تاند- افغان چارواکي وايي چې نن /چهارشنبه/ ناوخته په بګرام کې د امریکايي پوځیانو د لویې اډې مخته په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۳ تنه ژوبل شول.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت ومانه او ویې ویل چې دا برید یې د امریکايي پوځیانو د هغه پوستر په غبرګون کې کړی چې د دوی په وینا د اسلامي مقدساتو سپکاوی پکې شوی دی.
امریکايي پوځیانو هم په بګرام ولسوالي کې د امریکايي پوځیانو اډې ته څېرمه انتحاري برید تایید کړ.
د پروان ولایت د والي ویندوی وویل چې حمله کوونکی پر موټرسایکل سپور و او د بګرام د هوايي اډې په درېمه دروازه کې یې ځان الوزولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش بیا ویلي چې په دې موټرسایکل بمي انتحاري برید کې څو تنه ژوبل شوي دي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي چې چاودنه د تلاشۍ په دروازه کې شوې او څو تنه یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې حمله طالبانو کړې او تر ۲۰ زیات پوځیان یې ژوبل کړي دي.
دا برید څو ساعته وروسته له دې وشو چې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت د هغو پوسترونو پر خپرولو بخښنه وغوښته چې پر یوه سپي د طالبانو بیرغ او پر یوه زمري، چې سپی یې پسې اخیستی، د ملي اردو بیرغ رسم شوي وو.
دا بیرغونه د دې لپاره چې کلمې پرې لیکل شوي د پروان د ولایتي ادارې او د دیني عالمانو د شورا له اعتراض سره مخامخ شول.
ناټو وویل چې په دې اړه به تحقیق وکړي او هر چا چې خپاره کړي، هغه ته به سزا ورکړي.