پوهنیار شرف الدین عظیمي

[email protected]

څه موده وړاندې یومور او پلار چې سترګې یې له وارختایۍ او وحشته ډکې اویوه نجلۍ یې ترلاس کشوله اوپه بیړه دروغتون بیړنۍ برخې ته ولاړل زماپام خپلې خواته ورواړوه ، کنجکاوه شوم اوپسې ورغلم اوله اړوند ډاکترنه مې دموضوع په اړه وپوښتل، ډاکترراته وویل چې هیڅ خبره نه وه نجلۍ بلوغ ته رسیدلې وه اوموراوپلاریې ورباندې غوصه ووچې څه دې کړي آن تردی چی پلاریې ډیره وهلې هم وه . دې ته ورته مسائل وخت ناوخت پيښیږي او دا د دې څرګندونه کوي، چې ډېرې میندې او پلرونه په دې اړوند پوره مالومات نه لري همدا دلیل دی چې غواړم په دې اړوند یوعنوان خبرې په لنډو کې درسره شریکې کړم . بلوغ له ادبي اړخه پوخوالي ته، او په اروايي پېژندنه کې د انسان د بدن د ودې یو پړاوته وایي چی په دې پړاو کې فزیکي ، عاطفي، ذهني، ټولنیز، جسمي او جنسي بدلونونه را منځته کیږي او د روغتیا د نړیوال سازمان د تعریف له مخی له ۱۰ تر ۱۹ کلنو پورې تنکي ځوانان اوورسته تر۲۴ کلنۍ پورې ځوانان بلل کیږي دا څه دي چې انسان بدلوي او رابدلوي؟ ځینې هورمونونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دا ډول بدلونونو سبب ګرځي او دا هورمونونه په همدې عمر کې ترشح کېږي چی تر ټولو مهم جنسي هورمونونه بیا له هغې جملې په ښځو کې د پروژسترون او استروژن هورمونونه او په نارینه وو کې د تستوسترون هورمون دی چې د دواړو جنسونو تر منځ په کړو وړو او چارچلند کې توپیر راولي. بلوغ مختلف ډولونه اوپه هلکانواونجونوکې خوراتوپیرلري . د بلوغ د پیل کیدولاملونه ډېر دي خو که په لنډو کې یې ووایو د بدن عمومی روغتیایی وضعیت، د اړونده غدواتو نورمال فعالیت او وراثت ، د تغذیې حالت، روانی وضعیت او د ژوند شرایط اوداسې نور. دوامداره ناروغي او نا سمه تغذیه د بلوغ پیل کیدل له ځنډولی شي، اقلیمي وضعیت او د استوګنې ځای، ټولنیزې اړیکې، د معلوماتو زیرمو ته لاس رسی لکه د ځوانانو اړوند رسنیو، ورځپاڼو او ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک ته لاسرسی او داسې نور لاملونه شته چې پر بلوغ اغېزې ښندي. افغان ځوان څه او په څه ډول تهدیدوي؟ نن سبا زموږ ځوان نسل ډېرې ستونزې لري په ځانګړي ډول په دې پړوا کې زموږ بچیان په دې نه پوهېږي چې کومه لاره وټاکي، ډېرې داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته په نه پاملرنې په لوی لاس ددوی ژوندورتباه کوي . په ډېری کورنیو کې ماشومان وهل او ټکول کېږي، پاملرنه ورته کمه ده ،فردي آزادۍ نه لري دمشرانوخبرې بایدعملي کړي، هغه فردي آزادۍ چې باید ماشوم ته ورکړل شي له ماشوم څخه اخیستل شوي، ماشومان په خپل وجود کې د بلوغ د بدلونونو څخه خپل مور او پلار نشي خبرولی، يوه درنه ویره اوشدید استبداد په دې ټولنه کې حاکم دی ، د مور او پلار تر منځ خورا واټنونه شتون لري، ماشومان دمشرانودتحقیراوسپکاوي له ویرې خبرې نشي کولی، نن سبا ډېری ماشومان د په ځان دباورۍ په ټیټه سطح کې ژوندکوي ، ټول هغه حقوق چې ماشوم یې لري په منلو یې انکار کوو، ډېری ماشومان او تنکي ځوانان د خپلې راتلونکې په اړوند نا هیلي دي، دا پړاو هغه پړاو دی چې مخالف جنس ته پام په کې ډېرېږي، دا پړاو د مذهبي تلوسې او افراط پړاو هم دی ماشومان او تنکي ځوانان په دې پړاو کې خورا په خپل دین مین وي ،د جوماتونو د صفونو اکثریت ګډون کوونکي همدا ماشومان او تنکي ځوانان جوړوي او ښه خبره هم همدا ده چې په دې پړاو کې باید دوی ته د دین اصلي څېره او مفهوم وروپېژندل شي، د عشقي او جنسي کتابونو، سایټونو فیسبوکونواوځایونو لوستل او لیدل اود کنجکاوۍ حس هم په همدې پړاو کې ډېرېږي، نو ښه خبره به داوي چې میندې او پلرونه خپلو بچو ته ښه او سم ځوابونه ورکړي اوله پوښتنونه یې ستړي نه شي، له درسونو تيښته او د ملګرو او ډلو ګرځېدنې او تګ اوراتګ، د قهر، حسادت، خپګان، ناهیلۍ، خوښۍ او داسې نورو هیجانونو پارېدل، ځاني ښکلا، موډ او اندام نمایی او ښکلا خوښونه هم په همدې پړاو کې ډېرېږي او داسې نور ډېر څه شته چې ماشومان او تنکي ځوانان ورسره مخامخ دي او په دې پړاو کې باید له ځوانانو سره خبرې وکړو او دا شرم نه دی! بلوغ په څو ډوله دی؟ بلوغ نږدې ۸ ډوله دی خو که په درېو عمومي ډولونو یې درته وویشم لږ به یې تحلیل درته آسانه شي نو په ټوله کې ویلی شو چې بلوغ په عمومي ډول په درې برخو ویشل کېږي لومړی فزيکي بلوغ چې د جنسی هورمونونو په اندازه کی د بدلون پیل دی چی د فزیکي او رواني بدلونونو لامل ګرځی او په بیلابیلو فکتورونو لکه اوبه او هوا، اقلیمی شرایطو، وراثت، خوړو او نورو پورې اړه لری. دویم رواني بلوغ: د درک، پوهیدلو، فکر کولو، وړاندوینی، تجزیی او تحلیل او له بیلابیلو وضعیتونو او موقعیتونو د پوهیدلو وړتیا ته وایی. دغه پړاو له فزیکي بلوغ څخه ۳ تر ۴ کاله وروسته رامنځته کېږي. تنکي ځوانان په دی پړاو کې څه ناڅه رواني آرامتیا او ثبات لري. رواني بلوغ د احساساتو په اړوند پوهېدنه او تر یوی کچې پوری خپل احساسات قابو کوي شي. درېیم بلوغ هم ټولنیزبلوغ دی چې دبلوغ وروستی پړاو دی چی له رواني بلوغ څخه ۳ کاله وروسته رامنځته کیږی. په دی پړاو کی په ځوان کی د مسوولیت احساس رامنځته کیږی، پر احساساتو بریا مومی، له واده کولو او د ژورو او دوامداره اړیکو ټینګولو ته لیوالتیا پیدا کوي، له دندې، زده کړې او د ټولنیزو فعالیتونو دتر سره کولو سره لیوالتیا د ټولنیز بلوغ له نښو څخه ده. د هلکانو بلوغ څه ډول وي؟ په هلکانو کې د بلوغ پیل د یوه منظم پلان له مخې وي او په دی ډول دی چې د مغز یوه برخه چې د ودې مسوولیت لري د اندروجن هورمون تولید تنبیه کوي، چی په نارینه وو کې مهم اندروجن هورمون تستسترون دی. تستسترون هورمون په هلکانو کی د ثانوی جنسی خواصو د رامنځته کولو مسوول دی چی دغه خواص د ونی یا قد اوچتیدل، د غږ ډبلوالی، د بدن په بیلابیلو برخو کې د ویښتانو پیدا کیدل (د ږیری په ګډون) او د بدن د عضلو غټیدل او داسې نور بدلولونه رامنځ ته کوي. د هلکانو د بلوغ نښې: په هلک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *