تاند- د شمال ايتلاف د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود پلویانو، چې هر کال د نوموړي د تلین په مناسبت واټونو او سړکونو ته راوځي، د جمعې په ورځ ۳ ماشومان په موټرونو ووهل.

په کابل کې د روغتون ډاکترانو او شاهدانو وویل چې د مسعود پلویانو، چې عموماً د خپل مشر د تلین له مناسبته د لنډغرتوب لپاره سو استفاده کوي، په خیرخانه مېنه کې ماشومان په موټر ووهل.

ډاکتران وايي چې یو ماشوم مرګیحاله دی.

د مسعود پلویانو په تېرو کلونو کې د خپل مشر د تلین په مناسبت له وسلو او چاقوګانو سره واټونو ته راوتلي، خلک یې بېرولي، ډزې یې کړي، د دوکانونو او موټرونو شیشې یې ماتې کړي او د خلکو د تګ راتګ په لاره کې یې خنډونه جوړ کړي دي.

د اندراګاندي روغتون ريیس نورالحق یوسفزي وویل«په مجموع کې د یوه ماشوم، چې ولي نومېږي، وضعیت ښه نه دی. لاس او پښې یې ماتې شوي او له یوه غوږه یې وینې بهیږي.»

د ولي پلار ظاهر وویل، هغه موټر چې د ده زوی یې تر ټایرونو لاندې کړ، بې له دې چې ودرېږي او کوچنۍ پروا وکړي په خپله مخه لاړ.»

ده همداراز وویل«پر دغه موټر د احمدشاه مسعود عکسونه لګېدلي ول، ډېر تېز روان و او له دې سره سره یې زما زوی وواهه چې هغه ما ترلاس نیولی و.»

د ولي خپلوانو له حکومت او د مسعود له پلویانو وغوښتل چې د «شهید اوونۍ» د لمانځلو اوسنۍ طریقه بدله کړي.

د مسعود یوه پلوي او د ملي امنیت پخواني ريیس امرالله صالح د مسعود پلویان له بدماشیو منع کړي او پخپل یوه فېسبوکي پیغام کې یې ویلي«هرڅوک چې بې نظم دی د مسعود خپل نه بلکې ضد یې دی.»

خو داسې ښکاري چې د مسعود پلویان نه له خپلو تېرو کړنو څه زده کوي او نه د خپلو مشرانو خبرو ته غوږ ږدي. له همدې کبله یو شمېر خلک د مسعود پلویان لنډغر بولي چې یوه سپکه کلمه ده.

4 thoughts on “د مسعود پلویانو د خپل مشر د تلین په درشل کې ۳ ماشومان په موټرو ووهل”
  1. د لنډه غرو نوم پرې مه بدوئ، د سپي زامن باید ورته وویل شي حتی د سپي زامن یا کوکریان هم داسې کار نه کوي د خنځیر زامن ورته لیکئ. په کار دی چې دغه ډول د خنځیر زامن یا ځنګله ته وشړل شي یا د زندان د تورو تمبو شاته وغورځول شي.

  2. الله ج دی تباه او برباد کری هغه مسعود ی هم دی دوی ما شان ارمونی وه چه په مرونی هم بی گناه خلک وزنی

  3. دا څه ډول تربیت دی ، مجاهد او د مجاهد فی سبیل الله اولاد هیڅکله هم دومره لجام ګسیخته نه وی ، فارمی حرامیان هم داسی نکوی ، دوی له آزار او ظلم نه لذت وړی او کیدای شی دا د پنځو لیوانو اولاده وی ځکه چی ودونه یی د جوارو له پټیو شروع کیږی چی دا ددوی خپله خبره او حکایت دی.

  4. که سپو خبري کولاي سواي نو عریضه به يي کړي واي، ځکه چي سپو هیڅکله هم دومره پس کار ندي کړي، بس يي دي دمسعود هم دموره پیټي او سوغات (هر کال دڅو مظلومو انسانانو ټپي کول او شهیدول) بس دي چي هر کال يي ملګري وراستوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *