دغه فرهنګي مرکز د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالي کې د دغه ولایت د والي محمد الیاس وحدت له لوري جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ چې اوس مهال پکي شاوخوا دوه سوه زده کوونکي په بېلا بېلو برخو کې زده کړې پرمخ وړي.
د دغه فرهنګي مرکز مسؤل سید محمد اسحاق ارین وایي چې په دغه فرهنګي مرکز کې پر فرهنګې چارو سر بیره په نورو بېلا بېلو برخو کې زده کوونکو ته زده کړې ورکول کیږي چې شاوخوا دوه سوده زده کوونکي لري او د لیسانسو استادانو له لوري ورته په وړیا ډول ساینسي علوم، اجتماعي علوم، انګلیسي او کمپیوتر زده کړې تدریسیږي او په نورو بېلا بېلو برخو کې مختلف لکچرونه ورکوي.
دی وایي کتابتون یې شاوخوا زر ټوکه د بېلا بېلو برخو کتابونه لري چې ډیری زده کوونکي راځي لولي یې.
دی دغه راز له ولایتي ادارې او تجارانو غوړاي چې د دغه فرهنګي مرکز په لا پرمختګ کې ورسره برخه واخلي، کتابتون او نورې برخې یې لا بډیې کړي او له دوی سره همېشنۍ مرستې وکړي تر څو یاد فرهنګي مرکز د ولایت او هیوا د په کچه یو فرهنګي مرکز شي.