تاند- نن په کابل کې په داسې حال کې یو شمېر پخواني قوماندانان د شهید اوونۍ په نامه په غونډه کې راټول شوي چې پلویان یې د ښار په مختلفو سیمو کې هوايي ډزې کوي.
د کابل په میکروریان، د هوايیي ډګر سړک، خیرخانه مېنه او یو شمېر نورو سیمو کې خپلسره وسله وال په موټرو کې ګرځي او په داسې حال کې چې د خپل وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود عکسونه یې پر موټرونو نصب کړي، هوايي ډزې کوي.
دغو کسانو پرون په خیرخانه مېنه کې لږترلږه ۳ ماشومان تر موټر لاندې کړل.
د مسعود پلویان په داسې حال کې هوايي ډزو او بې نظمیو ته دوام ورکوي چې مشرانو یې ورڅخه وغوښتل چې د دې ورځې په مناسبت بې نظمي ونه کړي.
د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د شپاړسم تلین په مناسبت د نوموړي پلویان د لویې جرګې په غونډه کې راټول شوي دي.
غونډې ته اجرايي رييس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو ویناوې وکړې.
د بشریت د ستر دښمن نه د خلاصون ورځ ولي ونه نومول شي؟
هغه څوک چې د خپل عمر زیاته برخه یې د خپلو هېوادوالو پروژلو تېره کړه، تل یی خپل د سنګر ملګري په یو او بل نوم ووژل ، قدرت ته تر رسېدو نه وروسته یې د کابل ښکلی ښا په کنډواله بدل کړل. تر 70000 اویازرو ډېر بېګناه افغانان یې د کابل ښار نه د دفاع په نامه ووژل. قومي او ژبني جګړي یی پیل کړي. د دوي په وخت کې د خلکو په سرو مېخونه ټکول شول، دښځو سینې پرې شوې.
د افغانستان ملي سل کلنه مجربه او مجهزه اردو ېې منحل او ټول تجهیزات یې کباړ او پر ګاونډیانو خرڅه کړه ، د شهزاده سرایی یې دوه ځلې چور کړ. 700 نه زیاتي ترانسپورتي او نظامی الوتکی یی له منځه یو وړې.
د هېواد ټول معدنونه یې چور کړل ، افغانی کلتور او ملی وحدت یی له منځه یو وړ. د خلکو شخصی سرمایه او ملی سرمایه چور ، مځکې غصب شوي. خو جنګ سالاران نن هم په ډېره سپین سترګۍ سره غونډه کوي او د دغه مضر ، خاین تش په نوم جهادی قوماندان د وژل کېدو ورځ نمانځي.