استاد ښکلی

دا ضميرونه له ادواتو نه جوړېږي، چې زيار صاحب ورته وييکنومځري وايي. په دې کې لويه برخه د اوستربلونه ده، چې زياتره له (را/در/ور) سره يوځاى کېږي او اداتي ضميرونه جوړوي.

اداتي ضميرونه د خپلو اداتي او اوستربلي ځانګړنو له مخې د وګړي او نورو استازي کوي. لکه: (پکې) ظرفي، پرې استعلايي، ورپسې تعقيبي او (را، در، سره) ملتياىي حالت ښيي.

په جمله کې چې ضمير لومړۍ درجه اهميت ونه لري، بالعموم يې پرځاى کمزوري ضميرونه يا اداتي ضميرونه کارېږي. مثلا: په (احمد ما سره دى) کې (ما) لومړى فشار اخلي، چې په دې جمله کې يې د مهمترىن توک په توګه راښيي؛ خو که د (ما) اهميت کم وي او بل جز مهم وي، (احمد راسره دى) وايو.

که جمله غبرګه يا مرکبه وي او په لومړۍ جمله کې نوم يا پياوړى ضمير راغلى وي؛ نو وييکنومځري د کمزور ضميرونو غوندې په ورپسې جمله کې د نوم يا د پياوړي ضمير د تکرار د مخنيوي په موخه کارېږي:

د پښتو ادب له دويمې دورې سره هممهاله په سيمه کې شپږ داسې ژبې وې، چې ډېر اۤثار يې درلودل، چې يوه پکې پښتو وه.

په پاسنۍ جمله کې (پکې) په وروستۍ يوستوې جمله کې د (شپږ ژبې) د تکرار د مخنيوي لپاره راغلې. په اوسنۍ ژباړلې پښتو کې د (پکې) ځاى(په دغو ژبو کې) عبارت نيولى دى.

په جمله کې اداتي ضميرونه د کمزورو هغو غوندې په خجن توک پسې راځي، چې لوړ فشار اخلي او د جملې مهم جز وي. که کمزوري ضميرونه(مې، دې، يې) او (خو، به، هم) هم په جمله کې شته وو؛ نو اداتي ضميرونه ترې مخکې يا ورپسې راځي.

په (اداتي ضميرونه ورپسې راځي) جمله کې هم (ورپسې) اداتي ضمير دى، چې له يوې خوا نه د (دوى) استازي کوي او له بلې خوا نه د (پسې) غوندې تعقيب ښيي. همداسې (ترې) هم- چې ورنه، ورځنې، ورڅخه يې انډول اداتي ضميرونه دي- د(دوى) استازي کوياو وتون پېر(مفعول منه) حالت ښيي.

په (پلار مې راغى، ډالۍ يې راته راوړه) کې په دويمه يوستوې جمله کې (ډالۍ) خجن توک دى، چې ورپسې (يې) او بيا ورپسې (راته) راغلى. (راته) دلته (براى من) مانا لري او که لرې شي، جمله عيبجنه کېږي، ځکه متکلم وايي، چې ما ته يې ډالۍ راوړه او په دې طريقه د خپل اهميت د اثابت هڅه کوي.

که په دې جمله کې (ډالۍ) نه وي، (راته) فشار اخلي او دا له کمزورو ضميرونو سره د اداتي ضميرونو توپير دى، چې کمزوري ضميرونه(مې، دې، يې) فشار نه اخلي؛ خو دا د پياوړو ضميرونو غوندې فشار اخلي:
پلار مې ډالۍ راوړه، راته رايې کړه.

که فعل يواځې؛ نو اداتي ضميرونه بېلابېلې بڼې اخلي. په مطلقه بڼه کې چې پر مخکړ يا (را، در، ور) فشار راځي، دا د ولۍ ترمنځ هم لوېداى شي او تر فعله مخکې هم راتلاى شي. د دواړو حالتونو بېلګې لاندې وګورئ:

رايې راپسې وله/راپسې رايې وله
کې يې ورباندې ږده/ورباندې کې يې ږده
پايې ځنې څوه/ځنې پا يې څوه

مطلقه بڼه چې د کمزورو ضميرونو(مې، دې، يې) او (خو، به، هم، نه) په مټ وېشل کېږي، ځکه نو اداتي ضميرونو ته اړينه نه ده، چې د مخکړ او د فعل د ولۍ ترمنځ ځان وروغورځوي او په دې حال کې کله د مخکړ او ولۍ ترمنځ زيات واټن پيدا کوي او په دې سره د فعل مانا ځنډنۍ کېږي، ځکه يې نو تر فعل مخکې راوستل ښه دي.

په استمراري بڼه کې يې تر فعل مخکې هم راوستاى شو، وروسته هم:
راپسې راوله يې/ راوله يې راپسې
پرې ږده يې/ږده يې پرې.
د (پرې) بل انډول(را، در، ور+باندې) هم دى، چې کارونه يې کمه ده.
ځنې پا څوه يې/ پاڅوه يې ځنې
ترې اخله يې/اخله يې ترې

د (راځنې، درځنې، ورځنې) نور انډولونه(ترې)، (را، در، ورڅخه) او(رانه، درنه، ورنه) دي، چې (ترې) پکې ډېره کارونه لري. په (ورځنې) کې د (ور) کارونه اختياري ده.

د (پکې) ظرفي ضمير د (ورکې) انډول دى، چې د (راکې) او (درکې) ځاى نه نيسي او کله کله يې خلک (راپکې) يا (درپکې) وايي؛ خو (په) اضافي دى، ځکه پلويتوب(را، در، ور) او ظرفيت يا لوښنتوب(کې) ترسره کوي.

د استمراري حالت خصوصيت د کمزوري ضمير تر فعل په وروسته راتګ پورې تړلى دى، ځکه نو اداتي ضميرونه تر فعل مخکې وروسته راتلاى شي؛ خو په دواړو حالتو کې يې ضمني ماناوې توپير لري. که ترې مخکې راشي؛ تاکيد پر هغه شخص يا څيز وي، چې اداتي ضمير ورته کارېدلى؛ خو که تر فعل وروسته وي؛ نو بيا د فعل استمراريت او اوږدول مهم وي.

اداتي ضميرونه دا دي:

١- را، در، ور+پسې٢- راکې، درکې، پکې٣- را، در+ورپسې٤-را، در، ور+باندې يا پرې ٥- را، در، ور+سره ٦- را، در، ور+لاندې ٧- را، در، ور+کره ٨- را، در، ور+ځنې يا را، در، ور+څخه يا را، در، ور+نه يا ترې ٩- را، در، ور+ پورې ١٠- را، در، ور+ ته

پاس وينو، چې زياتره اداتي ضميرونه له (را، در، ور+ اوستربل) نه جوړ دي. له دې نه معلومېږي، چې زياتره اوستربلونه د خپلو بېلابېلو دندو له مخې يواځې د اوستربلونو کار نه ترسروي، بلکې له نور عناصرو سره ضميرونه هم جوړوي؛ خو د (پرته) او (سربېره) غوندې ګوتشمېر اوستربلونه دا چاره نشي ترسرولاى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *