تاریخ: 19 سنبله 1396
کابل افغانستان : په ډېره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړی، چي د افغانستان یوه لویه خواخوږې، تاریخ پوه او د افغان تاریخ د نښانو د ساتني او ژغورني یوه لویه مخوره او نوموتې نانسې دوپرې له دې دنیا څخه ولاړه.
زه د هغې پر مړینه سخت خواشینۍ یم، د هغې کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او افغان همکارانو او طرفدارانو ته ئط د خپل تسلیت مراتب وړاندي کوم.
نوموړي له کابل سره بې حده مینه درلوده او همدا ټکی باعث سو،چي د ژوند تر وروستۍ سلګي دلته پاته سي. هغې تېره شپه د کابل په یوه روغتون کي له دې نړۍ سترګي پټي کړي.
اغلي نانسي تر نیمي پېړۍ د زیات وخت لپاره په افغانستان کي ژوند وکړی او په دې موده کي ئې همیشه د افغانستان او افغانانو په خیر کار او نه ستړي کېدونکي هڅي وکړې.
د جګړو پر مهال د افغانستان د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره هڅي، د افغانستان د غلا سوو او ورکو سوو تاریخي ابدو په بیا راستنونه کي اساسي فعالیتونه او د افغان تاریخ په برخه کي کار د اغلي نانسي له ډېرو مهمو کارونو څخه ول، چي افغانان به ئې د اوږدې مودې لپاره منندوی وي.
هغې له افغانستان او افغانانو سره لېونۍ مینه درلوده او حتی په جګړو او بدو شرایطو کي ئې هم کابل پرېنښود او دلته ئې د افغان تاریخ د اثارو او نښو نښانو د ساتني لپاره هڅي وکړې.
په هیواد کي د کتاب د ودي، د مطالعې د دود او فکري پرمختګ لپاره هڅي هم د اغلي ډوپري له خورا بارزو فعالیتونو څخه شمېرل کيږي او ددې برخي فعالیت ئې نه هېرېدنکی دی.
د نانسي ډوپري نوم دي تلپاتی او یاد دي ئې تازه وي!
ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس