هغه کوم چا ویلي چې واده کول او نه کول دواړه پښېماني لري. دا خبره تر یوه ځایه سمه برېښي. مونږ که په ټولنه کې نا واده شوي له خپله ژونده ستړي وینو، د واده شویو ستړیو کمی هم نشته. پوښتنه دا ده، چې سړی له دې دوه ډوله پښېمانۍ کومه یوه وټاکي؟ د دې پوښتنې ځواب ټولو خلکو ته یو ډول نه شي کېدی. د یو شمېر خلکو لپاره واده ښه دی او یو شمېر نور باید تر یوه وخته یا بېخي واده ونه کړي.
د واده کولو په صورت کې هم شرایط، له یوې ټولنې بلې ته، له یوه جنس نه بل ته او له یوه تن نه بل ته توپیر کوي. تر ټولو لومړۍ مهمه خبره همدا ده، چې د واده کولو لپاره یو تن خپله ټولنه، خپل جنس او ځانګړتیاوې په پام کې ونیسي. په دې برخه کې له کومې بلې ټولنې تقلید یا ځان له کوم بل چا سره پرتله کول ناسم کار دی. یوې چارې که په یوه بله ټولنه کې یا د یوه بل تن لپاره ښه پایله ورکړې وي، دا مانا نه لري چې د تاسې لپاره به هم ښه پایله ورکړي. دغه راز، که د یوې چارې پایله په یوه بله ټولنه کې یا د یوه بل تن لپاره ښه نه وه، دا مانا نه لري چې د تاسې لپاره به هم ښه نه وي.
فکر کوم، زمونږ په ټولنه کې به د پېغلو لپاره لږ تر لږه اتلس کلني او له ښوونځي فراغت او د ځوانانو لپاره پنځه ویشت کلني، له پوهنتون فراغت او د یوې مناسبې دندې لرل غوره وي. په ټیټ عمر کې د واده کولو زیانونه تر ګټو ډېر دي. دغه راز، ښه ده چې د کورنۍ مصلحت په پام کې ونیول شي. په دې برخه کې ټول صلاحیت ځان ته ورکول هم ښې پایلې نه لري.
د واده کولو په صورت کې پښېماني له دې امله وي، چې یو تن هغسې جوړه نه مومي چې غوښتنه یې لرله. ښایي یو شمېر خلک د واده په لومړیو ورځو، اونیو، میاشتو یا کلونو کې کوم شکایت ونه لري، خو د وخت په تېرېدو شرایط او غوښتنې بدلېږي. ځینې نیمګړتیاوې وروسته وروسته راښکاره کېږي. له همدې امله پکاره ده چې سړی له وړاندې د یو لړ نیمګړتیاوو منلو ته تیار وي. کومې ځانګړنې چې په دې لیکنه کې د ژوند د ملګري لپاره په ګوته کېږي، ښایي ټولو ته یې رسېدل سخت وي، خو چې سړی څومره ډېرو ته هومره ښه ده.
د محمد صلی علیه وسلم لارښوونه دا ده چې د ژوند د ملګري په ټاکلو کې دینداري، نسب، ښایست او مالداري په پام کې ونیول شي. دا ټولې پر ځای ځانګړنې دي. دا چې یو څوک څومره دینداره وي، له څه ډول کورنۍ وي، څومره ښایسته وي او څومره مالداره وي، ښه دا ده چې ځان په پام کې ونیول شي. هر څومره چې ښځه او خاوند پر تله برابر وي، هغومره ښه ده. په خپله خوښه د ژوند د ملګري ټاکل مهم دي، خو دا هم مهم دي چې د مقابل لوري خوښ شې.
هڅه کول پکار دي، چې له لنډمهالو ځانګړتیاوو اوږدمهالو ځانګړتیاوو ته ارزښت ورکړل شي. د بېلګې په توګه، ښایست د ناروغۍ ، ناخوالو او زړښت له امله اغېزمنېږي، خو د خبرو انداز په اسانۍ تغیر نه کوي. له همدې امله وایي چې د ژوند د ملګري په ټاکنه کې د سترګو پر ځای له غوږونو سره ډېره مشوره وکړئ.
یو شمېر هغه ځانګړتیاوې چې تر وسه وسه باید د ژوند د ملګري په ټاکنه کې په پام کې ونیول شي، په دې ډول دي.
۱- داسې څوک وټاکۍ چې خپلې نیمګړتیاوې درک کوي، هغه مني او د هغې اصلاح ته ژمن وي.
۲-له خپلو احساساتو خبر وي، د هغې په اړه غږېدی شي او تیار وي چې د هغې په اړه بیا له تاسې سره وغږیږي.
۳-رښتینی وي او د چا له احساساتو سره لوبې نه کوي.
۴-د تاسې حریم، احساساتو، غوښتنو او ارزښتونو ته درناوی ولري.
۵-له ځانه ساتنه کولی شي او چا ته د چل او فرېب اجازه نه ورکوي.
۶-مثبت لیدلوری ولري: د ستونزو پر ځای پر حل لارو فکر کوي او په خلکو او چاپیریال کې ښیګڼې په پام کې نیسي.
۷-داسې څوک وي چې د سختۍ او ستونزې پر وخت هم د تاسې پر شونډو مسکا راولي او ومو خندوي.
۸-داسې څوک چې د تاسې د زغم، تېرېدنې او میني قدر وکړي.
۹-داسې څوک چې بې له کوم قیده او شرطه مینه درکړي.
۱۰- له تاسې سره ګډ ارزښتونه ولري. د بېلګې په توګه، که سادګي مو خوښېږي، چې هغه هم همداسې وي.
۱۱-داسې څوک چې د تاسې سره ګډ ژوند ته د تاسې لپاره تیار شي، نه د کوم بل څه لپاره.
۱۲-خواري کښ وي.
۱۳-داسې څوک چې د تاسې تېروتنې وبخښی او هغه هېرې کړي.
۱۴- خپل مسولیت وپېژني هغه ترسره کړي او له تاسې هم یواځې د تاسې د مسولیت په حدودو کې توقع ولري.
۱۵-جذاب وي: داسې چې تاسې ورسره ناستې ولاړې او په یوه بستره له ویدېدو ستړي نه شئ.