زیار خان یاد

ځنې خلک پرته له دې چې یو څوک له هر پلوه وڅېړي او د شخصیت په اړه یې یو څه مالومات ترلاسه کړي، یوازې د یوه شخص پر څو خبرو د ټول شخصیت په اړه یې پرېکړه کوي. ډېر کله داسې هم شوي چې د یوه داسې چا په اړه چې کردار، سلوک، ژوند او نورې برخې مو ورته پوره نه وي څېړلي سمدواره ورته د یوه شخصیت په توګه قایل شو.

په یوه مجلس کې ناست وم، په یوه ټلوېزیون کې سیاسي بحث شروع و، له مباحثینو یوه ډېرې زیاتې نیوکې وکړې چې هېڅ پر منطق برابرې نه وې. د مجلس ټولو ګډونوالو د همدې منفي نظر لرونکي کارپوه په اړه داسې درنې درنې او د ستاینې خبرې وکړې چې هک حیران ورته پاتې شوم، له ټولو مې وپوښتل : آیا دغه شخص چې کومې نیوکې او منفي نظریات وړاندې کړل، رښتیا به وي ؟!
ټولو ویل ، هو، هو ، هو، دا څه وایې ؛خو یوه یې هم راته په اړه دلیل ونه وایه، کوم اسناد یې د نیوکو په اړه نه لرل، یوازې د خولې غونډاري یې وکوړول.

ډېر کله چې په ټلوېزیونونو کې بحثونه ګورم ، ټول هغه یې پر منفي نظریاتو او نیوکو راڅرخي، داسې نه ده چې ګني زه د نیوکو او منفي نظریې پلوي نه یم، بلکې د بې بنسټه نیوکو او منفي بافۍ پلوي نه کوم.

زموږ کارپوهان، سیاسيون، د نظر خاوندان او یو شمېر ډلې ټپلې د دې لپاره چې په ټولنه کې خپل کاذب شخصیتونه وښيې، هر کله یې پر منفي بافۍ او نیوکو شروع کړي وي او د حل لپاره به یې خدایزده کوم وړاندې یاد هم نه وي.

نور هغه وخت نه دی چې ګني موږ دې د دولت او یا نورو ډلو پر ستونزو ، فساد او بې باکۍ نه پوهېږو، اوس ټول پوهېږي چې غوا توره شېدې سپینې.

که غواړو چې ټولنه د اصلاح پر لور یوسو، د نیوکو ، منفي بافۍ ، افراط او تفریط پر ځای باید پر یوه داسې میکانیزم سره نظریات تبادله کړو چې له مخې یې ټولنې ته د ستونزو په  حل کې حل لاره وړاندې شي.

موږ هغه څوک نه یو چې کالونه پخوا به یوازې پر شعاري خبرو غولېدو او منډې ترړې به مو وهلې، نن هغه څوک یو چې له دې ټولو سره سره عمل هم غواړو.

که لیکوال دی، که څېړونکی او ان تر یوه کراچیون او موچي هم د منفي مفکورې د پیاوړتیا لپاره کار شوی، ټول د منفي بافۍ او شکسته نفسئ له روحي ناروغۍ سره مخ یو.
زمونږ ډېری خلک د منفي نظریاتو له کبله ان خپل شخصیتونه له لاسه ورکړل، پر بې ځایه منفي بافۍ شخصیت هم تر سوال لاندې راځي چې باید د شخصیت د ساتنې لپاره له دې ډول کړنو لاس واخېستل شي.

یو ملګری مې چې له هندوستانه په نړیوالو اړیکو کې ماسټري لري، ورته مې وویل، چې د یوه ټلوېزیون پر سیاسي بحث کې مې له یوه خبریال ملګري سره برخه واخلي، ملګری مې د دې پر ځای چې هو، کړي راته یې نه کړه.

ویل یې، زه نه غواړم چې له هغو کارپوهانو سره په بحث کې یو ځای واوسم چې زه یې په اوسني وخت کې د افغانۍ ټلوېزیونونو په ښیښو وینم.
هغه ویل، ټلوېزیونونه دې ته خوښ وي چې د ځېنو شخصي غرضونو لپاره کارپوهان د ټکو د آلی په توګه وکاروي او نه غواړم چې زه هم د دغې چارې ښکار  شم.

ممکن د ملګري له نظریې سره مې زه ټوله کې موفق نه اوسم ؛خو ځنې داسې رسنۍ شته چې ورته عملونه د ځېنو موخو لپاره ترسره کوي، ممکن ځنې هغه یې پر ملي ګټو هم ولاړ وي.

که غواړو د ولس ځپل شوې روحیه بېرته ورغوو، منفي فکر، نظریه او همدغه ناروغي د ولس د هر وګړي له فکره ورغوځوو. بایده ده چې نور د بې ځایه افراط، تفرید، منفي بافۍ او ځپل شوو نظریو په څرګندولو سره له کاذبو شهرتونو او شخصیتونو تېر شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *