داودجبارخیل
نن د چاردشنبی ورځ د وږی د میاشتی پنځلسمه په پیښور کی د حدیبیه په عالی لیسه کی دنوی تعلیمی کال د پیل زنګ په پیښور کی د پوهنی اتشی د سرپرست ښاغلی خواجه محمد منګل او د نوموړی دفتر استازو هر یو ښاغلی عبدالرحمن عزیزی، ښاغلی مولوی مخلص او ښاغلي قریشی او د مدیرانو د شورا رئیس محترم امان الله نصرت او یو زیات شمیر مدیرانو او استادانو له خوا ووهل شو . په هغه غونډه کی چی په همدی مناسبت جوړه شوې وه د معارف د اتشی د دفتر سرپرست ښاغلی خواجه محمد منګل، په پیښور کی د مدیرانو د شورا رئیس محترم امان الله نصرت، محترم مولوی مخلص، محترم عزیزی او قاضی تثارالله حنیف ویناوی وکړی او د معارف په ارزښتونو، اهمیت او ضرورت یی په خپل وار رڼا واچوله او د افغاني ښوونځیو په ستونزو او فعالیتونو وغږیدل، همدغه راز د خوشال خان د لیسی مدیر ښاغلی استاد توره کي هم خپله یوه خوندوره قصیده ولوستله چې د غونډې د برخه والو له خوا یې تود هرکلی وشو۰
په غونډه کې د پوهنی د وزارت د اتشی سرپرست او استازو او همدغه راز د ټولو مدیرانو او استادانو له ښاغلی امیني څخه غوڅ ملاتړ څرګند کړ او ټولو په یوه خوله وویل چي د نوموړی د انفکاک د حکم د لغوه کیدو په خاطر حاضر دی چې کابل ته سفر وکړی او د ښوونې او روزنې له وزیر او نورو دولتي چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي۰
په دې غونډه کې د افغانستان د دولت د هغې پریکړه چي هیواد ته هرستنیدونکی مدیر او ښوونکي ته به په هیواد کې د اوسیدو یوه نمره ځمکه ورکوي تود هرکلی وشو او پریکړه وشوه چې په دې اړه به د پوهنې وزارت د اتشي مسئولین او د مدیرانو د شورا رئیس امان الله نصرت په ګډه یو منظم پلان او میکانیزم جوړوی او عملي ګامونه به اخلي۰
په پای کی د نوی تعلیمی کال زنګ ووهل شو او دغه درنه غونډه چې یو زیات شمیر مدیدانو، استادانو او زده کوونکو پکې ګډون کړی وو د ښاغلی مولانا
محمد الله په دعائیه وینا پای ته ورسیدله
