ميرويس ميوندوال

ميرويس ميوندوال ||

په میانمار کې له روهینګیايي مسلمانانو سره زور زیاتی او د هغوی قتل عام څه نوې خبره نه‌ده، له ۱۷۷۴ زېږدیز کال را په دې خوا چې کله د بوداپایا په نوم یو بودايي واکمن په دې سیمه کې واک ته ورسېد، میانمار د مسلمانانو لپاره سره تبۍ وګرځېده او ورځ تر بلې یې هلته ژوند سختېده. په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې هم د میانمار په راخین ایالت کې د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې ډېر زیات مسلمانان پکې ووژل شول. خو دا وروستۍ پېښې یې ډېرې دردوونکې دي، ځکه د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ يوازې په تېرو لسو ورځو کې په میانمار کې د روهينګیايي مسلمانانو ۸۷ زره کورونه سوځول شوي او هغوی بنګله دېش ته کډه شوي دي.

په میانمار کې روان وحشت به ډېر لاملونه لري، خو دا دوه يې تر ګردو مهم دي، لومړی بودایي سخت دریځي دا وېره لري چې مسلمان لږکي په ډېرکیو بدلېدونکي دي، نو ځکه يې له میانماره د هغوی د شړلو تکل کړی دی او دویمه خبره دا ده چې د میانمار پرېمانه طبیعي زېرمو دغه هېواد د امریکا او چین د سيالۍ په لوبغالي بدل کړی دى. دواړو هېوادونو د میانمار دولت ته سترګې خړې کړې دي. امریکا غواړي چې د میانمار سياسي او اقتصادي واک ترلاسه او د چين پر وړاندې یې وکاروي، نو له همدې امله په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي سکروټو ته پوکي وهي.

د میانمار حکومت د روهینګیا مسلمانان له هر ډول ټولنیزو او سیاسي حقونو بې برخې کړي دي، د هغه هېواد پېژندپاڼه نه ورکوي، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د سفر اجازه نه لري، د زده کړو له حقه محروم دي، په دولتي ادارو کې کار نه شي کولای، له اجازې پرته واده نه شي کولای او که د واده کولو اجازه لیک ترلاسه هم کړي باید مالیه ورکړي، د ځمکې د مالکيت حق نه لري او د اجباري کار لپاره د غلامانو په توګه ګومارل کېږي.

دغسې یو دردوونکی حالت مهارېدو ته اړتیا لري، خو څنګه؟ که د تاریخ درسونو او تجربو ته لږ تم شو، نو د دغسې زور زیاتیو او تبعیضي چلند د مخنیوي لپاره په نورو ټولنو کې ځپل شوي خلک په یوه رهبر راټولېږي، تحریک جوړوي او بیا د خپل پیل کړي تحریک د بري لپاره مبارزه کوي او د نورو ملتونو او هېوادونو ملاتړ حاصلوي. فيډل کاسټرو، ګاندي او نېلسن منډېلا د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره کلونه-کلونه مبارزې وکړې او بری یې وموند، خو روهینګیايي مسلمانان دغسې رهبران او سرلاري نه لري او نورې اسلامي نړۍ بیا په غوږونو کې مالوچ اېښي دي. هغوی چې د روهینګیايي مسلمانانو له مایوسۍ ډك فریادونه اوري، هغوی بیا بې وسه دي.

افغانستان او افغانانو په دې روانه څلوېښت کلنه جګړه کې دومره ګوزارونه وخوړل چې اوس د را جګېدو څه چې د کېناستو توان هم نه لري. افغانستان بلکل بې وسه دی. موږ د دې ستر بشري جنایت له غندلو ور هاخوا، چې دا کار مو کړی دی، بل څه نه‌شو کولای.

خو هغوی چې زر او زور دواړه لري او بیا يې هم ځانونه ناګاره اچولي، د بښلو نه دي. د اوسني پېر په اسلامي نړۍ کې سعودي عربستان ځان د ټولو سرتاج بولي، خو آن تر دې دمه يې د دې ستر وحشت د غندلو زحمت هم نه دی اېستلی، ځکه د دغسې یوه وحشت په تداوم سره په میانمار کې د امریکا استعماري ګټې خوندي ساتل کېدای شي. سره له دې چې ټوله عربي نړۍ د تېلو پرېمانه زېرمې لري، خو ترڅنګ يې عربستان هر کال د حج د فریضې د اداکولو پر مهال له مذهبي سیلانیانو میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي، د راپورونو له مخې يوازې سږ کال سعودي له دې لارې شپږ میلیارده ډالر ګټلي دي.

دا پيسې یوازې د عربستان نه، بلکې د ټول اسلامي امت دي، ځکه کعبه شریفه د خدای کور دی او خدای د ټولو دی. خو سعودي پر دې ټولو پيسو خېټه اچولې. دا پيسې باید د ټولو مسلمانانو د ژوند د سطحې د لوړاوي او د تنګلاسۍ په وخت کې د هغوی د لاسنیوي لپاره وکارول شي. د میانمار مسلمانان اوس تر بل هر وخت بې وسه شوي دي، ملاتړ ته اړتیا لري، خو عرب شېخان د دوی د لاسنيوي پر ځای یا اېوانکا ټرمپ ته سل میلیونه ډالره ورکوي، یا په ودونو کې خپلو لوڼو ته د سرو زرو کمودونه جوړوي او یا هم له کومې فلمي ستورې سره د څو شېبو پر بانډار او عياشۍ ميليونونه ډالر خاورې ايرې کړي.

پاکستان بیا د دې پرځای چې له روهینګیايي مسلمانانو سره د روان زور زیاتي پوښتنه وکړي، له ظالم میانماري حکومت سره یې د یارانې مزي غځولي دي او د دوی د وژلو لپاره يې بې شمېره وسلې ورکړې دي او لا يې هم ورکوي. د دې ترڅنګ اسراييل د میانمار د ظالم حکومت هر اړخیز ملاتړ ته را دانګلي دي او د مالي مرستو ترڅنګ يې هغوی ته پرېمانه وسلې په واک کې ورکړې دي.

که دغسې روان وو، د دې اور لمبې به د هر اسلامي هېواد پولې ته ور ورسېږي، بیا به ترې د خلاصون لار نه وي، نو ښه ده چې اسلامي هېوادونه سره يو موټی او له مسلمانانو سره د روان تاوتریخوالي د ختمېدو لپاره یوه غوڅ او قاطع دریځ خپل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *