷.ایا په انتخاب شوې موضوع کار کول به د ټولنې خیر ښېګڼې لپاره وي او کنه؟

۸.ایا په انتخاب شوې موضوع د کار کولو ضرورت شته او کنه؟

۹.ایا زه کولای شم چې موضوع په کامیابۍ پیل او پای ته ورسوم؟ ایا دومره معلومات ټولولی شم چې د موضوع حق ادا کړم؟

۱۰. ایا عنوان د اصل موضوع سره علمي اړیکې لري او عنوان په کار کولو ارزي او کنه؟

۱۱. ایا په انتخاب شوې موضوع مواد پیدا کېږي او کنه؟ که پيدا کېږي نوپه اسانۍ لاس ته رازي او که په سختۍ؟

۱۲.د موادو او منابعو د تر لاسه کولو په جریان کې، دا پيښ شوي مشکلات به څنګه لرې کړم؟ هغه مواد که تر لاسه کړم تر کومه حده به ګټور وي؟

۱۳.د تحقیقاتي ډول(مونوګراف، تېزس او ډيزرټیشن)د موضوع په نظرکې نیولو سره د موضوع په انتخاب کې د کمیت او کیفیت له مخې د موضوع حق ادا کولای شم او کنه؟ (۸)

۱۴.د څېړنې ترټولو ښه موضوع هغه ده چې نوښت او ابتکار ولري.که نوي اسناد او شواهد د یوې فرضيي یا تیوري له جوړولو سره مرسته وکړي، دغسې څېړنه تاریخي اهمیت پیدا کوي او د لیکوال نوم ژوندی ساتي، که مورخ یوازې نوي اسناد او شواهد معرفي کړي.(۹)

۱۵.موضوع ساده، عام فهمه اوڅرګنده وي، داسې موضوعات چې مبهمې او نامعلومې پایلې ولري باید ډډه ورنه وشي.

۱۶. داسې موضوع انتخاب او غوره نه کړو چې منابع او مواد پکې کم وي او یا نه وي.

۱۷.هره تحقیقي موضوع باید نوې فرضیه او نا معلومه قضیه اثبات ته ورسوي، که یو کس ادب تاریخ لیکي باید د ده په خبرو کې نوی والی وي او یا یې یوه نوې فرضیه اثبات ته رسولې وي او که داسې نه وي نو پخوا هم په لسګونو ادب تاریخونه لیکل شوي دي نو د نورو اثارو د لیکلو ضرورت به نه وي.

۱۸.د موضوع سره خاصه مینه، شوق، ذوق او رغبت په کار دی، همدا سوزنده مینه باعث کېږي چې خپل کار سم پیل او پای ته ورسوي.

۱۹.په تحقیق کې د موضوع انتخاب د محقق کار دی، محقق باید د تحقیق د لارو چارو خبر وي، د څېړنې اړوند سم معلومات ولري، ترڅود تحقیق د خاص ډول او ځانګړي میتود په رڼا کې خپل کار پای ته ورسوي.

۲۰.محقق د موضوع له انتخابه مخکې د علمي کار وخت، ځای، د کار وسایل، صحت او داسې نورې خبرې په پام کې ونیسي او کله کله مادي امکانات هم د څېړنې په هکله ضروري وي.

۲۱.محقق داسې موضوع انتخاب کړي چې خاص او عام خلک ورسره مینه او دلچسپي ولري، لیکوال لیکنه مخاطب ته کوي، په هره اندازه چې مخاطبین زیات وي په هماغه اندازه محقق کامیاب دی.

د مولانا جلال الدین بلخي مثنوي معنوي ځکه زیات شهرت لري او په نړۍ کې زیات خرڅېږي چې پيغام یې نړۍ ته دی، د ده په ویناوو کې انسانیت ته پيغامونه شته او د(ولقد کرمنا بني ادم)  مفهوم یې په خپلو نظریاتو او افکارو کې پلی کړی دی.

۲۲.داسې موضوع غوره نه شي چې په هغه کار کول د ویرې سبب وي، لکه په ځینو اشخاصو تحقیق کول، که ستاینه یې وشي نوسمه ده او که د غندنې مستحق وي او دا کار کولای ونه شو نو څېړنه دا نه ایجابوي چې په داسې موضوع دې کار وشي.

ځینې داسې موضوعات شته چې د تحقیق په صورت کې ځینې قومي، مذهبي او انساني ستونزې پیدا کوي او د دغو مشکلاتو د پيدا کېدو لپاره محقق د ویرې احساس کوي، داسې موضوع هم انتخاب نه شي.

۲۳.په داسې کس موضوع لیکل چې ژوندی وي سم کار نه دی، انسان له پیدایښته تر مرګه پورې دننني او بیروني جوړښت یې تغیر او تبدیل کې دی نو له همدې امله ژوندی انسان په یوحال نه پاتې کېږي، د ده په خوی او عاداتو کې توپير راځي نو ځکه په داسې کسانو موضوع اخیستل سم کار نه دی.

۲۴.له داسې موضوعاتو اجتناب پکار دی چې د پيسو لپاره لیکل کېږي.که له راغلو پوښتنو يوه هم په زړه نه وي نو په کار ده چې څېړونکى او ليکوال بله موضوع انتخاب کړي.(۱۰)

هرڅېړونکى بايد داسې فکر ولري، چې د ده انتخاب شوې موضوع د فرهنګ په غنا کې اساسي نقش لري او که چېرې موضوع د علمي او تحصيلي اسنادو د لاسته راوړلو لپاره ليکل کېږي او نوره ګټه يې ټولنې ته نه وي د داسې موضوعاتو ليکل هېڅ ارزښت نه لري.

د موضوع په پيدا کولو او غوره کولو کې څېړونکى بايد لاندې نکاتو ته پاملرنه وکړي:

نور بیا……………………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *