تاند- د خیبرپښتونخوا په ایبټ اباد کې د پارکینګ د ۲۰ روپیو پر سر د جنجال په نتیجه کې یو تن ووژل شو او ۳ نور سخت ژوبل شول.
پاکستاني رسنیو نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې لانجه د ایبټ اباد د روغتون دباندې د پارکینګ پر فیس وشوه.
ویل شوي چې د پارکینګ ټېکه دار پر یوه تن، چې د پارکینګ ۲۰ روپۍ فیس یې نه ورکاوه، ډزې وکړې او په نتیجه کې یې یو لاروی، چې ناروغ و او له روغتون څخه د درملو له ترلاسه کولو وروسته بېرته کور ته روان و، ولګېد او ځای پر ځای مړ شو.
ټېکه دار تښتېدلی او درې ټپیان په روغتون کې بستري شوي دي.