نثار احمد احمدي

په هلمند کي يوه عجبه پېچلې جګړه روانه ده. داسي يوه جګړه ده چي نه يې د سر اهداف پېژندل کېږي، نه يې د پای. يو نيم کال وړاندي دا جګړه د طالبانو دومره په ګټه وه چي حتی د ولايت تر سقوطه خبره ورسېده. ناوه د هلمند يوه له هغو ولسواليو ده چي خلک يې په لوی اکثريت حکومت پلوه دي. نه جګړه غواړي، نه د جګړې شوقيان دي. طالبانو ډېره تلوسه درلوده چي ناوه تر واک لاندي راولي او هلته نظام پلوه انګېزه ووژني. په هلمند کي د کمزوري رهبرۍ له امله طالبانو خپل دې هدف ته ځان ورساوه ناوه يې په بشپړه توګه ونيوله.

کله چي طالبان پر ناوې مسلط سول له ځايي خلکو سره يې زور زياتی شروع کړ. اول ځل يې له کروندګرو هغه ټکټران واخيستل چي د حکومت له لوري د کوپراتيف په پروسه کي ورکول سوي ول. د ناوې خلکو کوکنار نه کرل حکومت يې په بديل کي دغه تراکټوران، کېمياوي سري او اصلاح سوي تخمونه ورکول. طالبانو دا ټکټران له ټولو مځکوال بوتلل په نيم قيمت يې خرڅ کړل او پيسې د غنيمت په ډول په خپلو منځو کي سره ووېشلې.

بيا یې پر جريب څو څو زره کلداري حواله کړې. هر مځکوال مکلف و چي طالبانو ته پيسې، عشر او زکات ورکړي. پر دې سربېره يې ډېری داسي کسان نيول او بيا يې د پيسو په بدل کي خوشي کول چي يا يې خپلوان پوليس ول، يا دوئ پخوا په پوليسو کي دنده ترسره کړې وه. ډېری کسان يې ووهل، وې وژل او ډېری يې چور کړل. د ولسوالۍ لويه پخه لاره يې بنده کړه. پوخ سړک يې څو ځايه په ماينونو والوځاوه. پلونه او پلچکونه يې پرې کړل. حتی څو کيلومټره يې پر پاخه سړک خاوري، واچولې، د سړک کيفيت يې خراب کړ او ټول يې په ماينونو فرش کړ. د داسي په لوړ معيار جوړ سوی سړک و چي ساری يې په هلمند کي نه و.

پر ناوې د طالبانو د جګړې په جريان کي په زرګونه جريبه مځکه کي د خلکو کرنيز فصلونه د جګړې د باروتو خوارک سول. زرګونه کورنۍ بار سوې. مېني يې په ډېران بدلي سوې. د خلکو عامه شتمني او کورونه د جګړې په سنګرونو بدل سول. په زرګونه کسان سوال او فقر ته مجبور سول. ولسي خلکو ته په زياته کچه اقتصادي او مالي زيان ور واووښت.

د عزت څښتن خلک له غربت او بې عزتۍ سره مخ سول. د ناوې با حجابه مېرمني په يوه – يوه جوړه کالو کي له کورونو را ووتې. هر څه يې ترې پاته سول. ډېری ښځينه او  ماشومان د ماينونو ښکار سول. هغه ماينونه چي طالبانو پر عامو لارو کرلي ول. د ناوې زرغون وطن د انسانانو په قتلګاه او سپېره بيابان بدل سو.

طالبانو د ناوې د امنيې قوماندانۍ معياري ودانۍ ونړوله. دوه يې د خصوصي مخابراتي شبکو انتنونه وسوځول. په ورستيو کي يې د حکومت د ملاتړ په تور څو کسه بېګناه خلک شهيدان کړل. د دې ناوړه پېښو يوه يې د هغه ۱۰ کلن هلک وه چي مېريزي وروڼه يې په ښار کي پوليس ول او دی هلته د خپلي غريبي کورنۍ سرپرست و. د خپلي مځکي کار يې کاوه. طالبانو بېولی و په ډېري بې رحمۍ يې وهلی و تر هغه وروسته يې شهيد کړی و.  دا ډول يې تر شلو ډېر کسان ووژل.

څومره ظلم چي د طالبانو له وسه و هغه يې د ناوې پر خلکو وکړ. که يوه غيري رسمي محاسبه وکړو پر ناوې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ناوې کرنيز نظام نسکور سو. د ناوې مځکوالو او کروندګرو ته په لګونه پيسې زيان واوښت. هغه مځکوال چي کرنيز توکي يې تر حاصله ورسېدل او د جګړې له سيوري ليري ول د اوږدې او کچې لاري له امله يې د خپلو مځکو حاصلات تر ښاره نه سول رسولی. طالبانو پخه لاره بنده کړې وه. پخوا به چي کله موټر په ۱۵ دقيقو تر ښاره رسېد، د لاري له بندېدو سره په اته يا شپږ ساعته نه سو رسېدلی، ځکه لاره ډېره خرابه وه.

طالبانو د ناوې په زړه کي د خلکو د تګ راتګ پر لارو ماينونه کرلي ول. د سړکونو پر منځونو واښه او اغزي راشنه سول. د لارو سينې د ځنګلونو په څېر سوې. خلک له يوې نه تمامېدونکي سرګردانۍ سره مخ سول. دا خو پرېږده چي په اونۍ کي خامخا يو ځل ولسي خلک د طالبانو د ړاندو ماينونو ښکار ګرځېدل. هغه ناوه چي خلکو د سولي په کور پېژندلې وه د جګړې په ډګر بدله سوه. طالبانو داسي فکر کړی و چي پر ناوې به د دوئ حاکميت چلېږي، او حکومت به يې د بيا نيولو توان پيدانکړي.

پر ناوې د طالبانو د واکمنۍ خوبونه په اوبو لاهو سول. حکومت د ناوې د بيا نيولو لپاره جدي تصميم ونيو. طالبانو هم له حکومتي ځواکونو سره د جګړې ټينګ هوډ وکړ. د هلمند له نورو ولسواليو څخه يې مرستندويه طالبان را وغوښتل. طالبانو په خپلو منځونو کي ژمنه کړې وه چي ولسوالي به نه ور پرېږدي. افغان ځواکونو پر ناوې عمليات پيل کړل. په يوه ورځ کي يې د طالبانو خورا ټينګ سنګرونه او مضبوطي خزې ماتي کړې. طالبان ګرد چاپېره محاصره سول. د وتلو لاري يې بندي سوې. موټرونه، د ناستي مرکزونه او نور وسايل يې د هوا له لاري الوتکو بمبار کړل.

طالبان حېران ول چي څه وکړي، کومي خوا ته ټوپ کړي. نه يې سرې قطعې کار کولی سو نه يې زرغونې. نه يې لېزر والا جنګېدلی سول، نه يې دوربين والا. ناوې ته نيژدې درې زره طالبان راغلي ول. د ټول افغان سرتېرو شمېر زر کسه نه کېد. د جګړې لوری د ټرمپ د اعلان سوي ستراتيژۍ سره بدل سو. امريکا خپلي الوتکي د هلمند اسمان ته خېژولي وې، چيري چي به طالب سر پورته کړ بم به يې پر وغورځاوه.

له بده مرغه بايد ووايم ناوه د طالبانو په قبرستان بدله سوه. ډېری کسان يې ووژل سول. څه ناڅه يې د ولسي خلکو په جامه کي يا د هغوئ په مرسته ووتل. هغه موټرونه چي د ناوې له خلکو يې د مځکو پر سر په اخيستو پيسو رانيولي ول امريکايي الوتکو ور وسوځول. طالبانو هيڅ تصور نه و کړی چي امريکا به د دې جګړيزي لوبي مسير بلي خواته اړوي. طالبانو تل دا خبره کړې چي امريکا او نړۍ ته يې ماته ورکړې، حتی تر دې چي په دې ورستيو کي يې په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو مشر نيکولسن ته ګواښ هم وکړ.

طالبان دا نه مني چي امريکا په افغانستان کي يو استخباراتي ګېم روان کړی. طالبان دا پردۍ نه بلکي خپله جګړه ګڼي. طالبان ځانونه د دې جګړې رهبري کوونکي ګڼي. طالبان دا نه مني چي امريکا څنګه غواړي جګړه به هغې خواته بېول کېږي. طالبان ځانونه د هغه جنګ مالکان ګڼي چي د پاکستان او نورو نړۍ والو استخباراتي سازمانونو له لوري په افغانستان کي د سياسي او اقتصادي ګټو لپاره روان دی.

طالبان او خواخوږين دې لطفا دې مسئلې ته پام وکړي چي د هلمند د ناوې نيولو دوئ ته څه ګټه وکړه. په سلګونه افغانان ووژل سول. د دې بېچاره او در بدره ولس شتمني لوټ سوه. د خلکو کورونه په کنډوالو بدل سول. ښځي او ماشومان شهيدان سول. خلک بې کوره سول. د ګڼ شمېر ښکلو ځوانانو پښې پرې سوې. لاسونه يې مات سول. ډېری ميندي بوري، خويندي بې وروره سوې. ډېری ماشومان ايتيمان سول. طالب که څه د دې جګړې وسيله ده، خو اخر افغان دی.

د طالب او عسکر ميندي دواړي د يوه کلي دي. عسکر او طالب په اصل کي د يوې سيمي دي. د يوې ژبي او يوه کور خلک دي حتی تر دې چي يو ورور طالب بل عسکر دی. طالب کله پر دې پوهېږي چي دا پردۍ جګړه ده، او زيان يې فقط افغانانو ته رسېدلی دی. طالب به کله پردې پوهېږي چي دوئ د يوې تباه کوونکي او ناروا جګړې په لمن کي راښکېل دي. طالب به کله حقايق درک کړي. کله به پر دې وپوهېږي چي د قوي کېدو او را پرځول کېدو ريموټ يې د امريکا په لاس کي دی.

طالبان بايد د ناوې له نيولو او بېرته پرېښودلو څخه درس واخلي. بايد پر دې باور ولري چي که امريکا وغواړي، په ۲۴ ساعته کي د ټول هېواد جګړه کابو کولی سي. طالبان دې زده کړي چي له ناوې څنګه په منډه ول. ولي ځغاستل. دا زرغونه ولسوالي يې ولي داسي ټوټه  – ټوټه کړه. د دې زيان امريکا ته ورسېد، که دې دربدره هېواد ته. د طالبانو ماينونو څوک ووژل د چا سړکونه يې وران کړل، د چا کورونه یې ويجاړ کړل. د امريکا بمونو دوئ ووژل، د دوئ ماينونو نور افغانان ووژل. اخر د دې ګټه د چا ده تاوان يې د چا دی.

طالبانو اخر امريکا ته خپله ماته ومنله. هيڅ زور يې په ونه رسېد. د امريکا د جنګي الوتکو په مقابل کي يې نه بزرګۍ کار وکړ، نه يې شجاعت. نه يې جهادي تکبيرونو کار ورکړ نه يې استشهادي بريدونو. د ناوې د خلکو په وينا کله چي طالبان له ناوې څخه په تېښته ول يو بل ته يې ويل: در ځغلئ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناوې اوسېدونکی دی، نور مو نه پرېږدي. طالبان دي نور دا د نصيحت نه بلکي د حقيقت په توګه ومني چي دا جګړه د امريکا ده. امريکا چي څه غواړي هغسي به کېږي. که امريکا غواړي کومه ولسوالي سقوط سي، هغه به سقوطېږي، که يې وغوښتل چي کومه ولسوالي بېرته ونيسي داسي به يې نیسي لکه د هلمند ناوه.

طالبان دي د جګړې پر ځای سياسي مېز ته راسي. نه دي ځانونه وژني نه دي نور. دا ۱۶ کاله وجنګېدل څه يې ترلاسه کړل. څه ګټه يې وکړه. له دې پرته چي هره ورځ مو بمبار، ماينونه او ډزي بېګناه خلک وژني نور مو هېواد څه ګټه ترلاسه کړې. حالاتو ته په کتو سره ښکاري چي د طالب عمر پای ته رسېدلی دی. يا به وژل کېږي، يا به سوله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *