ایم آی ۳۵

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي زامیر کابلوف په دې انتقاد کړی چې امریکا د روسي هیلي کوپترو پر ځای د افغان هوايي ځواک لپاره امریکايي څرخکې اخلي.

کابلوف ویلي چې دا کار به د افغان هوايي ځواک وړتیا کمه کړي.

امریکا پخوا د افغان هوايي ځواک لپاره روسي څرخکې د دې لپاره اخیستلې چې روسي تر امریکايي څرخکو ارزانه دي خو د اوکراین د ختیځ او کریمیا پر سر د دوو هیوادونو اختلاف سبب شو چې د امریکا کانګریس له روسیې څخه د امریکا په پیسو د افغان هوايي ځواک لپاره د هیلي کوپترو له رانیولو سره مخالفت وکړي.

کابلوف د افغانستان د هوايي ځواک د پراختیا لپاره د افغان چارواکو د پلان په اړه وویل، دوی غواړي چې د ټولو روسي څرخکو په تېره بیا (Mi-35) پر ځای امریکايي هیلي کوپترونه واخلي خو دا نامعقوله پرېکړه ده.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همداراز وویل، د روسي هیلي کوپترو الوزول ډېر ساده دي او له بلې خوا دا څرخکې د افغانستان اقیلم ته مناسبې دي.

ده وویل، فکر کوي چې د روسي الوتکو پر ځای له امریکايي هغو څخه کار اخیستل به د افغان هوايي ځواک جنګي توان لږ کړي او د افغانستان حالات به نور هم کړکېچن شي.

کابلوف دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د یو ملیارد او ۳۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت د ۱۵۰ (MD-530F) امریکايي څرخکو د رانیولو قرارداد لاسلیک کړ.

تر دې وړاندې د افغان ځواکونو لپاره د ۵۳ بلک هاوک څرخکو د رانیولو قرارداد لاسلیک شوی و.

پینتاګون دغه راز غواړي چې د افغان هوايي ځواک لپاره ۳۰ کایوس واریر، ۶ سوپرتوکانو او ۵ اي سي ۲۰۸ الوتکې واخلي.

امریکا ویلي چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره یې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره ۷ ملیارد ډالره ځانګړي کړي دي.

افغان هوايي ځواک اوس ۱۲۰ الوتکې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *