تاند- د دې کلا د جوړولو هدف دا دی چې د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې د نړۍ تر ټولو لوړه شګلنه څوکه په خپل نوم ثبت کړي.
د دې کلا د جوړولو لپاره له ۳ زره ۵۰۰ ټنه پریس شوې یا کوټل شوې شګې کار اخیستل شوی دی.
د دې کلا لوړوالی ۱۷ متره او ۸۶ سانتۍ دی.
تر دې وړاندې په نړۍ کې تر ټولو لوړه شګلنه څوکه هندیانو جوړه کړې وه چې ۱۴ متره او ۸۴ سانتي متره لوړه وه.
عامو خلکو ته به د روان سپټمبر تر پایه اجازه ورکړای شي چې د جرمنیانو د شګلنې کلا لیدو ته ورشي.
دا کلا د شاینیس لند رایزن (Schauinsland-Reisen) په نوم د جرمني یوه سیاحتي شرکت د جرمني د دویسبورګ نورد ښار په پارک کې جوړه کړې ده.
پر دې کلا د تایلند د بودايي کلاوو او د یونان د پترنون د ودانۍ انځورونه کښل شوي او پر څوکه یې د اروپايي کلاو دودیز سمبول لیدل کېږي.
د دې کلا په جوړولو کې، چې په ۲۵ ورځو کې بشپړه شوه، د نړۍ ۱۹ هنرمنانو مرسته کړې. دوی د لارو د جوړولو له وسایلو، کرینونو او نورو وسایلو کار اخیستی دی.