تاند – د مسعود بنسټ رییس او د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود ورور احمد ولي مسعود وایي چې توطیه ګران غواړي چې د مسعود په ورځ ګډوډي رامنځته کړي.
احمد ولي ونه ویل چې توطیه ګران څوک دي، خو ویې ویل چې څوک د هغوی د قهرمان د مرګ په ورځ د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي هغه خلک نفاق ته لمن وهي.
د نظار شورا پاتې شوني او د مسعود پلویان هرکال د سنبلې ۱۸مه یا د سپتمبر ۹مه چې د احمدشاه مسعود د وژنې له ورځې سره برابره ده د مسعود ورځ یا د شهید ورځ په نامه لمانځي.
په دې ورځ د نظار شورا او د جمعیت اسلامي ګوند ځوانان په کابل ښار کې له سړو او ګرمو وسلو سره سرکونو ته راوځي، ګواښونه کوي، چاقوکشي کوي، او تمانچې او ټوپکونه لروبر کوي چې په خلکو کې وېره او ترهه خپروي.

ویل کیږي چې په تېرو کالونو کې په دې ورځ د یادې ډلې د ځوانانو د وسله وال انډوخرپه ترڅ کې د کابل ښار څو تنه اوسېدونکي ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
[د نظار شورا د پاتې شونو د تېرکال د انډوخر په هکله د تاند راپور]
اکثره تحلیلګران احمدشاه مسعود د افغانستان د وروستیو څلورو لسیزو یوه لانجمنه څېره ګڼي چې ویل کیږي په ۱۹۹۰مو کالونو کې د برهان الدین رباني د واکمنې پر وخت یې د کابل ښار ډېرې برخې په توپونو او هوایي بمبار سره ویجاړې کړې.
ویل کیږي چې د نوموړي ځواکونو په ځانګړې توګه د کابل ښار هزاره مېشتې او پښتون مېشتې سیمې چې د هغه مخالف حزب وحدت او حزب اسلامي ګوندونه پرې واکمن ول په کنډوالو بدلې کړې.
د نظار شورا او جمعیت ګوند د ځوانو فعالانو د تېر کال له قانوني سرغړونو څخه وروسته د ولسي جرګې غړي محمد نذیر احمدزي، چې موټر ته یې زیان ور رسېدلی وو، او یو شمېر نورو ښاریانو ګواښ وکړ چې که بیا دغه بېلارې ځوانان قانون په لاس کې واخلي په وړاندې به یې غبرګون وښیي.
مخکي له مخکي د خپلو اوباشانو او لنډغرو د کړو پړه په بل چا وراچوي .
نه به يې کړې قبوله پر افغان ولس په زوره چیرته پنجشیریان چیرته ملي قهرمانان
مسعود حرموني په ژوند خو خلك ترى أرام نه وو أوس يي به مرگ هم خلك ترى أرام نه دي.له دى خنزير نه قسم كه په أخرت هم خلك أرام شي. كله چى خلك دده مردار اووحشي طرفداران د كابل په سركونو كى ويني نو په مسعود لعنت وايي. دى ته وايي خداى شرمول