تاند- د امریکا یو هوايي شرکت یونایټید اییرلاینز وايي چې په کمپیوټر کې د خرابۍ له کبله یې ګڼ شمېر ټکټونه وړیا صادر کړي دي خو له دې سره سره چې د دغو ټکټونو ترلاسه کوونکو پیسې نه دي ورکړي دا شرکت د چا ټکت نه لغوه کوي.

یوڼایټیډ اییرلاینز وايي، د کمپیوټر د خرابۍ له کبله چې چا وړیا ټکټونه اخیستي دي، یوازې دې د هوايي ډګر ټکس ورکړي.

د هوايي ډګر ټکس یا مالیه یوازې پنځه یا لس ډالره کېږي.

کله چې یونایټید ایرلایینز ته خپله ستونزه څرګنده شوه نو یې فوراً خپله ویبپاڼه بنده کړه.

په لوېدیځو هیوادونو کې اکثره خلک د الوتکو ټکټونه د انترنټ له لارې(انلاین) اخلي.

دې شرکت تراوسه پوري نه دي ویلي چې له دې خرابۍ څخه په استفادې څومره کسانو وړیا ټکټونه اخیستي دي.

یونایټید اییرلاینز د خپلې ویبپاڼې د تخنیکي ستونزې له حل کولو وروسته اعلان وکړ، هرچا چې مفته ټکټ اخیستی دی، نوش جان دې یې شي، دوی به یې ټکټ ورفسخه نه کړي.

One thought on “یونایټید اییرلاینز: هر چا چې وړیا ټکټونه اخیستي نوش جان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *